مقدمہ

مقدمه

خدا در انتظار ِحمدِ ما نیست

محمدﷺ چشم بر راہ ِثنا نیست

خدا مدح آفرین مصطفٰے بس

محمدﷺ حامدِ احمدِ خدا بس

مناجاتے اگر باید بیان کرد

بہ پیتے ہم قناعت میتواں کرد

محمدﷺ تو میخوا ہم خدا را

خدایا از تو عشق ِمصطفٰے را

وگر لب وا مکن مظہر فضو لیست

سخن از حاجت افزوں تر فضو لیست

پس دَ دې عاجز بنده محمود ځوئے دَ ذولفقار علی چې استوګے دَ دیوبند دَ ضلع سهارنپور دے ۔ الله مې دې ېٔ سره دَ مور و پلاره وبخښی دا عرض کوی چې ځنو محترمو اؤ مکرمو خلقو بنده ته خواست وکړلو چې دَ قرآن شریف یوه داسې روانه اؤ اسانه اؤ دَ مطلب نه ډکه ترجمه پهٔ اردو ژبه کښې پکار ده چې دَ موجوده دور دَ خلقو دپاره ېٔ لستل اسان شی چې دې خلقو ته ترې فائده ورسی اؤ دَ هغې نقصان دَ بچ کېدو څهٔ لاره پیدا شی چې کومې دَ ځنو دَ ازادو ذهنونو دَ لفظونو اؤ معنوی ترجمو پهٔ وجه لګیا دی پهٔ خلقو کښې خوریږی ۔ دَ دې درخواست پهٔ ځواب کښې دې بنده هغو محترمو ته دَ خپلې کم علمیٔ عذر پیش کړو اؤ دا عرض مې هم وکړلو چې اول خو دَ مقدسو مشرانو عالمانو دَ فارسۍ اؤ اردو زیاتې ترجمې موجودې دی اؤ دَ دې نه علاوه دَ نننی دور دَ ډېرو دیندارو عالمانو ډېرې ترجمې پرله پسې شائع شوی دی ۔ دغه ترجمو کښې دا قوت شته چې خلق دَ هغې نقصان نه بچ وساتی چې تاسو ېٔ ذکر کویٔ ۔ دَ دې بنده پهٔ احبابو کښې دَ میرټھ دَ استوګی مولوی عاشق الٰهی صاحب (الله دې ېٔ سلامت لری) ترجمه کړې ده اؤ دَ دې نه مولانا اشرف علی صاحب (الله دې ېٔ سلامت لری) هم ترجمه وکړه اؤ دې عاجز بنده دا دواړه ترجمې ډېرې پهٔ تفصیل سره لستی دی اؤ دواړه دَ هغې خرابیو اؤ غلطیو نه پاکې اؤ صفا دی اؤ ډېرې ښی ترجمې دی ۔ بیا دَ کومې نوې ترجمې پهٔ اردو کښې حاجت څهٔ دے؟ بغیر دَ دې نه چې دَ قرآن دَ ترجمه کؤنکیو پهٔ نومونو کښې یو بل نوم زیات شی ۔ ما ته خو دَ دې نه زیاته څهٔ نوره نفع پهٔ نظر نهٔ راځی ۔ خو هغه مکرمین احباب پهٔ دې خبره هم مطمئن نهٔ شول اؤ پهٔ خپله خبره کلک ولاړ وو نو چې ډېر مجبور شوم نو ورته مې کړهٔ چې تر اوسه ما ته داسې نفع پهٔ نظر نهٔ ده راغلے چې دَ هغې پهٔ وجه زهٔ دَ نوې ترجمې جرأت اؤ همت وکړم ۔ خو احباب مکرمین بیا هم پهٔ خپله خبره کلک ولاړ وو ۔ اخر مې دَ مجبوریٔ نه ورته دا خبره وکړه چې دا عاجز بنده به یو ځل بیا زړې اؤ نوې ترجمې ولولی دَ هغې نه پس کهٔ څهٔ فائده ورته پهٔ نظر راغله نو دَ هغې موافق ستاسو دَ قدرمنو احبابو دَ رائے سره به خپله رائے هم شامله کړی ۔ ګنی معذرت به تاسو نه وغواړی ۔

