دَ معاملاتو صفائی
دا بيان دَ معاملاتو دَ صفائیٔ متعلق دے
- اسلام د فطرت دین دی او د عباداتو غوندې د معاملاتو د سمو طریقو زده کول هم د فرض عین برخه ده۔
- د نورو خلکو د حقونو غصبول په اخرت کې د انسان د ټولو نېکیو د بربادۍ او جهنم ته د تګ لامل ګرځي۔
- د اخیستلو، خرڅولو او پور په څېر ټولو معاملاتو کې بنسټیز اصل بشپړه صفایي او د هر ډول ابهام له منځه وړل دي۔
- د راتلونکو جګړو د مخنیوي لپاره پکار ده چې د معاملې شرایط او موده په روښانه توګه ولیکل شي او ګواهان پرې تېر شي۔
- په کورني کاروبار کې د شریکو اولادونو حیثیت او ونډه باید مخکې له مخکې واضحه شي ترڅو د میراث پر مهال شخړې رانشي۔
اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ، وَالصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ عَلَى خَاتَمِ النَّبِيِّينَ، أَمَّا بَعْدُ۔ أَعُوذُ بِاللّٰهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ، بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ۔ ﴿إِنَّ الدِّينَ عِندَ ٱللَّهِ ٱلْإِسْلَامُ﴾۔ صَدَقَ اللّٰهُ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ۔ عزتمنو مياندو، خوياندو، مشرانو، کشرانو، خوږو همزولو۔
سُبْحَانَ اللّٰهِ! مونږ چونکې مسلمانان یو۔ او مسلمان چې وي نو هغه په دې خبره کې محتاج نه دی چې هغه ته به څنګه يعنې طريقه معلومېږي د ژوند تېرولو، ځکه چې اسلام چې کوم دی دا دینِ فطرت دی. نو په دې کې د ژوند تېرولو څومره يعنې د الله پاک خوښې طريقې دي هغه ټولې ورته ښودل شوې دي۔ او د دې دپاره الله پاک دوه نظامونه جوړ کړي وو۔ یو نظام چې کوم دی هغه د پیغمبرانو دی چې پیغمبران راغلي دي۔ یو لک څلور ویشت زره کم و بیش۔ او بیا کتابونه راغلي دي، صحیفې راغلې دي، او په اخري کتاب قران کې ډېر تفصیلات د هدایت راغلي دي۔ او موږ په سورة فاتحه کې د الله پاک نه هره ورځ هدایت غواړو، ﴿ٱهْدِنَا ٱلصِّرَاطَ ٱلْمُسْتَقِيمَ صِرَاطَ ٱلَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ ٱلْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا ٱلضَّآلِّينَ﴾۔ نو د دې مطلب دا شو چې هدایت زموږ بنيادي ضرورت دی. او الله تعالی موږ د دې نه محروموي نه، لیکن پکار ده چې موږ دا هره ورځ غواړو۔ او الله پاک د دې دپاره پیغمبران رالېږلي دي، او کتابونه یې رالېږلي دي، نو پکار ده چې موږ د هغې نه استفاده وکړو۔ د پیغمبر طريقه په حدیث شریف کې موجوده ده۔ او د الله پاک خوښه چې کومه ده په قران پاک کې راغلې ده او د ژوند د تېرولو طريقه هم د الله پاک خوښه ده۔
او انسان چې کوم دی دا په ژوند کې دلته يوازې نه دی. نور څومره شیان چې کوم دي هغه مطلب دا دی چې يعنې د یو بل سره محتاج نه دي۔ دا یې خپل یو نظام وي۔ لیکن انسان چې کوم دی يوازې ژوند نشي تېرولی، دی په هر څه کې د بل محتاج دی. مثلاً چې دی وړوکی وي نو يقيناً د مور پلار محتاج وي۔ او چې مور پلار یې بوډاګان شي نو بیا د اولاد محتاج وي۔ ښځه د سړي محتاجه وي، سړی د ښځې محتاج دی. څومره خلک چې کوم دي هغوي په خپلو خپلو کارونو کې بوخت دي، لیکن هر يو د بل محتاج دی. مثلاً ترکاڼ دی، كه هغه ناجوړ شو نو ډاکټر ته به ځي، هغه د ډاکټر محتاج دی. او كه ډاکټر په کور کې څه د لرګي کار كوي نو دی به ترکاڼ ته اواز كوي۔ دغه شان چې کوم دی يعنې خلک د مزدور محتاج دي، او مزدور د پیسو محتاج دی. نو دغه شان د یو بل احتیاج چې کوم دی دا زموږ د ژوند د ښو طريقو سره تېرولو دپاره يوه لویه ذريعه ده۔
