الحمد للہ رب العالمین الصلوٰۃ والسلام علی خاتم النبیین اما بعد فاعوذ باللہ من الشیطٰن الرجیم بسم اللہ الرحمن الرحیم
قَالُوْا طَٓائِرُکُمْ مَّعَکُمْ ؕ اَئِنْ ذُکِّرْتُمْ ؕ بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُوْن
صدق الله العلی العظیم
عن ابو هریرہ رضی اللہ تعالیٰ عنه قال رسول اللہ تعالیٰ لَا عُدْوٰی وَلَا طِیَرَةَ وَلَا هَامَةَ وَلَا صَفَرْ۔ رواہ فی المسلمعن ابو هریرہ رضی اللہ تعالیٰ عنه قال: قال رسول اللہ ﷺ: لَا عُدْوٰی
وَلَا هَامَةَ وَلَا صَفَرْ۔ رواہ فی المسلموعن جَابِرٍ رضی اللہ عنہ قال: قال رسول اللہ صَلَّى اللّٰهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " لَا عَدْوَى وَلَا غُولَ وَلَا صَفَرَ "۔
عزتمندو میاندو ، خویاندو ، مشرانو ،کشرانو اؤ خوږو ملګریو!
دَ صفرې میاشت پهٔ باره کښې خبره کؤل پهٔ دې لحاظ سره ډېر زیات ضروری دی چې دَدې پهٔ باره کښې دَ خلقو عجیبه عجیبه وهمونه اؤ خیالات دی۔اؤ دا څیزونه دَ حضورﷺ دَ بعثت مبارک نه مخکښې شروع شوی وو ۔ اؤ مشرکینو به دَ دې پهٔ باره کښې مختلف قسم شګوفې وشتې۔حضور پاکﷺ دَدې نه منع وفرمائیله۔کیونکه یو څیز چې دَ حضور پاک ﷺ پهٔ وخت کښې وشی اؤ دَ هغې پهٔ باره کښې دَ حضور پاکﷺ فیصله راشی نو بیا دَ هغې باره کښې دا نورې خبرې نهٔ شی کېدے۔ نو ما چې کوم وړومبنے حدیث شریف تلاوت کړو هغه دَ حضرت ابوبکر صدیقؓ پهٔ ذریعه دَ حضور پاکﷺ نه روایت دے چې حضور پاکﷺ ارشاد وفرمائیل چې دَ چا بیماری دَ الله تعالیٰ دَ حکم نه بغیر خود بخوده پخپله بل چا ته نهٔ لګی اؤ بد فالی ، اؤ سپېرهٔ توب ، اؤ صفره ، دا ټولې بې حقیقته خبرې دی ۔ اؤ دَ مرضونو یعنی دَ کوم کس چې جزام وی دَ هغه کس نه داسې ځان بچ کؤل اؤ پرهیز کؤل لکه څنګه چې دَ زمری نه ځان بچ کوی۔ اؤ حضرت ابو هریرهؓ دَ حضورﷺ نه روایت کوی چې حضورﷺ فرمائیلی دی چې مرض دَ بغیر دَحکم الٰهی نه لګېدل بل چا ته اؤ دَ تورو اؤ دَ صفرې نحوست څهٔ حقیقت نشته، دا ټولې بې حقیقته خبرې دی۔ اؤ حضرت جعفرؓ ارشاد فرمائی دی چې حضورﷺ ارشاد وفرمائیل چې دَ مرض خپله بل ته لګېدل اؤ غول بیابانی اؤ دَ صفر دَ نحوست هېڅ حقیقت نشته دے ۔ صفر هم پهٔ میاشتو کښې یوه میاشت ده ۔ لېکن څنګه چې ما ووې چونکې دَ دې باره کښې مخکښې نه خبرې کېدے نو دَ دې نوم سره یو ټکې لګؤلې شوے دے چې هغه نورو میاشتو سره نهٔ دے لګېدلې۔ځکه دې ته صفر المظفر وئیلی دی۔ یعنې دَ کامیابیٔ میاشت۔ لهٰذا پهٔ دې کښې چې دا کومې بدشګونیٔ څوک کوی ، لکه دَ سزا پهٔ طور باندې هغه څیزونه پهٔ هغوی باندې جاری کړې شی نو دا خبره خو کېدے شی۔ ځکه چې یو حدیث شریف دے پهٔ هغې کښې الله تعالیٰ فرمائی ، الله تعالیٰ ، مطلب حضور پاکﷺ فرمائیلی دی چې الله تعالیٰ فرمائی چې زهٔ دَ بنده ګومان سره یم۔ پهٔ دې لحاظ سره چې یو کس پهٔ دې کښې نحوست ګڼی اؤ ویریږی نو کېدے شی چې دَ هغهٔ سره داسې کارونه وشی۔ لېکن چې څوک نهٔ ویریږی اؤ پهٔ الله پاک ېٔ بهروسه وی نو هغهٔ سره هېڅ نهٔ شی کؤلے ۔ پهٔ دې لحاظ سره دَ دې څیزونو نه ویرېدل نهٔ دی پکار، هسې نه زمونږ دَ دې خراب نیت پهٔ وجه باندې مونږ ته نقصان راؤرسی۔ اؤ پهٔ الله پاک باندې بهروسه کؤل پکار دی۔ هر یو څیز دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه دے ۔ زمانه جهالیت کښې به خلقو دَ صفر پهٔ باره کښې دا ګومان کؤلو چې پهٔ دې میاشت کښې کثرت سره مصیبتونه اؤ افتونه نازل کیږی اؤ دا میاشت دَ سپېرهٔ توب اؤ دَ پریشانیو اؤ دَ مصیبتونو نه ډکه ده۔ لېکن دَ دې خبرې تردید وشو ۔ بعضې جاهلو خلقو دا خیال دے چې پهٔ دې میاشت کښې وړومبنیٔ دیارلس ورځې دا خاص طور باندې ډېرې سختې دی اؤ سپېرې دی اؤ درنې دی۔ پهٔ دې وجه باندې دا خلق دَ صفرې پهٔ میاشت کښې دَ وړومبی تاریخ نه تر دیارلسم تاریخه پورې خاص خیال ساتی۔ اؤ بعضې خلق پهٔ دې کښې چڼې ویشوی اؤ هغه چې کوم دے خلقو کښې تقسیموی چې دا بلاګانې ورباندې نهٔ وی ۔ اؤ بعضې علاقو کښې دا مشهوره ده چې پهٔ دې میاشت کښې کوم ړاندهٔ اؤ ګوډ جنّات چې کوم دی هغه دَ آسمان نه راکوزیږی اؤ خلقو ته دا وائی چې پهٔ بسم الله باندې قدم ږدیٔ(يعني هر قدم سره بسم الله وائیٔ) هسې نه چرته هغوي مړهٔ شی اؤ بعضې خلق پهٔ دې میاشت کښې صندوقونو اؤ دَ پیټؤ ته اؤ دیوالونو ته ډنډې راخلاصوی چې دا پېریان وتښتی ۔ اؤ بعضې خلق چې ددې صفرې میاشت منحوسه ګڼی ، سپېره ېٔ ګڼی نو پهٔ دې کښې اجتماعی قرآن خوانیانې کیږی چې دَدې دا بلاګانې پهٔ مونږ باندې رانهٔ شی اؤ دَ دې نه زمونږ حفاظت وشی۔ اؤ اوس خو دا اجتماعی قرآن خوانی، خو نن سبا داسې حالت ته رسېدلې ده چې پهٔ دې کښې رسمونه ډېر زیات شوی دی اؤ ډېرې خرابیٔ پکښې پخپله راجمع شوی دی اؤ کهٔ دا جائز هم وه ، نو پهٔ دې وجه باندې کؤل چې دَ صفرې میاشت پهٔ نحوست باندې ، نو دا خبره ناجائزه ده۔ نو لهٰذا پهٔ دې وجه باندې داسې نهٔ دی کول پکار۔ بعضې خلق دَ صفرې پهٔ میاشت کښې ودونه کویژدنې یا نور دَ خوشحالیٔ تقریبات، دَ دې نه ځان ساتی۔ ځکه چې دَ دوی پهٔ خیال باندې پهٔ صفرې کښې چې کوم وادهٔ وشی نو هغه ناکامه وی۔ پهٔ دې وجه باندې دَ صفرې دَ میاشت دَ تېرېدو انتظار کوی چې دا تېره شی نو بیا به مونږه ودونه وغېره کوؤ۔ اؤ دا خیال دے چې پهٔ دې کښې چا دَ خوشحالیٔ څهٔ تقریب وکړو نو پهٔ هغې کښې به برکت نهٔ وی اؤ دَ دې به څهٔ ښې نتیجې نهٔ راوځی۔دَ دې خبرو نه ځان ساتل پکار دی۔ بعضې خلقو پکښې دَ دروغو حدیثونه هم جوړ کړی دی مثلاً بعضې خلق دا وائی چې حضور اکرمﷺ (نعوذ بالله من ذالک) دا وفرمائیل چې ما ته دَ صفر دَ میاشت دَ تېرېدو اطلاع راکړیٔ نو زهٔ به تاسو ته دَ جنت بشارت درکړم۔ حالانکې حضور اکرمﷺ پهٔ صحیح حدیث شریف کښې دا فرمائیلی دی چې دَ صفر دَ نحوست هېڅ حقیت نشته دے ۔ بهرحال دا څومره دَ دې پهٔ باره کښې چې خبرې کیږی دا ټول دَ جهالیت اؤ دَ توهم پرستیٔ پهٔ وجه باندې کیږی ۔ دا ما چې کوم آیتِ کریمه تلاوت کړو درے پېغمبران اصحابَ القريه ته تلی وو نو هغې خلقو ورته ووې چې تاسو ډېر منحوس ییٔ ، تاسو ډېر سپېرهٔ ییٔ۔ چې تاسو راغلیٔ نو زمونږ دا ټول کارونه خراب شو ۔ اؤ پهٔ مونږ کښې جګړې راغلې اؤ یو بل سره زمونږ تعلقات خراب شو۔ نو قرآن پاک کښې دَ دې باره کښې راځی قَالُوْۤا اِنَّا تَطَیَّرْنَا بِكُمْ١ۚ لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهُوْا لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَ لَیَمَسَّنَّكُمْ مِّنَّا عَذَابٌ اَلِیْمٌ۱۸ قَالُوْا طَآىِٕرُكُمْ مَّعَكُمْ١ؕ اَىِٕنْ ذُكِّرْتُمْ١ؕ بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُوْنَ۱۹ (سورة یٰس) اؤ هغې خلقو ووې چې تاسو منحوس ګڼو اؤ کهٔ تاسو دَ دې خپلې خبرو نه واپس نهٔ شویٔ نو مونږ به تاسو پهٔ کاڼیو باندې سنګسار کړو اؤ زمونږ دَ طرفه به تاسو ته ډېر سخت تکلیف در ورسی۔ نو دې پېغمبرانو ورته وفرمائیل چې تاسو سپېرهٔ ییٔ ، سپېرهٔ توب تاسو سره لګېدلې دے۔ آیا تاسو سپیرهٔ توب دې ته واییٔ چې تاسو ته څوک نصیحت وکړی بلکه تاسو پخپله دَ عقل نه دَ وتو پهٔ وجه سپېرهٔ شویٔ اؤ دَ حق دَ مخالفت پهٔ وجه باندې تاسو دا یو غلط سبب وګڼلو ۔
مطلب دا دے چې دَ انسان پهٔ ذهن کښې چې پخپله ګندګی وی اعتقادی اؤ دَ وهم۔ نو هغوی ته هر څیز غلط ښکاری۔ اصل خبره دا ده چې دا انسان دے دا دَ دنیا پهٔ څیزونو کښې ډېر زیات ویریږی کهٔ چا ورته دا ووې چې تا دا کار وکړو نو تا ته به فلانې دنیاوی نقصان ورسی ، یا به تهٔ فیل شے یا به دا چل وشی ، ستا پهٔ کاروبار کښې به نقصان وشی۔ نو هغهٔ سره ډېر فکر شی اؤ ځان بچ کړی دَ هغې نه اؤ هغه وهم کښې مبتلا شی۔ پهٔ دې شام کښې یو فرقه ده هغوی ځان ته عباد الشیطان وائی۔ یعنی دَ شیطان بندیان ، چې څوک ترې تپوس وکړی چې تاسو خو ښهٔ وښیار خلق ییٔ تاسو ځان ته شیطان بندیان ولې واییٔ؟ نو هغوی ووائی چې خبره دا ده چې شیطان چې کوم دے هغه ډېر ظالم دے هغه خلقو ته سزا ورکوی اؤ نقصان ورکوی ۔ مونږ پهٔ دې وجه دَ هغهٔ بندګی کوؤ چې دَ هغهٔ دَ نقصان نه ځان بچ کړو ۔ نو دا خلق هم څوک چې دَ دنیاوی نقصان نه ویریږی نو کهٔ دَ هغوی پهٔ زړهٔ کښې کهٔ چا یوه زرّه خبره هم ور واچؤله چې دا کار وکړو نو ستا خرابی ده ۔ مثلاً چا دا وئیلی دی چې پهٔ صفره کښې چا وادهٔ وکړو نو نقصان به ورته ورسی ۔ پهٔ محرم کښې کهٔ چا وادهٔ وکړو نو نقصان به ورته ورسی نو بس اوس څوک دَ ویرې نه وادهٔ نه کوی۔ ځکه چې هسې نه چې چرته مونږ ته نقصان را ورنهٔ رسی ۔ الحمدلله هېڅ نقصان نهٔ رسی بلکې کهٔ چا دَ دې مخالفت وکړو نو دَ دې پهٔ برکت به انشاء الله الله تعالیٰ دَ هغوی حفاظت کوی۔ نن مونږ الحمدلله یوه نکاح پهٔ ګوجر خان کښې ظاهره خبره ده چې مطلب ولوسته۔ نو ما هغې دپاره خصوصی دعا وغوښته چې الله دې پهٔ دې نکاح کښې ډېر برکت واچوی ۔ چې دوی پهٔ صفره کښې دا نکاح وکړه ۔ دَ دې مطلب دا دے چې دَ الله تعالیٰ دَ حکم مطابق چې څوک څهٔ کار کوی نو هغه چې کوم دے نو هغه خوشبختی ده ۔ اؤ څوک چې دَ الله تعالیٰ دَ حکم مخالف کار کوی هغه بدبختی ده، هغه سپېرهٔ توب دے۔ دَ دې سپېرهٔ توب نه ځان بچ ساتل پکار دی۔ اؤ برکت چې کوم دے دا دَ الله تعالیٰ پهٔ حکم منلو کښې دے ۔ تاسو سوچ وکړیٔ چې کوم نیکان خلق چې دی دَ هغوی پهٔ لږو پیسو کښې هم الله تعالیٰ ډېر برکت اچؤلې وی ۔ اؤ چې دا اخوا دېخوا وی نو ډېرې پیسې ورسره وی لېکن هغه دولت کښې ېٔ برکت نهٔ وی۔ اؤ ډېر پهٔ تنګه باندې ژوند تېروی اؤ پریشانه وی اؤ دا چې وی نو خوشحال وی۔ دَ دې مطلب دا شو چې برکت چې کوم دے نو دا دَ الله تعالیٰ پهٔ حکم منلو کښې دے۔ نو کله چې مونږ ته داسې خبره راشی نو مونږ بالکل پهٔ دې عمل نهٔ کوؤ ۔ پهٔ دې کښې یو رسم بل هم دے ۔ هغه رسم دا دے چې چوری چې کوم دے نو هغه پهٔ دې کښې جوړیږی۔ زمونږ پهٔ علاقو کښې خو دا رسم شته دے پنجاب کښې زما پهٔ خیال کم شوے دے پهٔ صوبه سرحد کښې لا شته دے ۔ چې پهٔ دې کښې پهٔ آخری چارشمبه باندې چوری پخوی۔ چوری ډېر ښهٔ شے دے زما پخپله ډېره خوښه ده۔ لېکن چونکې دا وخت ورته چې مقرر کړی نو دا ښهٔ خبره نهٔ ده۔ اصل کښې یو خاص تاریخ خو نه وی پکار یو میاشت دے مخکښې بنده وکړی یا یو لس پنځلس ورځې پس دې بنده وکړی خیر دے کهٔ چوری ېٔ خوښه وی نو خوری دې کنه لېکن پهٔ دغه ورځو کښې دې نهٔ کوی۔ زمونږ یو مشر تېر شوے دے مولانا رشيد احمد ګنګوهیؒ ، چونکې نن سبا دا عرسونه چې کوم دی پهٔ دې کښې ډېر غلط غلط کارونه شورو دی اؤ دَ دې نه ميلے جوړې شوی دی اؤ ډېر غلط غلط کارونه پکښې کیږی۔ نو دَ هغوی وخت کښې چې به چرته عرس وهٔ نو هغې وخت کښې به هغوی خپلو ملګریو ته ووې چې دغې وخت کښې مهٔ راځئ۔ ځکه چې حدیث شریف دے چې چا دَ چا تعداد زیات کړو یعنی دَ هغوی پهٔ وجه دَ هغوی تعداد زیات شو نو الله تعالیٰ به ېٔ دَ قیامت پهٔ ورځ دَ هغوی سره وچتوی۔ نو چونکې دغې ورځو کښې دغه خلق دې دپاره راځی نو کهٔ تاسو راځیٔ نو تاسو به دَ دوی تعداد سِوا کویٔ نو هسې نه چې الله تعالیٰ پهٔ قیامت کښې دَدې خلقو سره تاسو وچت کړی۔ یو ځل هغوی له ملګری راغلی وو۔ اؤ دوی یعنی مشر چې کوم دے(يعني ګنګوهي رحمة الله عليه) پهٔ ځان څادر اچؤلے وهٔ ودهٔ وو چې دوی ورته اطلاع وکړه چې هغوی راغلی دی نو سر ېٔ هم ورته رابهر نه کړو دَ هغې څادر نه، اؤ وروته ېٔ ووې چې تاسو پهٔ دې ورځو کښې ولې راغلی ییٔ؟ وې مونږ خو جی تاسو ته ملاوېدو ته راغلی یُو مونږ خو دوی ته نهٔ یُو راغلی۔ وائی نه نه ستاسو دَ تعداد پهٔ وجه دَ هغوی تعداد سِوا کیږی ۔ تاسو ولے دې ورځو کښې راتلیٔ اؤ خبرې ېٔ هم ورسره ونه کړې اؤ ورته ېٔ وې واپس لاړ شیٔ۔ بیا نورو ورځو کښې راشیٔ ۔ نو مطلب دا دے چې دې ورځو کښې به مونږ دا نهٔ کوؤ ځکه چې داسې خلقو سره شاملیږو پکښې۔ اؤ دې دپاره خلقو یو دا عجیبه خبره جوړه کړے ده چې حضور پاکﷺ ته پهٔ دې میاشت کښې صحت ملاؤ شوے وهٔ نو بیبیانو دا کړی دی ۔ پهٔ بیبیانو باندې دا دروغ وایٔی۔ دروغ خو نه دی وئیل پکار ځکه چې هغه چې کوم دے دَ حضورﷺ بیبیانې دی اؤ زمونږه میاندې دی نو مونږ خو پهٔ هغوی باندې دروغ نهٔ شو وئیلې۔ بعضې خلق دَ صفرې میاشت پهٔ دې وجه باندې سپېره ګڼی چې حضور پاکﷺ پهٔ دې میاشت کښې وفات شوے وهٔ۔ نه پهٔ دې کښې چې کوم دے ناجوړه شوے وهٔ لېکن دې ته نهٔ ګوری چې وفات شوے پهٔ ربیع الاول کښې دے نو ربیع الاول کښې خو جشن کوی اؤ کوم کښې چې بیمار شوے دے نو پهٔ هغې باندې ، هغه سپېره ګڼی۔پهٔ کوم کښې چې وفات شوے دے هغه خو بیا زیاته خطرناکه میاشت شوه۔ لېکن عقل چې چا کښې وی نو استعمالوی ېٔ کنه کهٔ چا بالکل عقل خرڅ کړے وی نو هغه به څنګه استعمال کړی ۔ خبره دا ده چې پهٔ دې کښې مونږ ته دا پکار دی چې دَ خدائې اؤ رسول حکم ته کتل پکار دی۔ چونکې حضور اکرمﷺ پخپله باندې دا فرمائیلی دی چې پهٔ صفر کښې هېڅ سپېرهٔ توب نشته دے ۔ لهٰذا مونږ به دا خبره کوؤ چې پهٔ صفر کښې هېڅ سپېرهٔ توب نشته ۔ نهٔ پکښې دَ بلاګانو څهٔ خبرې شته دے۔ دا بلاګانې پهٔ خپله باندې څومره چې زمونږ اعمال خراب دی بلاګانې راباندې مسلط کیږی ګوریٔ پهٔ کورونو کښې ټيلي وژنونه دي، کیبلې دی اؤ بې نمازی ده مطلب بې نمونځه خلق پکښې وی۔ دغه شان چې کوم دے نور غلط کارونه پکښې کیږی دَ هغې پهٔ وجه باندې فرښتې دَ رحمت ورته نهٔ راځی اؤ جنّات اؤ شیاطین چې کوم دے نو پکښې ډېر زیات راځی دا خو زمونږ دپاره دا بلاګانې راکوزې شوې کنه ځکه چې زمونږ اعمال خراب دی ۔ کهٔ مونږ اعمال صحیح کړو نو بیا سوال نه پیدا کیږی چې دا بلاګانې راکوزې شی کورونو ته۔ نو دا بلاګانې صرف دَ صفرې دَ میاشت نهٔ دی بلکې دا پهٔ هره میاشت کښې راتلې شی خو چې څوک بدعمله وی۔ چې څوک بدعمله وی نو ورباندې راتلې شی اؤ چې څوک الله تعالیٰ سره پناه واخلی اؤ دَ الله تعالیٰ پهٔ کار کښې لګیا وی نو انشاء الله ، الله پاک دَ هغه بنده حفاظت کوی۔ لهٰذا مونږ ته پهٔ دې معامله کښې ډېر زیات خیال ساتل پکار دی چې مونږه دَ نن نه پس پهٔ دې میاشت کښې اؤ پهٔ هېڅ میاشت کښې سپېرهٔ توب ونه منو ځکه چې پهٔ اسلام کښې نیک فالی خو شته دے چې مونږ دا ووایو چې دا کار چې مو وکړو نو دا کار به ښهٔ وی۔ نیک فالی خو شته دے لکه مثال پهٔ طور باندې یو ماشوم دے مونږ هغه پهٔ سبق باندې کښېنوؤ نو دَ یو بزرګ پهٔ وجه باندې دَ هغهٔ بسم الله وکړو چې دا ورته ووایو چې تهٔ ورته نوے ټکې ورکړه نو دا نیک فالی ده ۔ نو نیک فالی شته دے لېکن بد فالی نشته۔ پهٔ اسلام کښې بد فالی نشته۔ یعنی داسې نه دی چې بهر دَ کور نه ووتم نو پیشو زما مخې ته تېره شوه نو بس اوس زما قصه خرابه ده۔ بعضې کسان وی وائی چې فلانې زما پهٔ تندی ولګېدو نو اوس به زما قصه خرابه وی ، نه دا پکښې نشته ۔ نظرِ بد شته دے نظرِ بد مونږه منو ځکه چې هغه دَ حدیث شریف نه ثابت دے ۔ نظرِ بد شته دے لېکن دا بد فالی نشته دے پهٔ دې کښې خو خوش ګماني پکار ده ظن المؤمنين خيرا دَ مؤمن ګومان خو ښهٔ وی۔ دا بدګومانی اؤ دا بدفالی داسې قسم څیزونه دا دَ دې مشرکانو اؤ دَ باطلو خلقو کار دے۔چونکې زمونږ یو طرف ته هندوستان دے پهٔ هغې کښې هندوان دی اؤ هندوان چې کوم مخلوق دي هغه ډېر زیات توهم پرست خلق دي۔ دومره زیات توهم پرست دی چې دوی ته دَ څهٔ څیز نه فائده ورسی نو هغې ته هم سجده کوی اؤ څهٔ نه چې ورته نقصان ورسی نو هغې ته هم سجده کوی۔ مار ته هم سجده کوی او غوا ته هم سجده کوی۔ غوا ته پهٔ دې وجه چې غوا چې کوم دے چې زمونږه مور ده اؤ مونږ ته فائدہ راکوی اؤ مار ته پهٔ دې وجه چې ویریږی ترې نه۔حتٰی چې داسې ځایونه دی چې هغې کښې منږک ته سجدې کیږی۔ دَ دې مطلب دا شو چې هغوی دَ هر څهٔ نه ویریږی توهم پرست دی۔ داسې ایرانیان دی پهٔ هغوی کښې هم دا څیزونه ډېر زیات دی۔ نو زمونږ دا خلق چې کوم دی دا پهٔ مینځ کښې دي نو څهٔ څیزونه دَ هندوستان نه راخلی اؤ څهٔ دَ ایران نه راخلی۔ نو مونږ ته خپل مذهب ته کتل پکار دی الحمدلله زمونږ مذهب ډېر صفا سُتره دے پهٔ هغې کښې بدفالی نشته لهٰذا مونږ به بالکل بدفالی نهٔ کوؤ اؤ ظاهره خبره ده چې مونږ دپاره هره میاشت چې پهٔ هغې کښې الله پاک مونږ ته دَ ښهٔ عمل توفیق راکړی نو مونږ دپاره بختوره ده ۔ حضرت عبدالله بن عباسؓ نه چا تپوس وکړو چې بهترینه شپه کومه ده ۔ هغوی ورته وفرمائیل چې لیلة القدر۔ دا خبره خو ټیک وه ځکه چې قرآن پاک کښې دا فرمائیلی دی۔چا حضرت علی کرم الله وجهه نه دا تپوس وکړو چې بهترینه شپه کومه ده۔ وائی چې پهٔ کومه شپه کښې دَ چا توبه قبوله شوه۔ هغه دَ هغهٔ دپاره بهترینه شپه ده۔ کهٔ سوچ وکړې نو بالکل دا خبره خو صحیح ده۔ چې یو کس پهٔ لیلة القدر کښې غلط کارونه شروع کړی اؤ توبه ېٔ قبوله نهٔ شی اؤ پهٔ دې ورته نور نقصان ملاؤ شی نو هغهٔ دپاره خو نقصانی شوه کنه۔ اؤ یو کس دے پهٔ یو عامه شپه کښې الله تعالیٰ ورته یاد شی اؤ توبه وکړی نو بس هغهٔ دپاره خو هغه شپه ډېره برکتی شوه ډېره زیاته مبارکه شوه۔ نو لهٰذا زمونږ دپاره ټولې میاشتې بختورې دی اؤ بعضې ډېرې بختورې دی۔دا ده چې بعضې ډېرې بختورې دی مثلاً روژه چې ده ډېره بختوره ده ، محرم ډېره بختوره ده اؤ دغه شان شوال چې کوم دے ډېره بختوره ده ، ذی الحج ډېره بختوره ده۔دا خبره خو صحیح ده یعنی چې ډېرې بختورې خو پکښې څلور دی لېکن دا باقی هم بختورې دی۔ یو هم پکښې سپېره نشته۔ اؤ نهٔ بلاګانې پکښې راکوزیږی، نه نور څهٔ۔بلاګانې کهٔ راکوزیږی نو دَ عمل پهٔ وجه راکوزیږی اؤ پهٔ هره میاشت کښې راکوزېدے شی۔ اؤ هغه چې کوم دے نهٔ پهٔ دې کښې یعنې څهٔ پابندی شته۔نهٔ پکښې دَ ودونو پابندی شته نهٔ پکښې دَ نور څهٔ پابندی شته نهٔ پکښې دَ کپړې اچولو۔ مطلب هر څیز چې دے نو دې کښې دا بدفالیٔ مدفالیٔ څیزونه پکښے ویستل پکار دی اؤ دا دَ آخری۔۔۔ مطلب دَ چارشمبې دا رسم چې کوم دے دَ هغې دا چوری چې کومه ده دا هم بیا سپېره ده۔ کهٔ څوک چوری پخیٔ نو دوه هفتې مخکښې دې پخه کړی یا دوه هفتې پس دې پخه کړی خو دا ده چې پهٔ دې کښې دې نهٔ شامیلیږی ځکه چې خپل ځان به پرې خراب کړي۔کهٔ چا دَ یو رسم پهٔ طور باندې وکړه نو بیا خو چې کوم دے هسې بېسه ېٔ خپلې پیسې ضائع کړې اؤ یو لغو کار ېٔ وکړو اؤ کهٔ نه چا پکښې ثواب وګڼلو نو بیا بدعت دے بیا خو ورته ګناه ملاؤ شوه۔ لهٰذا دَ دې څیز نه بالکل ځان بچ کؤل پکار دی۔ الله تعالیٰ دې مونږ ته صحیح فهم نصیب کړی۔
وَ آخِرُ دَعْوَانَا أَنِ الْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعَالَمِیْنَ ، اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ
اَللّٰهُمَّ صَلِّ عَلیٰ مُحَمَّدٍ وَّ عَلیٰۤ اٰلِ مُحَمَّدٍ کَمَا صَلَّییْتَ عَلیٰ اِبْرَاهِیْمَ وَ عَلیٰ اٰلِ اِبْرَاهِیْمَ اِنَّكَ حَمِیْدٌ مَّجِیْدٌ اَللّٰهُمَّ بَارِكْ عَلیٰ مُحَمَّدٍ وَّ عَلیٰ اٰلِ مُحَمَّدٍ کَمَا بَارَکْتَ عَلیٰ اِبْرَهِیْمَ وَ عَلیٰۤ اٰلِ اِبْرَاهِیْمَ اِنَّكَ حَمِیْدٌ مَّجِیْدٌ
اَللّٰهُمَّ اِهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیْمَۙ صِرَاطَ الَّذِیْنَ اَنْعَمْتَ عَلَیْهِمْ١ۙ۬ۦغَیْرِ الْمَغْضُوْبِ عَلَیْهِمْ وَ لَا الضَّآلِّیْنَ۠ ،
یَا مُقَلِّبَ الْقُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْوبنا عَلٰی دِینِکَ ، یَا مُصَرِّفَ الْقُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْوبنا عَلٰی طَاعَتِک ،