دَ دې نه پس چې مې دَ حضرت مولانا شاه ولی اللهؒ اؤ دَ مولانا شاه رفیع الدینؒ اؤ دَ مولانا شاه عبدالقادر قدس الله تعالیٰ اسرارهم ترجمې ډېرې پهٔ ژور نظر ولستلې نو دا حقیقت خو راته بغیر دَ څهٔ شکه پهٔ ډاګه شهٔ چې کهٔ دې مقدسو اکابرو دَ قرآن کریم دا ضروری خدمت نهٔ وې کړے نو دَ ډېر شدت پهٔ وخت کښې دَ دې ترجمه ډېره مشکله وه ۔ عالمونو دپاره به دَ صحیح اؤ دَ اعلیٰ ترجمې دپاره دَ ډېرو ترجمو دَ مطالعې ضرورت وهٔ اؤ ډېر فکر اؤ تجسس به ورته پېښیدو اؤ دَ دې تکلیفونو سره هم شاید چې داسې ترجمه کؤل به ورته ګران وو لکه چې اوس ېٔ څنګه پهٔ اسانه سر ته رسؤل ۔ بیا هم دَ الله څوک داسې بنده به وهٔ چې دَ علم دَ کمال و تدوین سره به ېٔ دا مشقت پهٔ سر اخستې اؤ بې دَ شک اؤ شبهې سر ته رسؤلو ته به سم شوے وهٔ ۔ حضرت شاه ولی الله رحمته الله علیه ته وګوریٔ چې دا بې ساری علمی اؤ عملی کمالات چې هغوی پهٔ خپل ځان باندې دَ سبحانهٔ تعالیٰ حق اؤ دَ هغهٔ انعامات ېٔ پهٔ بې شماره رسالو کښې بیان کړی اؤ محفوظ کړی دی ۔ پهٔ دغې لوړ شان انعامونو کښې دَ فتح الرحمٰن نومې ترجمه هم شامله ده اؤ دې عاجز دَ خپلو بعضو مرحومو بزرګانو نه اورېدلی دی چې مولانا شاه عبدالقادر رحمته الله علیه چې کله موضح القرآن سر ته ورسؤلو نو دَ فارسۍ یو شعر به ېٔ دَ لږې معمولی تبدیلیٔ سره داسې لستلو ۔

روز قیامت ہر کسے باخویش دارد نامہ

من نیز حاضر می شوم تفسیر قرآن در بغل

دَ دې نه دَ دې مرحومینو دَ کمال اؤ علم تدّین معلومات خو خامخا کیږی خو هم دغه شان ترې نه دَ قرآن شریف دَ ترجمو عظمت اؤ ضرورت هم ښکاره کیږی ۔

اخری صحیح خبره دا شوه چې کهٔ چرې دې مرحومینو اکابرو کهٔ چرې زمونږ دَ ضرورتونو اؤ دَ فائدو دَ احساس سره سم دَ اګاهو نه دا انتظام نهٔ وې کړے نو زمونږ لاسو ته به دَ نن سبا دَ جدیدو سهولتونو سره سره هم داسې ښې ترجمې نه وې را رسېدلې اؤ اوس دا څهٔ عجیبه نهٔ ده چې پهٔ خپله پهٔ هندوستان کښې ډېرې ژبې اؤ پهٔ نورو ملکونو کښې دَ مسلمانانو لوی لوی قومونه دَ دې عزت اؤ نعمت نه خالی دی یا دَ خالی قومونو پهٔ شان ښکاری ۔ مونږه به دغسې بدقسمتیٔ سره خامخا وو ۔ فجزاہم اللہ عنّا و عن جمیع المسلمین احسن الجزاء و افضل الجزاء والحمدللہ ۔

دې سره مې دا خبره هم پهٔ زړهٔ ولیکلې شوه چې کهٔ تحت الفظ ترجمه ډېرې خوبیٔ لری خو دَ ترجمې اصلی فائدې اؤ غرض دے نو هغه دا چې هندوستانیانو دپاره پهٔ قرآن شریف پوهېدل اسان شی ۔ دا غرض چې څومره دَ محاورې سره ترجمې نه سر ته رسی دَ تحت الفظی ترجمې نه هېڅ کله ممکن نهٔ دے ۔ نو ځکه شاه عبدالقادر رحمته الله چې دَ بامحاوره ترجمې بانی اؤ امام دے هغوی دَ بامحاوره ترجمې اختیارؤلو وجه هم دغه بیان کړے ده اؤ هم دغه وجه ده چې دَ دې ممدوحینو اسلافو نه پس هغه زمانه کښې چې چا هم پهٔ دې میدان کښې قدم یٔښې دے نو هغهٔ دَ شاه صاحب ممدوح پیروی کړے اؤ دَ بامحاوره ترجمې انداز ېٔ اختیار کړے دے ۔ پهٔ دې باندې راته دَ چا یو شعر رایادیږی ۔

ہر مرغ کے پر زد بہ تمنا ئے اسیری

اول بشگون کرد طوافِ قفسِ ما

اؤ دا امر هم ښهٔ معلوم شهٔ چې لکه څنګه دَ شاه رفیع الدین رحمة الله کمال دا دے چې تحت الفظی ترجمه ېٔ کړے خو تر څهٔ حده پورې ېٔ سهولت اؤ مطلب خیزی هم له لاسه نهٔ دی اخوا کړی ۔ هم دغه شان دَ حضرت مولانا عبدالقادر رحمة الله علیه کمال دا دے چې بامحاوره ترجمه ېٔ پوره پابندیٔ سره کړے اؤ بیا هم دَ لیک شان اؤ دَ قرآنی کلماتو ترتیب اؤ کلمو لغوی معنې ېٔ تر دې حده برقرار ساتلی دی چې دَ هغې پهٔ حقله دَ ډېر څهٔ وئیلو نه ویرېږم ۔ خو ولې دومره ضرور وایم چې زمونږ غندې خلقو دَ وس کار نهٔ دے ۔ کهٔ چرې مونږ دَ هغوی دَ کلام پهٔ خوبیو اؤ دَ هغوی دَ اغراضو اؤ اشارو چې هغوی ساده ساده اؤ محتصرو الفاظو کښې کړی دی ، ځانونه پرې پوهه کړو نو زمونږ دپاره به دَ فخر خبره وی ۔

