اَلْحَمْدُ ِﷲِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنِ۔اَلصَّلوٰۃُ وَ السَّلاَم ُ عَلیٰ خَاتَمَ النَّبِیینِ۔
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوذُ بِاﷲِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ، بِسْمِ اﷲالرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
اَللهُ وَلِیُّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ۙ یُخْرِجُهُمْ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ؕ وَالَّذِیْنَ کَفَرُوْۤا اَوْلِیٰٓئُهُمْ الطَّاغُوْتُ یُخْرِجُوْنَهُمْ مِّنَ النُّوْرِ اِلَی الظُّلُمٰتِ ؕ اُولٰٓئِكَ اَصْحٰبُ النُّارِ ۚ هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَۦ
عزتمندو میاندو ، خویاندو ، مشرانو کشرانو!
ما ستاسو پهٔ مخکښې دَ سورتِ بقره یو آیت تلاوت کړو۔ پهٔ هغې کښې الله جل شانهُ ارشاد فرمائی الله پاک دَ ایمان والو دوست دے ۔ هغوی دَ تیرو نه نُور طرف ته راولی ، اؤ دَ کافرانو دوست چې کوم دے نو هغه ، دَ هغوی دوستان شیطانان دی چې هغوی دَ نُور نه تیرو طرف ته بوځی ۔ اؤ هم دغه خلق دی چې هغه بالکل دَ اور والا خلق دی یعنی پهٔ اور کښې به پرؤځی اؤ همېشه به پهٔ دې کښې وسی ۔ پهٔ دې آیتِ کریمه کښې مونږ ته دا پته ولګېده چې دوه نظامه چلیږی ۔ یو نظام دَ الله جل شانهُ نظام دے نورانی نظام ۔ چې هغې کښې کوم نیکان خلق چې کوم دی کوم چې دَ الله تعالیٰ منونکی دی نو الله تعالیٰ پهٔ هغوی باندې فضل وکړی اؤ هغوی دَ تیرو نه راوباسی اؤ رڼا طرف ته ېٔ راولی ۔ اؤ کوم کسان چې دَ شیطانانو ملګری شی نو دَ شیطانانو فطرت چې کوم دے هغه تیرې دی لهٰذا هغوی دَ رڼا نه تیرو طرف ته راولی ۔ اؤ نتیجې پهٔ طور باندې دا خلق بیا پهٔ اور کښې به سوزی اؤ همېشه دپاره به پهٔ هغې کښې پراتهٔ وی ۔ اوس دا زمونږ خوښه ده چې مونږه کوم نظام سره شاملیږو ۔ الله جل شانهُ دَ دې دپاره دوه دَ هدایت نظامونه جاری کړی دی ، دَ دې تیرو نه رڼا طرف ته راوستو دپاره ۔ یوه سلسله دَ پېغمبرانو ده ۔ چې الله تعالیٰ شروع کړے وه دَ حضرت آدم علیه السّلام نه اؤ پهٔ حضور پاکﷺ باندې ختمه شوه ۔ پهٔ دې کښې څومره پېغمبران چې راغلی وو هغوی دا دعوت ورکړے دے چې مونږه الله طرف ته توجه وکړو اؤ دَ دنیا سره محبت نهٔ کوؤ اؤ دَ آخرت دپاره تیارے وکړو اؤ دغه دنیا مونږه دَ آخرت دپاره دَ کار کولو دپاره پټې وګرځوؤ اؤ څومره کار چې زمونږ نه دلته کېدے شی هغه وکړو اؤ آخرت کښې مونږه مکمل کامیاب شو ۔ اؤ دغه شان یوه بله سلسله الله جل شانهُ شروع کړے وه هغه دَ کتابونو سلسله ده ۔ دا کتابونه هم دَ نُور نه ډک دی اؤ لکه څنګه چې ما مخکښې پهٔ څو بیانونو کښې وئیلی وو چې دوه رڼاګانې پکار دی دَ یو څیز لیدو دپاره ۔ مثلاً کهٔ دَ سترګو رڼا دَ چا نهٔ وی نو کهٔ هغه پهٔ رڼا ورځ باندې هم یو څیز کتل غواړی یا شپه کښې دَ زرو والټو بلب لګېدلې وی پهٔ هغې کښې یو څیز کتل غواړی نو هغهٔ ته هغه څیز پهٔ نظر نهٔ شی راتلې ځکه چې دَ هغهٔ دَ سترګو رڼا نشته۔ بل طرف ته کهٔ دَ یو کس دَ سترګو رڼا خو وی لېکن دومره تیارهٔ وی اؤ دَ رڼا څهٔ نوم نشان نهٔ وی نهٔ څهٔ بلب وی ، نهٔ موم بتۍ وی ، نهٔ نمر راختې وی۔ نو دا کس باوجود دَ دې چې دَ دهٔ نظر بالکل ټیک کار کوی دې هېڅ هم نهٔ شی لیدے ۔ دغې حساب سره دَ هدایت نظام چې کوم دے هغه هم پهٔ دوؤ رڼاګانو باندې چلیږی ۔ یو رڼا دَ زړهٔ رڼا ده ۔ چې تر څو پورې دَ زړهٔ رڼا چا ته نهٔ وی حاصله تر هغې پورې دَ وحې دَ رڼا نه هغه فائده نهٔ شی اخستے ۔ لکه دَ چا پهٔ زړهٔ کښې چې ایمان نهٔ وی نو کهٔ هغه قرآن پاک ګوری نو قرآن نه هغه هدايت نهٔ شی اخستے۔ دغې حساب سره کهٔ یو کس سره دَ وحې رڼا نهٔ وی اؤ دَ زړهٔ رڼا ورسره وی یعنی مخلص هم وی ، طلب هم پکښې وی لېکن علم ورته حاصل نهٔ وی ، دَ قرآن علم ورته نهٔ وی حاصل ، دَ حدیث شریف ورته نهٔ وی حاصل دا ورته پته نهٔ وی چې الله پاک پهٔ څهٔ باندې راضی کیږی اؤ پهٔ څهٔ باندې خفه کیږی نو دهٔ ته هم فائدہ نهٔ شي رسيدے۔ پهٔ حکایاتو کښې یو حکایت راغلے دے ۔ چې یو عابد وهٔ هغه دَ چینې پهٔ غاړه باندې ناست وهٔ اؤ هلته کښې ېٔ یوه جونګړه جوړه کړے وه اؤ ډېر عبادت به ېٔ کؤلو۔ خپل ځان ېٔ پهٔ هغې عبادت کښې مشغول کړے وهٔ ۔ هر وخت به پهٔ عبادت اؤ پهٔ ذکر کښې لګیا وهٔ ۔ یو ځل دَ طالب علم پهٔ دې لاره باندې ګزر وشو نو هغهٔ وې چې زهٔ هم دَ دې بابا سره نمونځ وکړم دَ نمونځ وخت ورباندې راغلو ۔ نو چې نمونځ ېٔ کولو نو نمونځ نه پس ېٔ وکتل چې دَ دې بابا پهٔ پوزه کښې څهٔ مالوچ غوندې پراتهٔ دی ۔ نو هغهٔ ورنه تپوس وکړو چې بابا دا پوزه کښې دې مالوچ ولې کښېښودلی دی؟ نو هغهٔ ورته وې چې بچے زهٔ وایم چې زما دا نفس چې کوم دے ډېر غټ نهٔ شی نو دهٔ ته دَ تکلیف ورکؤلو دپاره ما دا مالوچ پهٔ دې کښې دَ ګندګیٔ ايښې دی ۔ چې زهٔ چې کوم دے چې زما دا نفس مست نهٔ شي اؤ دې چې کوم دے پهٔ خپل ځائې باندې وي۔ هغهٔ ورته وې چې بابا نفس خو به دې بالکل نهٔ مستیږی خو نمونځ دې یو هم ونهٔ شو ۔ هغهٔ ورته وې ولی؟ وې ځکه چې ګندګیٔ سره ، دَ چا پهٔ جسم چې ګندګی لګېدلې وی نو هغې سره خو نمونځ نهٔ کیږی نمونځ دپاره خو به ځائې هم پاک وی کپړه هم پاکه وی اؤ دغه شان اودس به هم وی اؤ نور شرائط چې کوم دی هغه به هم پوره وی نو هله به ېٔ نمونځ قبلیږی نو دا خو تا خپل ځان سره زیاتے وکړو چې یو نمونځ دې هم ونهٔ شو۔ هغه بابا چونکې مخلص وهٔ دَ زړهٔ رڼا ورسري وه صرف دا رڼا ورسره نهٔ وه ۔ چې دا رڼا ورته ملاؤ شوه نو فوراً پهٔ ژړا شو اؤ توبه ېٔ وویسته اؤ ټول نمونځونه ېٔ واپس راوګرځؤل ۔ دَ دې نه پته دا ولګېده چې اګرچې هغه بابا ډېر مخلص وهٔ اؤ ډېر شوق سره ېٔ عبادت کؤلو اؤ نیت ېٔ هم صحیح وهٔ لېکن چونکې دَ وحې علم ورسره نهٔ وهٔ هغهٔ ته دا پته نهٔ وه چې الله تعالیٰ پهٔ څهٔ باندې راځی کیږی نو لهٰذا دهٔ چې کوم دے نو دهٔ نه داسې غلطی وشوه چې هغه نمونځ ورباندې یو هم نهٔ کېدو ۔ دغه شان یو کس پهٔ یو ځائې کښې ، پهٔ جومات کښې ذکر کؤلو اؤ شپه ېٔ وه نو بل یو مسافر پهٔ دې کښې ودهٔ وهٔ ۔ نو هغه پهٔ خوب خوب کښې چې کوم دے یعنی خړېدو به ۔ نو دهٔ بیا بیا راپاڅؤلو چې تهٔ مهٔ خړېږه زما پهٔ ذکر کښې پهٔ توجه کښې فرق راځی ۔ آخر هغه غریب به هغه وخت کښې غلې شو لېکن وروستو بیا چې کوم دے نو خوب ورله ورغلو نو بيا به خړيدو ۔ نو بس دهٔ دومره ووهلو چې هغه غریب ترينه مړ شو ۔نو دَ دهٔ پهٔ خیال کښې خو دهٔ دَ خپل ځان دپاره ډېر ښهٔ کار کؤلو لېکن چونکې علم ورسره نهٔ وهٔ نو دَ جهالت پهٔ وجه ېٔ دَ فائدې پهٔ ځائې خپل ځان ته نقصان ورسؤلو۔ دې حساب سره خبره دا ده چې یو خو دَ علم رڼا ده چې هغه اصل کښې دَ وحې رڼا ده اؤ هغه اصل کښې دَ کتابونو رڼا ده هغه کتابونه کوم چې الله تعالیٰ مونږ ته رارسؤلی دی دَ هغې کتابونو پهٔ ذریعه باندې چې کومه رڼا مونږ ته رارسېدلې ده دَ هغې پهٔ رڼا کښې به مونږه ښهٔ اؤ بد وینو پهٔ شرط دَدې چې دَ زړهٔ رڼا هم حاصله وی مونږ ته ۔ دغه شان دَ پېغمبرانو تعلیمات چې کوم دی هغه هم رڼا ده لهٰذا دَ هغوی دَ اعمالو پهٔ رڼا کښې دَ هغوی دَ اقوالو پهٔ رڼا کښې به مونږ خپل عمل صحیح کوؤ اؤ دا به هله کېدے شی چې کله مونږ ته دَ زړهٔ رڼا حاصله وی ۔ دَ دې نه پته دا ولګېده چې دا دوه څیزونه حاصلؤل ډېر ضروری دی هم دَ زړهٔ رڼا اؤ هم چې کوم دے نو هغه دَ کتابونو رڼا۔دَ الله تعالیٰ دَ وحې دَ نظام رڼا ۔ دَ الله تعالیٰ دَ وحې دَ نظام رڼا خو دا خبره ده چې مونږه خپل علم حاصل کړو ۔ لکه اوس علم حاصلؤل څهٔ ته وائی چې کم از کم غټې غټې مسئلې مونږ ته دومره معلومې وی چې مونږ پرې څلیرشت ګهنټې خپل ژوند تېرؤلے شو ۔ څلیرشت ګهنټې زمونږه چې کوم ژوند دے هغه دَ الله تعالیٰ دَ رضا مطابق مونږ پرې تېرؤلے شو ۔ مثلًا چې مونږ ته دا پته وی چې نمونځ صحیح طریقه باندے کؤلو څهٔ طريقه ده اؤ دغه شان روژہ پهٔ صحیح طریقه به څنګه ساتو زکوٰة به پهٔ صحیح طریقه څنګه ورکوؤ حج چې راباندې فرض شی نو هغه به څنګه کوؤ ، اؤ معاملات به څنګه صحیح کوؤ زمونږه معاشرت څنګه پکار دے اؤ زمونږه اخلاق څنګه پکار دی اؤ دا ټول څیزونه به مونږه زده کوؤ دَ دې دپاره ښهٔ ښهٔ کتابونه لیکلی شوی دی ۔ مثلاً بهشتی زیور دے کهٔ هغه کتاب کهٔ پهٔ کور کښې وی نو دَ ښځو دپاره پکښې اکثر مسئلې پهٔ هغې لیکلې شوی دی ۔ تعلیم السلام دے هغې کښې هم ډېرې ښې ښې مسئلې دَ ماشومانو دپاره پکښې دی نن سبا مونږ ته هم ضرورت دے ۔ نو کهٔ دا کتابونه زمونږ پهٔ کور کښې پراتهٔ وی اؤ مونږه دا کتابونه وایو نو مونږ ته به خپلې مسئلی معلومیږی نو مونږ ته به ژوند دَ سیرت مطابق تېرؤلو مونږ ته به یو آسانی ملاؤ شی ۔ نو دا پهٔ هر کور کښې پکار دی ۔
دویمه خبره دا ده چې مونږ ته پهٔ خپل زړهٔ باندې دومره محنت پکار دے چې زمونږ زړهٔ صفا شی ۔ دَدې دپاره ذکر دے، دَدې دپاره مراقبه ده، دَ دې دپاره چې کوم دے نو دَ صحیح نیکانو خلقو مجلسونه محفلونه یعنی دَ هغوی محفلونو ته تلل دی نو دغه شان چې کوم دے کومه خبره چې پهٔ هغې زړهٔ صفا کیږی نو هغه ټوله پهٔ دې کښې راځی۔نو دا دواړه څیزونه مونږ ته پکار دی چې مونږ به ېٔ کوؤ ۔
بعضی خلق وی چې هغوی سره علم وی خو دې طرف نه درکه وی دَ ذکر اؤ مراقبې نه بې درکه وی پهٔ دې وجه باندې زړهٔ هغه صفائی چې پهٔ کوم باندې ورته دَ عمل توفیق ملاویږی هغه هغوی ته نهٔ وی حاصله ۔ نو لهٰذا علم ورته ډېر راشی خو پهٔ هغې دَ عمل کولو توفیق ورته نه ملاویږی اؤ بل طرف ته بعضی کسان داسې دی چې ډېر مخلص خلق دی اؤ ډېر نیکان خلق دی لېکن علم ورسره صحیح نهٔ وی نو لهٰذا دَ هغوی کار هم صحیح نهٔ کیږی ۔ پهٔ دې وجه یو حديث شریف دے او حدیث شریف دا دے چې حضورﷺ وفرمائیل چې هلاک شو یعنی تباه شو ټول خلق مګر هغه چې عالمان دی ، یعنی عالمانو نه بغیر ټول خلق تباه شو ، اؤ بیا ېٔ وفرمائیل چې هلاک شو ټول عالمان مګر هغه چې پهٔ خپل علم باندې عمل کوی بیا ېٔ وفرمائیل چې کوم کسان چې عمل کوی هغه ټول هلاک شو مګر هغه چې اخلاص سره عمل کوی اؤ بیا ېٔ وفرمائیل چې اخلاص والا هم پهٔ خطره کښې دی ۔ دَ دې مطلب دا شو چې مونږ ته ډېر زیات پهٔ دې کښې فکر پکار دے اول خو مونږ ته علم حاصلؤلو پکار دی اؤ بیا په هغې عمل کول پکار دی اؤ هغه عمل پهٔ اخلاص سره کؤل پکار دی اؤ بیا دَ هغې دَ الله نه دا غوښتنه پکار ده چې یا الله تهٔ زمونږ دا عمل قبول کړې کهٔ زمونږ دا عمل قبول نهٔ شو نو ظاهره ده چې هغې خو مونږ ته فائدہ راؤنهٔ رسؤله دَ هغې عمل به مونږ اوس الله تعالیٰ ته خواست کوؤ چې الله تعالیٰ دا عمل قبول کړې ځکه چې شیطان چې کوم دے هغه انسان پهٔ هر وخت کښې غلطؤلے شی۔ يو کس دے هغه ډېر ښهٔ عمل وکړی اؤ پهٔ هغې باندې فخر وکړی چې ما دا ډېر ښهٔ عمل وکړو اؤ ځان ته پهٔ هغې باندې ښهٔ ووائی نو دغه وخت هغه دهوکه وخوړه شيطان دهوکه کړو اؤ دَ دهٔ ښهٔ عمل دَ دهٔ پکار نهٔ شو۔حضرت عائشه صدیقهؓ ارشاد فرمائیلی دی چې کوم کس چې څهٔ وخت کښې ځان ته چې کوم دے یعنی ځان ښهٔ وګڼی پهٔ کوم عمل سره هغه وخت کښې هغه دَ الله تعالیٰ پهٔ نظر کښې غورزېدلې وی ۔ دَ دې مطلب دا شو چې مونږ ته به پهٔ هر حالت کښې احتیاط هم پکار دے عمل خو به کوؤ یعنی یو کس دے عمل نهٔ کوي اؤ وایٔ چې ما خو هېڅ نهٔ دی کړی دا خو ډيره آسانه خبره ده۔ زمونږ مولانا اشرف صاحبؒ به ارشاد فرمائیل یو کس سره چې پهٔ جیب کښې څهٔ نه وی اؤ هغه دا وائی چې هر څهٔ الله تعالیٰ کوی نو دا خبره خو ډيره اسانه ده اصل خبره خو دا ده چې دَ انسان بینکونه ډک وی اؤ بیا هم ووائی چې الله تعالیٰ هر څهٔ کوی انسان هېڅ نهٔ شی کؤلے دغه وخت چې کوم دے نو دَ هغهٔ ایمان پهٔ الله تعالیٰ باندې دے۔ نو مونږ ته هم پکار دی چې مونږه عمل به کوو دَ خپل کوشش مطابق صحیح طریقې سره ، صحیح علم سره به ېٔ کوؤ اؤ پهٔ اخلاص سره به ېٔ کوؤ ليکن بیا به هم مونږ ووایو چې الله تعالیٰ ېٔ قبولیٔ نو قبول به ېٔ کړی اؤ کهٔ الله تعالیٰ ېٔ نهٔ قبولیٔ نو دَ دې عمل پهٔ خپله څهٔ طاقت نشته دے دا به الله تعالیٰ پهٔ دې کښې طاقت راولی۔ نو لهٰذا کوشش دا پکار دے چې انسان عمل هم ډېر ښهٔ وکړی اؤ بیا هم چې کوم دے نو پهٔ هغې باندې تکبر هم نهٔ کوي پهٔ هغې باندې غرور هم نهٔ کوي ، پهٔ هغې باندې عجب کښې هم نه مبتلا کیږي ۔ نو پهٔ دې طریقې سره ۔۔۔۔۔بله خبره دا ده چې الايمان بين الخوف والرجاء یعنی ایمان چې کوم دے هغه دَ ویرې اؤ امید پهٔ مینځ کښې دے یعنی داسې امید ساتل چې انسان بالکل بې ویرې کړی بعضې کسان دی کنه هغوی ګناهونه کوی اؤ څوک ورته ووائی چې تهٔ دا ګناهونه ولې کوے؟ نو هغه وائی الله تعاليٰ غفور الرحیم دے الله تعالیٰ غفور الرحیم دے اوس الله تعالیٰ بېشکه غفور الرحیم دے لېکن دا ټول قرآن پاک ېٔ چا ته راستؤلے دے؟ پېریانو ته ېٔ خو صرف نه دے راستؤلے؟ پېریانو ته ېٔ هم راستؤلے دے اؤ انسانانو ته هم۔ نو لهٰذا پهٔ دې به عمل انسانان هم کوی کنه نو دا عمل به څنګه کیږی؟ ځکه چې پهٔ دې کښې خو چې کوم دے دَ ويرې خبرې هم دی پهٔ دې کښې دَ خوشحالیٔ خبرې هم دی۔ دَ حضور پاکﷺ دوه نومونه وو یو نوم ېٔ چې کوم دے نو بشیر وهٔ اؤ بل نوم ېٔ نذیر وهٔ بشیر مطلب دا دے چې بشارت ورکؤلو والا اؤ نذیر مطلب ویرؤلو والا ۔ دغه شان دَ الله تعالیٰ غفور الرحیم نوم هم دے ، کریم نوم دے ، ستّار هم دے وهّاب دے دا ټول ښهٔ ښهٔ نومونه دی دَ الله تعالیٰ لېکن ورسره قهّار هم دے جبّار هم دے ،عزيز ذوالنتقام هم دے۔ دا ټول نومونه دَ الله تعالیٰ دی لهٰذا یو کس کهٔ دا ووائی چې بس الله تعالیٰ غفور الرحیم دے زهٔ به غلطی کومه اؤ الله تعالیٰ به ما معاف کړی۔ دا پهٔ الله تعالیٰ باندې جرأت دے۔ الله تعالیٰ دَ چا محتاج نهٔ دے نهٔ دَ چا دَ عمل محتاج دے نهٔ څوک دا وئیلی شی چې ما دا دومره عمل وکړو اوس به ضرور ما بخښي۔ نه دا خبره نشته دے عمل به کوی اؤ پهٔ هغې به ویریږی عمل به کوی پهٔ شریعت باندې اؤ بیا به هم ویریږی چرته زما دا عمل چرته ناقبول نه شی نو پهٔ دې وجه کوشش دا پکار دے چې انسان پهٔ عمل کښې سستی ونه کړی اؤ بیا چې کوم دے دَ هغې نتيجه به پهٔ الله تعالیٰ باندې پريږدي۔دَ هغې وجه دا ده چې انسان خپله باندې دَ خپل عمل اجر نهٔ شی ورکولې هغه به چې کوم دے هغه به الله تعالیٰ ورکوی ۔ زمونږه چې اکثر دا کوم ښهٔ طالب علم وي نو ښهٔ ېٔ سټډی کړی وی اؤ ښهٔ پهٔ هر څهٔ کښې لائق وی لېکن پرچې چې وی نو ډېر زیات ګهبراؤ وی اؤ پهٔ زړهٔ کښې ېٔ دا وسوسې وی چې پته نه لګی دَ کوم ځائې نه به سوال راځی اؤ سوال به کهٔ راشی نو زهٔ به ېٔ وکړې شم اؤ کهٔ نه اؤ کهٔ ما ښهٔ وکړهٔ نو هم کهٔ چا ته لاړهٔ نو چې هغه به ېٔ ښهٔ وګڼی اؤ کهٔ نه؟ لکه څنګه چې ښهٔ طالب علم پهٔ دې باندې ویریږی حالانکې سټډی ېٔ کړے ده دغه حساب سره چې کوم دے مونږه به پهٔ خپل عمل باندې ویریږو۔دغه حساب سره مونږ ته ویره هم پکار ده پهٔ خپل عمل باندې اؤ دَ الله تعالیٰ نه اُمید هم ساتل پکار دی۔ زمونږ دَ عمل دوه رُخه دي۔ یو دَ الله تعالیٰ توفیق دے پهٔ هغې باندې به مونږ شکر کوؤ اؤ یو زمونږه عمل سره چې زمونږ کوم تعلق دے پهٔ هغې به مونږ ویریږو ۔حضور پاکﷺ یو کس ته راغلو هغه وخت دَ هغهٔ آخری وخت وهٔ دَ زنکدن وخت وهٔ حضور پاکﷺ ترېنه تپوس وکړو څنګه تهٔ خپل ځان محسوسیٔ۔ نو هغهٔ ووې یا رسول اللهﷺ زهٔ دَ الله تعالیٰ نه ډېر زیات دَ رحم امیدوار یمه اؤ پهٔ خپل ځان باندې ویرېږم پهٔ خپلو ګناهونو بنادې ویرېږم اؤ دَ الله تعالیٰ نه دَ رحم امیدوار یم حضور پاکﷺ وفرمائیل چې دا دوه څیزونه چې پهٔ دې وخت کښې دَ چا پهٔ زړهٔ کښې راشی چې هم دَ الله تعالیٰ نه ویریږی اؤ هم دَ الله تعالیٰ نه امیدوار وی نو چې الله تعالیٰ ته لاړ شی نو الله تعالیٰ ورته چې دَ کوم نه امیدوار وی هغه ورته ورکړی اؤ کوم نه ویریږی نو دَ هغې نه ېٔ بچ کړی۔ مطلب دا دے چې مونږ ته هم دا پکار دی چې مونږ دَ الله تعالیٰ نه ویریږو خو دومره هم نه چې مونږ دَ الله تعالیٰ نه مایوس شو بلکې دومره ویره چې مونږ پرې عمل وکړو۔ رسول اللهﷺ يو ځل سوال وکړه دَ الله نه یا الله زهٔ تا نه دومره خشیت غواړم دومره ویره غواړم تا نه چې زما اؤ دَ ګناهونو پهٔ مینځ کښې حائل وی یعنی زهٔ ګناهونه دَ هغې پهٔ وجې ونهٔ کړم۔ دا دعا ئې زمونږ دپاره کړے ده یعنی چې مونږ ېٔ زده کړو۔ مونږ ته پکار دی چې دومره دَ الله تعالیٰ نه ویریږو چې مونږ پرې ګناه ونه کړو نو ظاهره خبره ده چې یو کس وی هغه دَ چا نوکر وی اؤ دَ هغهٔ خواهش وی چې ما وساتی ما ونه باسی یا راته سخته خبره ونه کړی نو کوشش به کوی چې داسې کارونه وکړي چې هغه ترې خوشحاله وی۔ نو دغه حساب سره مونږ ته هم دا پکار دي چې مونږ دا سوچ کوؤ چې الله تعالیٰ دې مونږ سره ښهٔ معامله وکړی نو هغې دپاره مونږ ته پکار دی چې مونږ ښهٔ ښهٔ کارونه وکړو دَ غلطو کارونو نه مونږ توبه وباسو۔ دا دوه څیزه دی یو خو دا دے چې یعنی انسان دے چې ګناه ترې وشي نو فورًا ښهٔ توبه ویستل پکار دی لېکن ایسارېدل نهٔ دی پکار۔ توقف نهٔ دے پکار هغې وجه دا ده چې څهٔ پته لګی چې مرګ څهٔ وخت راروان دے کېدے شی چې داسې وخت کښې راشی چې مونږ توبه نهٔ وی ویستې لهٰذا کوشش پکا دے چې مونږ دَ ګندګۍ نه توبه وباسو اؤ بل دا چې کهٔ ګناه رانه وشوه نو فوراً ورباندې مونږ توبه وکړو۔ دَ شیطان طریقه ده چې شیطان دَ ګناه نه مخکښې خلقو ته وائی چې خیر دے ګناه وکړه بیا به توبه وباسې یعنی خلقو ته بیا بیا دا وائی اؤ چې کله ترې ګناه وشی نو بیا ورته وائی اوس څنګه توبه وباسې اوس خو تا غلط کار وکړو اوس خو خدائې تا نه بخښي۔ يعني پهٔ یو طریقه چې کوم دے پهٔ دې طریقه وائی اؤ پهٔ بل طرف ته پهٔ دې طریقه وائی۔ اؤ الله تعالیٰ دَ دې پهٔ مقابله کښې دا فرمائی چې کله ېٔ ګناه نهٔ وی کړے نو ویروی ېٔ چې هسې نه ګناه وکړې کهٔ ګناه دې وکړه نو دا سزا ده دا سزه ده اؤ چې ګناه ترې وشی نو وائی فوراً توبه وباسه زهٔ غفور الرحیم یم۔ زهٔ به چې کوم دے تاسو ټول معاف کړمه کهٔ پهٔ ورځ کښې چې کوم دے اویا توبې وباسې نو هم زهٔ به هغه قبول کړم۔ مطلب دا دے چې الله تعالیٰ دا غواړی چې مونږ دَ خپلو ګناهونو توبې وباسو اؤ الله تعالیٰ ته دې مونږ نژدے شو الله پاک ته دې مونږ زاری وکړو۔ چې دَ خپلو ګناهونو نه مونږه ځان بچ کړو اؤ خپل ګناهونو نه توبه وباسو۔دَ سړیو دپاره چې کوم دے ږیره ډېر مشکل کار وی ساتل اؤ دَ ښځو دپاره چې کوم دے پرده ډېر مشکل کار وی څوک چې پرده دار وی هغوی ته خو پرده حاصل وی اؤ څوک چې دا پرده نهٔ کوی نو هغوی ته دا پرده ډېره ګرانه شي۔اؤ څوک چې ورته دَ پردې ووائی نو وائی پرده دَ زړهٔ پکار ده ۔ زړهٔ خو پهٔ پرده کښې دے زړهٔ څهٔ بهر خو نهٔ دے زړهٔ خو دننه دے هغه خو مخکښې نه پهٔ پرده کښې دے هغې ته خو پرده مخکښې نه حاصله ده ۔ لېکن پهٔ دې کښې غلطه خبره دا ده چې دَ حضور پاکﷺ بیبیانې چې وې ، دَ حضور پاکﷺ لوڼه چې وے یا صحابیانې چې کوم وې آيا دَ هغوی زړونه پاک نهٔ وؤ؟ هغوی بیا څهٔ څومره پرده کؤله ؟ دا خو پهٔ هغوی باندې الزام دے (نعوذ بالله من ذالک) لکه پرده به هغه کوي دَ چاچې زړونه پاک نهٔ وي؟ نه نه دا خبره بالکل غلطه ده۔ بعضې خلق وائی چې زړهٔ صفا وی بیا هر څهٔ ټیک دی ۔ زړهٔ چې کوم دے صفا هم وی اؤ عمل هم کوی دواړه څيزونه پکار دي۔ بعضې خلق وی دَ هغوی دَ خلې نه داسې خبرې وځی ليکن دا غلطه خبره ده۔ دا شیطانی خیالات دی۔ اصل خبره دا ده چې مونږ ته کهٔ دا نهٔ وي حاصل نو دَ الله تعاليٰ نه غوښتنه پکار ده۔اؤ هغې دپاره کوشش پکار دے چې مونږ دا حاصل کړو۔ دغه شان پرده چې کومه ده دا دَ الله تعالیٰ ډېره زیاته خوښه ده اؤ اصل خبره دا ده چې قیمتی څیز چې کوم وی هغه مونږ پهٔ پرده کښې کښېدو کوم قیمتی څیز چې وی هغه مونږ پهٔ پرده کښې کښېدو اؤ پټؤ ئې۔ مطلب دا چې چا سره پنځهٔ روپۍ دی هغه نهٔ پټیٔ لېکن چا سره چې دوه لکهه روپۍ وی نو هغه به سرګندې کېږدی؟ هغهٔ ته پته ده چې دا دوه لکهه روپۍ کهٔ ما سرګندې کښېښوې نو سبا به ورپسې غل راځی دلته چې کوم دے نو یو کس وهٔ هغه دَ بهر ملک نه راغلے وهٔ نو خپلې پیسې چې ېٔ کوم دے نو دَ سرو زرو پهٔ سکو کښې بدلې کړے وې۔ کله کله به ېٔ راخستې اؤ کتلے به ېٔ۔ ځان به ېٔ خوشحالولو۔ نو چرته ملازمانو به کتلې وهٔ نو ډاکوانو ته ئې اطلاع ورکړے وه هغوی راغلل دَ دهٔ پهٔ غیر موجودګیٔ کښې اؤ کور والا ته ېٔ ووې چې ستاسو هغه صندوقے چې کوم دے هغه کوم ځائې یښې دے کهٔ نه راکویٔ نو مونږ به بیا خپل کار کوؤ نو بس ټوپکونه ېٔ راواغستل وېٔ وهلو صندوقے ېٔ راواخستو پهٔ ترخ کښې ېٔ ونیولو بهر ووتو۔ هغه چې راتلو نو هر څهٔ ختم وو۔ ظاهره ده چې هغهٔ دا قیمتی څیزونه خلقو ته وښیلو نو هغه خطره کښې راغلو۔ نو مونږه چې کوم قیمتی څیزونه چې دی هغه مونږ پهٔ حفاظت کښې ساتو نو الله تعالیٰ دا ښځې چې کوم دی دا ډېر قیمتی مخلوق راسره دے پهٔ دې وجه دَ دوی بهر وتل چې کوم دی نو هغه ښهٔ نهٔ دی پهٔ دې شیطان خوشحالیږی اؤ الله پاک ورباندې خفه کیږی بلکه بې پردې ښځه چې دَ کور نه بهر وځي اؤ څومره بهر ګرځي اؤ سړی ورته ګوری نو فرښتې ورباندې لعنت وائی۔څومره ګناهګاریږی۔ نو پهٔ دې وجه باندې کوشش پکار دے چې اول خو دَ کورونو نه بهر بې ضرورته وتل نهٔ دی پکار۔دَ خپل کور خيال ساتل پکار دی چې پهٔ حيا سره اؤ پهٔ وقار سره پهٔ خپل کور کښینی اؤ کهٔ دَ اوقات سره چې دے کوم دےضرورت دپاره وځی چې ډېر ضرورت وی نو پهٔ پرده کښې وتل پکار دی پهٔ داسې لباس کښې چې خلق ورته ونهٔ ګوری۔ مخکښې چې کوم ښځې ډېړې زیاتې مونږ ته یاد دی چې کله مونږ ماشومان وو دَ کور نه به چرته تلو نو سحر وختی به پهٔ تیارهٔ کښې روان شو اؤ بيا به پهٔ تیارهٔ کښې راتلو۔ اؤ ګاډی کښې به چې کوم دے پردې به ئې ورته لګولې وے۔ ښهٔ پوره انتظام به وهٔ۔ اوس چې کوم دے الله تعالیٰ دې معافی وکړی ډېر مصيبت راغلے دے اؤ پردې ته پکښې نه تیاریږی ليکن ظاهره خبره ده چې څوک نهٔ تیاریږی نو هغوی ته به آخرت کښې پته ولګی چې دا څومره غلط کار مونږه کړے دے اؤ دَ دې پهٔ وجه مونږ ته څومره نقصان ورسېدو۔ نو کوشش پکار دے چې ژر تر ژره پهٔ دے باندې توبه بنده وباسی اؤ کوشش وکړی چې بهر بې وجې نه وځی پهٔ څهٔ وجه وځی چې کله وتل پکار وی نو پهٔ داسې طريقه وځي چې پرده ورسره شامله وی۔ نو چې کوم دے نو خلق ورته نهٔ شی کتے دا ډيرے زياتې ضروری خبرې دی۔ دغه شان نورې خبرې یعنی غیبت شو یا دروغ شو یا چغلی شوه دا ګناهونه چې کوم دی دَ دې نه فوراً توبه ویستل پکار دی دا خو داسې مصیبت دے چې کوم دشمن چې دَ چا وی هغهٔ ته فائده ورسیٔ غیبت چې څوک دَ چا کوی نو دشمن ېٔ وی کم از کم۔ نو دې ېٔ چې غیبت کوی نو خپلې نيکۍ هغه ته ورکوي۔نو دغه شان خپل ګټلې دولت خپل دشمن ته ورکړی۔ امام ابو حنیفهؒ روان وهٔ نو پهٔ لاره کښې ورته چا کنځل وکړل نو چې کنځل ېٔ وکړل نو دې لاړو دوکان ته هلته ېٔ دَ مټائی ډبې واغستو اؤ دَ هغهٔ کور ته ېٔ واستؤلو هغهٔ ته چې پته ولږېده چې دا فلاني راستؤلے دے نو راغې هغهٔ نه ېٔ تپوس وکړو چې دا ولې ما ته دې دا تحفه ولې راستؤلے ده ؟ وی ځکه مې راواستؤله چې تا دومره دَ اخرت نیکانې ما ته راکړې نو ما وې چې کم از کم زهٔ دَ دنیا څهٔ څیز درته درکړمه کم از کم بدله چې خلاصه شی وی ما ته چې تا کنځل وکړل نو خپلې نیکانې دې ما ته راکړې کنه ۔ هغهٔ وې چې دا خو ما ډېر غلط وکړل۔ نو توبه ېٔ وویسته۔ مطلب دا چې سره چې مونږ ورانې کوؤ ، یا چا سره چې مونږ خبرې کوؤ یا چا پورې چې مونږ خنداګانې کوؤ توقې کوؤ دا ټولې نیکانې چې کوم دے هغه زمونږ دوي ته ورکوؤ الله تعالیٰ دې زمونږ حفاظت وکړی۔ ډېر کوشش پکار دے دا دنیا چې کوم دے ډېر لږے ورځې ژوند دے پهٔ دې لږے ورځې ژوند کښې کهٔ مونږ کوشش وکړو خپل ځان چې کوم دے مو کنټرول کړو دَ شیطان نه مو ځان بچ کړو اؤ دوئم دَ نفس دَ حیلو نه مو ځان وساتلو نو بس ان شاء الله هغه ژوند زمونږ بیا ډېر مزیدار دے اؤ دلته هم سکون پهٔ دې ژوند کښې دے مطلب دا چې څوک پهٔ حیا باندې ژوند تېروی پهٔ شریعت باندې پابندئ سره ژوند تېروی نو الحمدلله کهٔ ډېر غریبانان هم وی اؤ تکلیفونه وی لېکن زړهٔ به ېٔ مطمئن وی زړهٔ کښې به ېٔ سکون وی اطمینان وی اؤ زړهٔ به ېٔ خوشحاله وی پهٔ دنیا کښې هم ورته فائده ده اؤ اخرت کښې هم ورته فائده ده لهٰذا داسې کار ولې انسان ونه کړی چې دواړو جهانو کښې فائده اؤ کوم څیزونو کښې دواړو جهانو نقصان دے نو الله تعالیٰ دې مونږ دَ هغې نه وساتی ،،،