خو په دې کې خبره دا ده چې كه فرض كړه موږ اصول صحیح ونه منو، مطلب دا دی چې اصول موږ ته معلوم نه کړو، نو بیا چې کوم دی دا زموږ دپاره ډېره مشکله وي۔ ځكه چې كه موږ ته طريقه نه وي معلومه چې یو مزدور به څنګه کار كوي، د هغه حق به څنګه ورکول شي۔ او مزدور به څنګه خپل حق غواړي، او مطلب چې کوم د دنه کار اخلي هغه به ته څومره وركوي، دا ټولې خبرې چې کومې دي دا معاملات دي۔ يعنې مثلاً يو کس دی هغه بازار کې سودا اخلي، نو دا معامله ده۔ دوکاندار خرڅولو والا دی او دی د اخستو والا دی. لهذا ده ته د اخستو معاملات معلومول پکار دي او دوکاندار ته د خرڅولو معاملات معلومول پکار دي۔ دغه شان چې کوم دی نو مطلب دا دی چې زموږ څومره کارونه چې کوم دي په یو بل باندې منحصر دي۔ نو موږ ته پکار دي چې موږ دا ټول هر څه زده کړو۔ او دا زموږ د فرض عین علم حصه ده۔ ځكه چې څنګه چې موږ ته د لمونځ په باره کې معلومات پکار دي چې لمونځ به موږ په صحیح طريقه باندې کوو، حضور صلی الله علیه وسلم فرمايلي: "صَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي"۔ نو دغه شان چې کوم دی موږ به معاملات هم بالکل د حضور صلی الله علیه وسلم د ارشاداتو مطابق کوو۔ څنګه چې هغوي فرمايلي دي۔ نو هغه شان به کوو، او هله به چې کوم دی زموږ مطلب دا ژوند صحیح وي ځكه چې دا عبادات او معاملات چې کوم دي دا په دې کې یو بل سره تړلي دي۔
لكه څنګه مثال په طور عبادات څوک كوي نو هغه ته په هغې باندې نېكيانې ملاوېږي۔ او د نېکیانو د په عملنامه کې جمع كېږي۔ لیکن كه داسې کار وكړي چې د چا حق ووهي، نو دا هم د ده په عملنامه کې ولیکل شي۔ چې كله اخرت کې اعمال تلل شي، نو چې کومې نېکۍ دي هغه به د نېکیو په تله کې راشي، او چې کومې بدۍ دي هغه به د بدیو په تله کې راشي۔ نو حضور صلی الله علیه وسلم یو ځل وفرمایل صحابه کرامو نه یې تپوس وکړو، چې مفلس څه ته وايي؟ نو هغوي ورته هم هغه عام ځواب ورکړو چې مفلس هغه کس ته وايي چې چا سره پیسې کمې وي۔ حضور صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې اصل مفلس هغه دی چې د غرونو برابر نېکۍ راوړې وي، او په ده باندې د خلکو حقونه وي، څوک یې وهلي وي، څوک یې رټلي وي، څوک یې د چا حق غصب کړی وي، چا سره یې دوكه کړې وي، چا پسې یې غیبت د چا یې غیبت کړی وي، دا ټول خلک به راشي او د ده نه به خپل خپل حق غواړي۔ الله جل شانه به دا فيصله وكړي چې د ده چې کومې نېکۍ دي هغه دې خلکو ته د هغوي د حقونو مطابق ورکړل شي۔ هغه به ورته ورکول شروع شي، تر دې پورې چې د ده ټولې نېکۍ به ختمې شي او د خلکو حقونه به لا نه ختمېږي۔ نو بیا به د خلکو هغه ګناهونه راواخستلی شي او د ده په تله کې به واچول شي۔ نو دی به هغه خپله تله چې کومه د نېکیو ده هغه به ټوله خالي شي، او د بدیو هغه تله کې چې خپلې کومې بدۍ دي هغې سره به دا نورې بدۍ هم شاملې شي۔ نو ده به راوړې وي د غرونو برابر نېکۍ لیکن د نورو خلکو د بدیو په وجه باندې به دی جهنم ته لاړ شي، نو دا څومره خطرناكه خبره ده۔
