الحمدلله رب العالمین، والصلاۃ والسلام علی خاتم النبیین اما بعد،
فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم.
قَالَ رَبِّ إِنِّي لَا أَمْلِكُ إِلَّا نَفْسِي وَأَخِي ۖ فَافْرُقْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ. وقال علیه والصلاۃ والسلام: فَقَد ذَكَرَ بَعْضَ الْفِتَنِ فَقَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: تَكُونُوا أَحْلَاسُ بُيُوتِكُمْ. وقال علیه والصلاۃ والسلام: يُوشِكُ أَنْ يَكُونَ خَيْرَ مَالِ الْمُسْلِمِ غَنَمٌ يَتْبَعُ بِهَا شَعَفَ الْجِبَالِ وَمَوَاقِعَ الْقَطْرِ، يَفِرُّ بِدِينِهِ مِنَ الْفِتَنِ. وقال علیه الصلاة والسلام فمن الفتن: فَالْزَمْ جَمَاعَةَ الْمُسْلِمِينَ وَإِمَامَهُمْ. قِيلَ: فَإِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُمْ جَمَاعَةٌ وَلا إِمَامٌ؟ قَالَ: فَاعْتَزِلْ تِلْكَ الْفِرَقَ كُلَّهَا. وقال علیه الصلات والسلام: اَلْوَحْدَةُ خَيْرٌ مِنْ جَلِيسِ السُّوءِ، وَالْجَلِيسُ الصَّالِحُ خَيْرٌ مِنَ الْوَحْدَةِ. صدق الله العلی العظيم و صدق رسوله النبي الكريم.
عزت میاندو، خواياندو، مشرانو کشرانو. ما تاسو پهٔ مخکښې يو آيت کريمه او دوه حديث شريفه تلاوت کړل۔ پهٔ آيت کريمه کښې دَ حضرت موسیٰ عليه السلام دَ دعا ذکر دے۔ چې حضرت موسیٰ عليه السلام د الله پاک نه دا دعا اوغښته چې "اے زما ربه! بے شکه زما صرف خپل ځان اؤ خپل ورور تابع دے (زهٔ صرف پهٔ خپل ځان او پهٔ خپل ورور قادر يم). پس زمونږ پهٔ مينځ کښې، زمونږه او د فاسقانو دَ قوم پهٔ مينځ کښې فرق راولې." يعنې مونږ د هغوی نه جدا کړه. او حضور پاک صلی الله عليه وسلم يو ځل د فتنو ذکر وکړو، دَ بعضې فتنو نو صحابه کرامو ترېنه تپوس وکړو چې دې نه پس ستاسو پهٔ دې باره کښې زمونږ ته څهٔ حکم دے؟ نو حضور صلی الله عليه وسلم اوفرمائيل چې پس دَ خپلو کورونو ټاټونه شئ۔او حضور پاک صلی الله عليه وسلم اوفرمائيل چې عنقريب به داسې وخت راشي چې د انسان ښهٔ مال چې کوم دے هغه به بزې وي، چې هغه به د ځان سره ساتي او د هغې سره به پهٔ غرونو باندې او د باران پهٔ ځايونو باندې ګرځي، او تښتي به د فتنو نه دين خپل دين بچ کولو دپاره. او حضور پاک صلی الله عليه وسلم د فتنو پهٔ باره کښې اوفرمائيل، چې دغه وخت کښې دَ مسلمانانو د جماعت او دَ هغې دَ امير سره ځان يعني وتړئ. نو تپوس وشو چې کهٔ هغه وخت کښې کهٔ جماعت نهٔ وي او دَ هغې امام نهٔ وي؟ نو بيا حضور صلی الله عليه وسلم وفرمائيل چې بيا دَ ټولو نه ځان جدا وساتئ. حضور صلی الله عليه وسلم دا اوفرمائيل چې خلوت د خراب صحبت نه ښهٔ دے، او ښهٔ صحبت دَ خلوت نه ښهٔ دے.