اَللّٰهُمَّ صَلِّ عَلیٰ مُحَمَّدٍ وَّ عَلیٰۤ اٰلِ مُحَمَّدٍ کَمَا صَلَّییْتَ عَلیٰ اِبْرَاهِیْمَ وَ عَلیٰ اٰلِ اِبْرَاهِیْمَ اِنَّكَ حَمِیْدٌ مَّجِیْدٌ اَللّٰهُمَّ بَارِكْ عَلیٰ مُحَمَّدٍ وَّ عَلیٰ اٰلِ مُحَمَّدٍ کَمَا بَارَکْتَ عَلیٰ اِبْرَهِیْمَ وَ عَلیٰۤ اٰلِ اِبْرَاهِیْمَ اِنَّكَ حَمِیْدٌ مَّجِیْدٌ
اَللّٰهُمَّ اِهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیْمَۙ صِرَاطَ الَّذِیْنَ اَنْعَمْتَ عَلَیْهِمْ١ۙ۬ۦغَیْرِ الْمَغْضُوْبِ عَلَیْهِمْ وَ لَا الضَّآلِّیْنَ۠ ،
یَا مُقَلِّبَ الْقُلُوبِ ثَبِّتْ قُلُوْبُنا عَلٰی دِینِکَ ، یَا مُصَرِّفَ الْقُلُوبِ صَرِّفَ قَلْوبنا عَلٰی طَاعَتِک ،
رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوْبَنَا وَ كَفِّرْ عَنَّا سَیِّاٰتِنَا وَ تَوَفَّنَا مَعَ الْاَبْرَارِۚ
اے الله! څومره غلطیانې چې مونږ کښې دی اے الله مونږ ته دَ توبې توفیق راکړې اے الله دَ ټولو ګناهونو نه مونږ توبه وباسو اے الله کهٔ وړې دی کهٔ غټې دی کهٔ مونږ ته پته شته کهٔ پته نشته اے الله تا ته هر څهٔ معلوم دی اے الله کهٔ سرګندې دی کهٔ پټې دی کهٔ ظاهر دي کهٔ باطن دی اے الله تهٔ پهٔ خپل فضل وکرم باندې زمونږ توبه قبول کړې ائنده دپاره مونږ دَ ګناهونو نه بچ کړې اے الله کهٔ بیا رانه ګناه وشی نو بيا راته دَ توبې توفيق راکړے اے الله تهٔ پهٔ خپل فضل و کرم باندې مونږ پهٔ ښو خلقو کښې کښېنوې اے الله پهٔ هغې خلقو کښې چې تهٔ ترې راضی یی اے الله تهٔ راسره مل شې اے الله زمونږ زړونو کښې چې کوم جائز حاجات دی هغه تهٔ پوره کړې اے الله چې کوم نا جائز حاجات دی هغې نه مونږ وساتې اے الله دَ خپل محبوب صلي الله عليه وسلم رښتونې مينه راته راکړے دَ خپل محبوب صلي الله عليه پهٔ قدمونو باندې مو هغه جهان ته ورسیٔ اے الله دَ خپل محبوب صلي الله عليه پهٔ معیت کښې خپل دیدار راته نصیب کړې یا الله کله چې تهٔ فرمائې چې زهٔ تاسو نه راضی شوم بیا به نهٔ ناراضه کېږم پهٔ هغه خوش نصیبه خلقو کښې مونږه هم شامل کړې اے الله عملنامه راته پهٔ ښی لاس کښې راکړې د دوزخ دَ اور نه مو وساتې اؤ یا الله اخره خاتمه مو ښهٔ کړې اے الله تهٔ مونږ نه راضی شې داسې راضی شې چې بیا رانه ناراضه نه شې اے الله پهٔ چا چې قرضونه وی نو قرضونه ترې لر کړې اؤ اے الله دَ چا چې اولاد نافرمانه وی اولاد ورته ښهٔ کړې دَ چا اولاد کهٔ نه وی نو اے الله نارینه اولاد ورته ورکړې اے خدایه پاکه کهٔ دَ چا څومره پریشانیٔ اؤ مشکلات دی هغه پریشانیٔ اؤ مشکلات ېٔ ختم کړې بیماریٔ له شفاء وکړې یا الله پهٔ شفاء ېٔ بدله کړې اؤ یا الله تهٔ زمونږ ټول حاجات سر ته ورسئ۔
سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا یَصِفُوْنَ وَسَلٰمٌ عَلَی الْمُرْسَلِیْنَ وَالْحَمْدُ لِلٰٓہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