نو په دې وجه باندې دلته کې چې کوم دی نو صفايي پکار ده۔ صفايي څه ته وايي؟ صفايي دې ته وايي چې مثال په طور باندې يوه معامله کوې نو د هغې چې کوم شرائط دي هغه پوره كړه او بیا په هغې شرائطو باندې پوره عمل كوه۔ نو دا مطلب دا شو چې صحیح خبره ده۔ لكه سودا اخلې د هغې خپل طريقه کار دی. لكه ته ورته هغه ورته یو قیمت ووايې او تا منظور کړو، او تا هغه وخت کې چې کوم دی هغه واخیست۔ نو هغه وخت دپاره خو هغه بالکل صحیح دی. لیکن هغه درته قیمت وویلو ته کور ته لاړې، او دوه ورځې پس راغلې چې دا ما ته په هغې باندې راكړه نو بیا خبره ټیک نه ده بیا به هغه ځای په خپل وخت کې بل قیمت هغه چې کوم درته وايي په هغې باندې به فيصله كېږي۔ نو د دې مطلب دا شو چې يعنې د هر شي معامله بالکل صحیح پکار ده۔ په هغې کې څه خرابي راغله نو ته ورته واپس کولې شې نو څنګه به یې واپس کوې د هغې خپل اصول دي۔ قرض دې واخیستو دا باقاعده لیکل پکار دي۔ په دې باندې ګواهان تېرول پکار دي، د هغوي دستخطونه پکار دي چې كله وروسته څه مسئله راغله چې د هغې حل راوځي۔ ځكه چې ورباندې ګواهان هم وي نو بیا به ما شاء الله څه مسئله نه وي۔
دغه شان یو کس دی هغه چېرته کې ګاډي کې روان دی ټكسي یې راوخستو او ورته یې وې چې فلانکې ځای ته ځم، څومره پیسې دي، راکېنوه او څومره غواړې۔ هغه ورته وې چې دومره پیسې دي راکې دغه وخت کې دی كله ټكسي کې کېناستو نو دا جائز نه دي دا سودا نه ده شوې۔ دی به ورسره صفايي كوي چې څومره پیسې، هغه به ورته پیسې وايي۔ اکثر خلک په دې کې دا غلطي وكړي چې هغه ورته ووايي چې یاره چې څومره دې خوښه ده بس هغه راكړه۔ نو كه دی ورسره کېناستو لاړو او ده ورته بیا سل روپۍ ورکولې هغه وې چې نه دوه سوه روپۍ كېږي نو تا هغه ورته وې چې تا خو وې چې ما ته څومره روپۍ دې منلې راكړه نو هغه راكړه۔ نو وې ما خو ته شریف سړی ګڼلې ګڼه كنه۔ نو بس جګړه شروع شوه۔ نو د دې مطلب دا شو چې كه هغه ځای کې صفايي شوې وه نو بیا څه مسئله نه وه۔ لیکن چونکې صفايي نه ده شوې، لهذا خبره ګنجړخه وي په دې وجه باندې جګړې جوړېږي۔ نو په معاملاتو کې چې کوم دی بنيادي خبره دا ده چې يعنې هغې کې ابهام نه وي په هغې کې څه confusion نه وي بالکل واضحه خبره وي۔ هان جي، ﴿قُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا﴾۔
هان جي، دغه شان نکاح په معامله کې بالکل واضحه، هغه نکاح په باره کې دا راځي كنه چې څومره ګڼو کسانو کې نکاح وتړل شي نو دا دومره ښه ده۔ هغه وجه دا ده چې ګڼ ګواهان پرې تېر شي۔ او څومره مهر چې وي هغه مهر ولیکل شي۔ او هغه ګواهان ورباندې موجود وي۔ نو كه فرض كړه څه مسئله راغله نو هغه مسئله بیا حل کېدی شي ځكه چې ورباندې ليکلي وي۔ او دا په خپله باندې نکاح چې کومه ده دا يوه معامله ده۔ نو دا د ګواهانو په مخکې هغه د نکاح والا الفاظ هم ویل پکار وي، ايجاب و قبول چې ورته وايي، كه هغه د ګواهانو په مخکې ونشول نو دا نکاح نه ده شوې۔ آ، يعنې د دې مطلب دا دی چې دا د ګواهانو تېرول پکار دي او مهر مقررول پکار دي۔