د فتنو پهٔ دور کښې د خپل ځان حفاظت کول او د ايمان بچ کول دا ډېر زيات لازم دي. زمونږه دين دا فطري دين دے، پهٔ دې کښې د هر څهٔ خيال ساتلې شوې دے. پهٔ دې وجه باندې اګرچې لازم دے امر بالمعروف او نهي عن المنکر ليکن چې کله داسې وخت راشي چې خلق کله پهٔ خپل ځان څومره چې د هغې رائے وي پهٔ هغې باندې خلق ټينګ شي او حق خبره يعنې قبلول نهٔ غواړي، او پهٔ خپله خبره باندې کلک ولاړ وي چې هغه نهٔ قبلوي. پهٔ داسې صورت کښې فرمائي چې بيا امر بالمعروف او نهي عن المنکر معاف دے، او د خپل ځان د بچ کولو ضرورت ډېر زيات پېدا شي. پهٔ وړومبي حديث شريف کښې دا ذکر شوې دے چې د فتنو پهٔ دور کښې دَ خپل کور ټاټونه شئ. د سړو دپاره دا امر پهٔ هغه وخت کښې راځی چې کله دا فتنې ډېرې زياتې شي۔ دَ جمعې نمونځ دَ پرښودو هم اجازت وي، بيا خو د سړو دپاره هم دا حکم دے. تر څو پورې چې انسان ځان بهر بچ کولے شي او کوشش کولے شي دَ سړو دپاره دا اجازت فی الحال لا نهٔ وي۔ ليکن کهٔ دا حالت پيدا شي نو هغوي به هم بيا داسې کوي۔ ليکن د ښځو دپاره خو دا دور اوس هم د فتنو دے ځکه چې د ښځې بهر وتل دا ډېره لويه مسئلہ جوړوي. حضور صلی الله عليه وسلم پهٔ وخت کښې او دَ حضرت ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه پهٔ وخت کښې به ښځې هم جوماتونو ته تلې. طريقه به دا وه چې امام به اول وو، بيا به ورپسې سړي وو او بيا ورپسې هلکان واړهٔ وو، او ټولو اخيري صف کښې به ښځې وې پرده کښې. ليکن کله چې د حضرت عمر رضی الله تعالی عنه خلافت وخت راغلو، حضرت عمر رضی الله تعالی عنه د ښځو پهٔ تلو باندې پابندي اولګوله، او ښځې به بيا جومات ته نهٔ تلې. هغه وخت کښې ډيرې نيکانې ښځې وې، صحابيات وې، او يو برابر خلق وو. نو هغوي قبيله باندې(جرګه باندې) حضرت عائشه صديقه رضی الله تعالی عنها ته راغلې او هغې ته ئې دا شکايت اوکړو، چې ستاسو والد صاحب پهٔ وخت کښې او د حضور صلي الله عليه ولسم پهٔ وخت کښې به مونږ جوماتونو ته تلو، اوس عمر رضی الله تعالی عنه مونږ دَدې نه منع کړو.دَدې څهٔ جواز دے؟ اګرچې حضرت عائشه صديقه رضی الله تعالی عنها پهٔ خپله باندې هم ښځه وه، ليکن د حضور صلی الله عليه وسلم د ذات سره وه، او تقريباً نيم دين د هغې پهٔ ذريعه باندې مونږ ته رارسيدلې دے۔ هغې ورته دا اوفرمائيل چې کوم حالات نن سبا دي،کهٔ دا حالات دَ حضور صلی الله عليه وسلم او دَ ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه پهٔ وخت کښې وې نو هغوی به هم د ښځو پهٔ تلو باندې پابندي لګولې وه. اوس تاسو سوچ وکړئ چې د عمر رضی الله تعالی عنه وخت به څومره ښهٔ وخت وو، او دا نن سبا وخت څومره زيات خطرناک وخت دے ليکن دغه وخت هم بعضې خلق دا وائی چې نهٔ مونږ ته جوماتونو ته نمونځ ته تلل پکار دي،بعضې ښځې وائی اؤ بعضې سړي هم دَ هغوي دپاره دَدې انتظام کول بهتر ګڼي۔ ښځې دې هم نمونځ ته راځي۔حالانکه د عمر رضی الله تعالی عنه پهٔ دور کښې دوي دَ جومات نه منع کړے شوي دي او دَ دې اشاره حضور صلی الله عليه وسلم هم کړے وه. حضور صلی الله عليه وسلم فرمائيلي وو چې زما پهٔ جومات کښې دَ نمونځ نه زيات ثواب ښځې ته پهٔ خپل کور کښې ملاويږي، او دَ کور پهٔ انګړ کښې دَ نمونځ بهتر نمونځ پهٔ دالان کښې، او پهٔ دالان کښې چې نمونځ کوي د هغې نه بهتر نمونځ د هغې پهٔ کمره کښې دے، او دَ کمرے دَ نورو حصو نه زيات افضل هغه چې دَ کمرے پهٔ آخري ګوټ کښې دے. د دې مطلب دا وو چې د ښځې نمونځ چې کوم دے هغه هم دَ پردې اهتمام سره پکار دے، ځکه چې د فتنو نه خلق بچ شي۔ اوس تاسو سوچ وکړئ چې کله د جومات نه منع اوشوه، نو بيا د بازارونو تلل او نورو کارونو باندې ګرځيدل دَ دې به څهٔ حالت وی؟ افسوس خبره دا ده چې مونږ دَ نفس غلامان شوي يو، او نفس چې مونږ ته کومه خبره ښائی، نو مونږه پهٔ هغې باندې يعنې امنا وايو او دَ شريعت حکم مونږ نه پاتې شی.داسې نهٔ دي پکار۔ الله جل شانه زمونږ د هر حال نه خبر دے، زمونږه دګزشته زمانې نه هم خبر دے، د موجوده دور نه هم زمونږ خبر دے، او د دې نه پس چې کوم دور راځي د هغې نه هم خبر دے. چې کله خدائې تعالی پهٔ هر څهٔ باندې خبر دے اؤ هغې حکم راولی دَ خپل پېغمبر پهٔ خلهٔ باندې دَ هغې پهٔ باره کښې حکم يعنې مونږ ته را ورسی، اؤ بيا خلفاء راشدين دَ هغې نور هم زيات وضاحت وکړی، دَ دې نه مونږ ته پته دا لګېدل پکار دی چې دَ دې څومره زيات اهتمام پکار دے.