اے الله تهٔ پهٔ خپل فضل کرم باندې دَ دې ټولو غلطو کارونو نه اے الله خلقو کښې چې کوم موجود دی اے الله! مونږ وساتې ۔ اے الله! زمونږ زړونه صفا کړې اے الله دَ بدفالیٔ نه مو وساتې اے الله دَ هرې میاشتې برکات راته نصیب کړې یا خدایه پاکه دَ هر قسم پریشانیٔ نه مو وساتې دَ تکلیفونو نه مو وساتې ۔ اے الله دَ نیکانو خلقو سره مو کړې اے الله غلط رسمونه ختم کړې اے الله زمونږ صحیح ارادې کړے اے الله زمونږ دَ زړونو حفاظت وفرمائے زمونږ دَ سترګو حفاظت وفرمائے اے الله زمونږ پهٔ زړونو کښې چې کوم رزائل دی هغه لرې کړے اے الله ښهٔ ښهٔ صفات مونږ کښې پیدا کړے اؤ اے اللہ زمونږ پهٔ سترګو کښې حیا راولے اے الله زمونږ دَ وختونو حفاظت وفرمائے ۔ زمونږ دَ اولاد حفاظت وفرمائے زمونږ دَ وختونو ، زمونږ دَ ایمان ، دَ جان و مال حفاظت وفرمائے اؤ اے خدایه پاکه چې کوم بیماران دی هغوی ته شفاءِ کامله نصیب کړې یا الله چې کوم قرضداران دی دَ هغوی قرض ختم کړې اؤ کوم مشکلات کښې دی دَ هغوی مشکلات ختم کړې اؤ اے خدایه پاکه چې کوم ظلم کوی تهٔ دَ ظلم نه مونږ وساتې ټولو مسلمانانو سره الله تهٔ امداد وکړے خدایه پاکه دَ ټولو مسلمانانو تکلیفونه تهٔ ختم کړې اؤ دَ حضور پاکﷺ پهٔ طریقه مونږ روان کړے اؤ حضورپاکﷺ سره رښتونې مینه پیدا کړے دَ حضور پاکﷺ پهٔ معيت پاک کښې خپل دیار پاک راته نصیب کړے یا الله دَ حضور پاکﷺ پهٔ قدمونو مبارکو کښې پهٔ دواړو جهانو کښې راته ځائے راکړے یا الله چې تهٔ کله وفرمائے چې زهٔ تاسو نه راضی شوم اؤ بیا به کله هم نه ناراضه کېږم پهٔ هغې خوشبخته خلقو کښې الله مونږ هم راولې عملنامه راته پهٔ ښی لاس باندې نصیب کړې یا الله مونږ ته دَ حسنِ خاتمې دَ ښهٔ کېدو توفیق راکړې اؤ اے خدایه پاکه دَ قبر دَ عذاب نه دَ دوزخ دَ اور نه دَ پلِ صراط دَ سختیٔ اؤ یا الله دَ قیامت دَ سختیٔ نه مو وساتې اؤ یا الله پهٔ خپل فضل کرم باندې مونږ پهٔ دواړو جهانو کښې کامياب کړے
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ، وَ تُبْ عَلَیْنَا إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ۔اَللَّهُمَّ إِنَّا نَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ مَا سَأَلَكَ مِنْهُ نَبِيُّكَ مُحَمَّدٌ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، وَنَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا اسْتَعَاذَ مِنْهُ نَبِيُّكَ مُحَمَّدٌ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَأَنْتَ المُسْتَعَانُ، وَعَلَيْكَ البَلَاغُ، وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ الله علي العظيم سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا یَصِفُوْنَ وَسَلٰمٌ عَلَی الْمُرْسَلِیْنَ وَالْحَمْدُ لِلٰٓہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