د دې خپل قوانین دي، نو په دې قوانینو باندې چې کوم دی، نو مطلب دا دی چې پوره عمل کول۔ د دې معاملاتو کې بددیانتي او خیانت ډېر زیات كېږي۔ او نن سبا وخت کې خو دا يو فن جوړ شوی دی. خلک په دې باندې فخر كوي۔ هان جي، او ډېر خلک چې کوم دي دا هوښمندي او عقلمندي ګڼي۔ لیکن کوم کسان چې د شریعت پابند وي، لمونځ روژه كوي، او اسلامي وضع یې اختیار کړې وي، نو بیا خلک کوشش كوي چې مونږ ځان د دې نه بچ کړو۔ لیکن دا دويمه خبره چې کومه ده چې په دې کې ابهام نه وي او صفايي وضاحت پکې مطلب دا دی پکار دی. نو داسې څیزونو کې خلک مسئله شته ده چې په دې کې دا طبقه هم ګرفتار وي۔ ځكه چې دوي هم داسې خبره كوي چې يعنې په داسې انداز کې يو څیز دوه، دا کېدای شي۔ يعنې تاویلونه کېدای شي۔ يو کس وایي چې دا د دې، ما خو دا ویلو، بل وایي چې ما دا ویلو۔ دا خبره ټیک نه ده، ابهام نه دی پکار بالکل صفا، واضحه پکار ده۔ او بل دا دی چې خرید و فروخت چې کوم دی دا باقاعده، يعنې پوره چې کوم دی مطلب دا دی لیکلو، يعنې قرض وغېره وي، هغه لیکل پکار دي۔ ځكه چې د دې لحاظ سره چې کوم دی، بیا وروسته چې جګړه راشي، د جګړې فيصله به څوک كوي؟
د خرید و فروخت په معامله کې يو صورت دا دی چې قیمت یې نقد ادا کړی شي۔ او کوم څیز چې هغه واخلي، هغه يعنې مطلب دا دی ادھار كېږي۔ دې ته شریعت کې، شریعت په اصطلاح کې بیع سلم وایي۔ رسول کریم صلی الله علیه وسلم چې كله مدینې منورې ته تشریف راوړو۔ نو هغه ځای کې داسې خرید و فروخت بالکل رواج او عام و۔ نو حضور صلی الله علیه وسلم د دې اجازت ورکړو۔ لیکن ویې فرمایل چې پيمانه متعین کېدل پکار دي، وزن متعین کېدل پکار دی، مدت متعین کېدل پکار دي۔ "مَنْ أَسْلَفَ فِي شَيْءٍ فَفِي كَيْلٍ مَعْلُومٍ، وَوَزْنٍ مَعْلُومٍ، إِلَى أَجَلٍ مَعْلُومٍ"، بخاري شریف حدیث شریف دی. نو فقهاء کرامو د دې لړۍ کې ډېر تفصیلات بیان كړي دي۔ چې د دې شریعت منشا چې کومه ده، هغه د دې جګړې سد باب دی چې چېرته جګړه پکې را نه شي۔ لهذا د دې څیزونو متعین کول واضح کول ضروري دي، چې د څه په باره کې اندېښنه اختلافات پیدا کېدای شي۔ چې کوم شی چې کوم دی هغه، يعنې په قرض باندې پکار دی، هغه متعین وي، مثلاً وریجې، غنم او داسې قسم کوم څیزونه چې متعین دي لكه غوړي، چاول، او کوالټي او کیفیت کې دې کې ابهام نه دی پکار۔ چې اعلیٰ درجه ورته بیان كړي او بیا ورته درميانه درجه وركړي، او د سامان د ډيليوري وخت مقرر وي، نو دغه شان چې کوم دی، په دې ټولو څیزونو کې احتیاط پکار دی، چې څه یې ویلي وي، هغه شان چې کوم دی، اکثر زمونږ د ملکونو مسئله چې جوړه شي چې دوي سیمپل يو ښایي۔ او چې بیا هغه منظوري راشي نو بیا سامان بل ښایي۔ نو د دې وجې باندې هغوي بیا اعتبار نه كوي او بیا دوي نه څیزونه نه اخلي۔
حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه د قرض په ټولو صورتونو کې اصولي خبره فرمایلې ده چې د ادایګۍ موده دې واضحه او متعينه وي۔ کوم کس چې دا ووایي چې، مطلب دا دی چې كله زه دا پټی کټ کړم، يعنې مطلب دا دی د دې نه فصل واخلم، یا ما ته فلانی کس دا پیسې راكړي، تر هغې پورې ما ته قرض راكړه۔ نو د دې اعتبار نشته۔ بلکې د پخپله مدت او ادايګي پخپله باندې بغیر د ابهام نه مقررول پکار دي۔ نو په دې کې دا کار دی چې د دې اعتبار نشته بلکې د مودې او د ادایګۍ وخت چې کوم دی، بغیر د ابهام نه مقررول پکار دي۔
نن سبا دار الافتاء، دار القضاء او محكمه شرعيه چې کوم وغېره کې چې کوم معاملات نن سبا راځي۔ په کې چې په کوم خپلو جګړه په خپلو کې كېږي۔ د هغې بنيادي وجه چې کومه ده، د معاملاتو واضح نه کېدل وي۔ نو په دې کې څه مناسب مطلب دا دی د بعض صورتونو ذکر مناسب دی.
بعض اوقات۔ پلار يو کاروبار شروع كړي۔ هغه وخت کې ماشومان، بچي ماشومان وي۔ چې څنګه ماشومان لويېږي، نو دوي کې پلار چې کوم دی خپل ماشومان چې کوم دي په کار کې ځان سره لګوي۔ او بعض ماشومان هغه چې لوی شي نو هغوي په نورو ملکونو ته لاړ شي او هلته ملازمتونه شروع كړي۔ او داسې هم وي چې لوی هلكان خو په کاروبار کې شامل شي چې تجارت ته فروغ حاصل شي او دې وجه باندې هغوي تعلیم حاصل نکړی شي۔ لیکن واړه وروڼه هغوي تعلیم حاصل كړي او په اعلیٰ ملازمتونو باندې فائز شي۔ چې كله والد صاحب انتقال وشي، د دې نه پس د تركو د تقسیم مسئله راشي۔ نو کوم ورور چې په کاروبار کې تعاون کړی وو هغه وايي چې هغه ته دې د محنت معاوضه ملاو شي۔ او د نورو وروڼو مطالبه دا وي چې تركه دې برابر برابر تقسیم کړی شي۔ نو بعضې وخت کې د وروڼو په منځ کې، مطلب دا دی چې بظاهر ناانصافي وي چې چا د کاروبار د فروغ لپاره خپل ملازمت پرېښی دی یا خپل تعلیم قربان کړی دی، نو بعضې وخت کې د دې برعکس صورتحال هم راځي چې کوم کس په کاروبار کې شریک دی هغه په پوره کاروبار باندې قابض شي او نور ټول وروڼه خویندې د هغې نه وباسي۔
په دې وجه باندې كه دا والدین دا بچي په کاروبار کې كله شريكوي او د دې وضاحت وكړي، چې ستاسو حیثیت لكه د partner په شان دی، او مطلب په دې کې به تاسو د دې دومره حصې مالکان یئ۔ یا به ستاسو حیثیت لكه د ملازم په شان وي او مياشتانه به تاسو ته د دې دومره تنخوا ملاوېږي۔ یا به تاسو زما معاون او مددګار یئ، او تاسو ته به جدا د دې نه حصه نه ملاوېږي۔ نو بیا به په دې کې اختلاف نه راځي۔ تاسو په دې خبره باندې پوه شئ، زه تاسو ته يوه خبره کوم۔ په دې کې دا خبره وګورئ ډېره واضحه او شوه، اکثر دا خبره كېږي، چې مثلاً يو کس دی، هغه کاروبار دی او دوکانونه دي، هغه چلېږي، او څلور وروڼه یې دي، څلور زامن یې دي۔ په دې کې دا دوه چې را لوی شول نو دې ځان سره په کاروبار کې شامل کړل۔ هغه کاروبار کې شامل شول او هغوي چې کوم دی سبق ونه ویلو، او مطلب دا دی چې بس کاروبار یې جاري وساتلو۔ نو کاروبار د هغوي په وجه باندې جاري وو۔ هغه ماشومان چې کوم وو د هغې نه پس د دوي چې کوم دی تعلیم وکړو، او په اوچتو عهدو باندې شول، او د هغوي خپل ما شاء الله کار شروع شو۔ چې كله والد صاحب وفات شو، نو دا دوه کسان چې کوم دي دوي وايي چې دا کاروبار چونکې زمونږ په ذريعه باندې چلېدلی دی نو په دې کې زمونږ حصه زیاته ده۔ او کوم وروستو چې ورپسې ماشومان راځي، هغوي وايي نه دا زمونږ د پلار مال دی، تركه ده، او په دې کې مونږ برابر شریک یو۔ د دې فيصله ډېره ګرانه شي، دا د میراث مسئله نه ده دا د معاملات مسئله ده۔ نو دې صورت کې د دې فيصله هغه وخت کې نشي کېدی۔
د دې فیصلې دپاره پکار وه چې دې پلار چې کوم دی كله دا ماشومان په دې کې داخلول نو چې دوي په دوه درې طريقو باندې مطمئن كړي وو۔ يوه طريقه دا وه چې دوي ته یې باقاعده حصه ورکړې وه چې دومره حصې مالکان تاسو یئ۔ لكه ۱۲ فيصده دې او ۱۳ فيصده دې او ۱۵ فيصده دې دا په دې باندې، دا هم کېدی شي۔ او دويمه طريقه دا وه چې ملازم دې شي، دا کس ملازم دی، دی به تنخوا اخلي۔ نو هغه تنخوا چې کومه ده چې اخلي نو بس هغه د هغه حق شو، بیا یې په نور دغه کاروبار کې حصه نشته، بیا تركه ده۔ او یا طريقه دا ده چې هغه ورته وايي چې بس تاسو زما معاونین یئ، نو صحیح باقاعده حصه مو نشته، نو بیا د ټولو دپاره تركه شوه۔ نو د دې مطلب دا شو چې دا ټولې خبرې چې کومې دي دا بالکل واضحه وې، طۍ کول پکار وو، د دې نه بغیر دا کار نشي کېدی۔
نو دغسې نور، مطلب كارونه هم دي، تفصیلات دي، په دې تفصیلاتو باندې مونږ رو رو خبرې کوو۔ لیکن بنيادي خبره دا ده چې په معاملاتو کې صفايي پکار ده۔ ابهام نه بچ کېدل پکار دي، بددیانتۍ نه احتراز پکار دی، او هر چیز بالکل صفا صفا پکار دی، نو بیا جګړه نه راځي۔ او كنه، په دې خبرو باندې عمل ونه شي، نو بیا په دې کې داسې ډېرې خطرناكې جګړې راځي، مړي په کې وشي، ټول کاروبارونه ختم شي۔ اوس زمونږ د زیارت کاکا صاحب کې مونږ به چې راتللو نو مونږ به مالټې راوړې۔ هغه ښکلې مالټې به چې د کوم باغ کې وې هغه به چې کوم راوړې، نو باغ چې اخر وخت راغلو، نو هغه مې کتل چې هغه مالټې هډو چا يعنې شکولې نه وې په دغه شان پرتې وې۔ نو مونږ تپوس وکړو چې ولې، دا باغ بند دی؟ نو ویل یې چې د دوي په منځ کې په خپلو کې جګړه راغله او مړي په کې وشول او څه په کې قید دي او څه چې کوم مطلب دی څه چې کوم جیل کې دي او څه داسې مړه شول۔ ما ویل وګوره شیطان په کې کار وکړو او دا معامله ټوله خرابه شوه۔ نو دا كيسې په کې بیا راځي، نو مونږ ته د دې څیزونو نه ځان بچ کول پکار دي۔ الله جل شانه دې مونږ ته صحیح سوچ او صحیح فکر نصیب كړي۔ وَآخِرُ دَعْوَانَا أَنِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ۔ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ، وَتُبْ عَلَيْنَا إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ، سُبْحَانَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ، وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ، وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ، بِرَحْمَتِكَ يَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِينَ۔