اکثر ښځې دَ دې دپاره بازار ته ځی چې پهٔ خپلو سړیو باندې ېٔ اعتماد نهٔ وی، دَ هغوی دا خیال وی چې زمونږ سړی ښهٔ سودا نهٔ شی کؤلے، اؤ دوی ډېر زيات پهٔ سودا کښې دَ دکاندار سره بحث کوی، اؤ کوشش کوی چې ټولو کښې ارزانه سودا واخلي۔اول خو دې خبرې ته کتل پکار دی چې دا دکانداران هم ډېر چالاکان دی، دَ دوی هم واسطه دَ سړیو سره وی اؤ دَ ښځو سره هم وی. دوی چې کله سړی ورته راشی نو دوی ورته جدا ریټ وائی، اؤ چې ښځې ورته راشی هغوی ته جدا ریټ وائی، ځکه چې دوی ته پته وی چې دا ښځې به پهٔ مونږ ضرور کمه وی ، نو نو دومره زیات ورته ووائی چې دا افغانیان دا شالونه چې خرڅوی ۔ هغه چل ورسره وکړی۔ یو ځل یو شالونو والا پهٔ مونږ پسې رامنډه کړې یو افغانې ماشوم وهٔ ۔ نو مونږ ورته وې دا پهٔ څو دے ۔ نو هغه وې شپږ زره۔ ظاهره خبره ده مونږ پهٔ چھ هزار باندې نهٔ اخستهٔ ۔ مونږ ورته وې چې مونږ نهٔ اخلو ۔ راپسې شو ۔ اخر خبره راتله ، راتله ، راتله راتله غالبًا دَ زرو روپو نه هم کمې ته خبره راغله۔ نو اتفاقًا چونکې زمونږه موډ هغه وخت کښې نهٔ جوړېدهٔ نو هغه پهٔ زر روپۍ شال هم ورنه وانهٔ خستو۔ خو دا خو صرف اندازه چې چرته شپږ زره روپۍ اؤ چرته زر روپۍ ۔ اندازه لګؤل پکار دی ۔ نو دَ هغې وجه دا ده چې چونکې دوی ته پته وی چې خلق به ېٔ پهٔ مونږ باندې کموی نو هغه حساب ورته ریټ ووائی۔لېکن فرض کړه سړی زیاتې پیسې ورکړې اؤ ښځې پهٔ ارزانه باندې واخستهٔ ۔ نو څومره فرق به راشی؟ هغه فرق تاسو یو طرف ته وکړیٔ اؤ بل طرف ته چې ښځې دې دپاره کوم څیز ضائع کړو یعنی خپل ستر اؤ خپله پرده اؤ دَ کور نه بهر ووته دَ فرښتو لعنتونه ېٔ پهٔ ځان باندې واچؤل ۔ اوس تاسو سوچ وکړیٔ دا څومره لوئے نقصان وکړو دَ هغې پهٔ مقابله کښې دَ هغې پیسو څهٔ حیثیت دے؟ انشاء الله کهٔ مونږ دَ شریعت پهٔ احکاماتو باندې عمل وکړو نو الله پاک به زمونږ پهٔ ټولو څیزونو کښې برکت واچوی۔ نن سبا مونږه ګورو چې خلقو سره پیسې څومره وی نو هغه هومره حساب سره کار ئې پرې نهٔ کیږی ۔ اؤ ډېر دَ بې برکتیٔ دور راغلو ۔ لېکن چې کوم نیکان خلق وی نو دَ هغوی پهٔ لاس کښې برکت وی ۔ اؤ الله جل شانهُ پهٔ لږو پیسو باندې هم ورله کار روان کړی ۔ برکت یو داسې شے دے چې دَ هغې انسان ته پته خو لګی چې شته دے لېکن دا ورته پته نهٔ لګی چې څنګه شته دے ۔ دَ دې اندازه ورته نهٔ شی کېدے ۔ دا الله تعالیٰ پټ ساتلې دے ۔ دې لحاظ سره مونږ ته پکار دی چې مونږ دَ الله تعالیٰ پهٔ حکمونو باندې عمل وکړو اؤ دَ الله تعالیٰ پهٔ خزانو کښې چې کومې دَ برکت خزانې دی نو دَ هغې نه به هم مونږ ته انشاء الله حصه ملاؤ شی۔
صحبت صالحين او صحبت سوء ، دَ دې مثال حضور اکرم صلی الله عليه وسلم پهٔ یو حديث شريف کښې ذکر کړے دے، چې دَ صحبت صالح مثال داسې دے، لکه دَ عطر فروش دکان، چې څوک دَ عطر فروش سره کښېنی نو کهٔ عطر وانهٔ خلی نو کم از کم خوشبوئی خو به ورته ورسی ، اؤ دَ هغهٔ زړهٔ خو به خوشحاله کړی، خوشبو به ورته راورسی . اؤ دَ خراب صحبت مثال داسې دے لکه دَ لوهار دکان، کهٔ اور ورته ونهٔ رسېدو نو کم از کم لوګے خو به ورته ورسی . پهٔ دې لحاظ سره صحبت صالح ځان ته يعنې معلومؤل دا ډېر زيات ضروری دی پهٔ هر دور کښې. دَ صحبتِ صالح ضرورت پهٔ هر دور کښې شته دے ۔ مولانا روم رحمت الله عليه فرمائی:
صحبت صالح ترا صالح کند،
صحبت طالح ترا طالح کند.
نيک صحبت به تا صالح کړی، نيک به دې کړی ۔ اؤ خراب صحبت به تا خراب کړی. دَ سړیو دپاره هم دا خبره صحیح ده ۔چې سړی خراب صحبت ته لاړل نو خراب به شی اؤ کهٔ ښهٔ صحبت ته لاړل نو ښهٔ به شی ۔لېکن دَ ښځو دپاره دا خبره ډېره زیاته ضرور ده ۔ دَ هغې وجه دا ده چې ښځې چې کومې دی دَ انفعالي طبيعت والا وی۔ دوی ډېر زيات اثر اخلی. دَ دې مثال دَ هغه څیز دے چې هغه زر زر ګرميږي اؤ زر يخيږي۔ کهٔ اور سره ېٔ بنده کیږدی نو دې به ډېر زر ګرم شی اؤ کهٔ دَ اور نه ېٔ لرې کړو ډير زر به یخ شی۔ اؤ دَ سړيو مثال داسې دے لکهٔ داسې څیز چې هغه ډېر ورو ورو ګرميږی، خو بيا يخیږی هم ډېر پهٔ ورو ورو باندې۔ سړی اثر ډېر ورو ورو اخلی، لېکن چې کله ېٔ واخلی نو بيا ډېر ورو ورو پرېږدی . لېکن ښځې اثر خو ژر واخلی، لېکن کهٔ بيا ورته خراب ماحول ملاؤ شو نو ډېر زر به خرابه شی، اؤ داسې خرابه شی چې بنده حیرانه شی چې دا هغه ښځه وه؟ دَ دې مطلب دا شو چې ښځو ته هر وخت کښې دَ صحبت صالح ډېر زيات ضرورت دے ۔ ډېر زيات ضرورت دے۔ هغې وجه دا ده چې دَدې پهٔ برکت باندې به دا مستقله ښهٔ وی. چونکې تر مرګه پورې خپل ايمان بچ کؤل اؤ خپله حياء اؤ عزت بچ کؤل اؤ خپل اعمال صحيح ساتل اؤ ځان دَ خرابو نه بچ کؤل دا ډېر زيات ضروری دی . لہذا دَ دې دپاره دَ ښهٔ صحبت ضرورت هر وخت کښې شته دے ۔ (جاري دے)