دَ دې نه پس زمونږ دپاره دا خبره ضروری شوله چې دا وګورو چې خاص طور سره دَ حضرت شاه عبدالقادر رحمة الله هغه ترجمه چې دَ محاورې پهٔ نظر کښې دَ ساتلو سره شوے ده اؤ دَ ”موضح القرآن“ پهٔ نوم موسومه ده ، وګورو اؤ هغه حقائق ولټوؤ چې دَ جناب حضرت شاه صاحبؒ دَ ترجمې چې پهٔ خپل نوعیت اوله اؤ افضله ده اؤ دې حقیقت ته دَ هغې ټولو اهلِ علمو اؤ فهم لرونکیو ، انصاف لرونکیو اؤ چې دَ چا دیانت مسلم دے دَ ټولو رایٔ دَ دې ترجمې پهٔ حق کښې ده ۔ داسې کوم کوم اوامر دی چې دَ دې ترجمې پهٔ موجودګیٔ کښې مونږه ته دَ یوې بلې ترجمې ضرورت هم راپیښ دے ۔ بیا دا هم کتل پکار دی چې کومې ترجمې جدید دور کښې شوی دی هغوی زمونږ دَ نوې ترجمې ضرورت پوره کړے دے یا لا تر اوسه نیمګړې دے چې مونږ دَ نوې ترجمې دَ کؤلو سره هغه نیمګړتیا پوره کؤل غواړو ۔

نو اول امر خو دا چې تر کومې مو ملاحظه وکړه اؤ نورو خلقو هم زما تائید وکړو دوه خبرې داسې راښکاره شوې چې دَ هغې پهٔ وجه اکثر حضرات دَ دغې ترجمې نه فائده نهٔ شی اخستے ۔ اوله دا چې هغه کلمې یا محاورې چې دَ زمانې دَ تېریدو سره یا خو بالکل متروکې شوی یا متروک کېدلو ته نژدے دی ۔ دویمه دا چې هر کله حضرت شاه صاحب مرحوم دَ قرآنی کلمو دَ موافقت اؤ مطابقت خیال ډېر ساتی اؤ دَ ترجمې دَ شرطونو ډېره پابندی کوی ۔ نو ځکه پهٔ بعضو مواقعو دَ اختصار پهٔ وجه دَ نن سبا دَ سهولت سره دَ بلدو خلقو اؤ دَ اسانتیا غښتونکیو طبعو دپاره دَ دغې ترجمې نه دَ فائدې اخستل څهٔ خو مشکل کار شوے دے ۔ دویم امر دا چې هر چا ته معلومه ده چې پهٔ دې دور کښې دَ اردو دَ محاورې سره سمې ډېرې ترجمې شائع شوی دی اؤ پهٔ دې کښې ځنې ترجمې خو پهٔ یقین سره وایم چې دَ ډېرو معتبرو علماؤ اؤ دَ اهلِ علم اؤ دیانت لرونکیو صاحبانو خاص دَ الله دپاره دَ کوششونو سره لیکلی شوی دی ۔ پهٔ دیو کښې بعضې خو دَ تفصیل سره زما دَ نظره هم تېرې دی ۔ دغه ترجمې یقین سره وایم چې زمونږ دَ دغې حاجت پوره کؤلو دپاره کافی دی چې پهٔ دې زمانه کښې دَ حضرت شاه صاحب رحمة الله علیه دَ بې نظیرې ترجمې دَ لستلو پهٔ وخت دَ دې زمانې خلق محسوسوی ۔ جزاھم اللہ سبحانهٗ عنّا و عن جمیع مسلمی الھند خیرًا ۔ اؤ دا ترجمې دَ هغو غلطیو اؤ مفاسدو نه دَ بچ کېدو دپاره هم مفیدې دی چې دَ بعضو آزاد خیالو صاحبانو پهٔ ترجمو کښې موجود دی ۔ پهٔ دې وجه دَ دویم امر پهٔ حقله دَ دې عاجز رایٔ دا ده چې هغه نزاکت اؤ لطافت اؤ دَ هر هغې امر دَ رعایت تر مخې چې دَ حضرت شاه صاحب رحمة الله دَ ترجمې پهٔ امتیازاتو اؤ خصوصیاتو کښې شماریږی دَ هغې دَ ذکر خو هډو ضرورت نشته ، باقی هغه نورې وجې چې دَ ترجمې اصل مقصد اؤ غرض ضروری دے یعنی دا چې دَ کلام الٰهی جل جلاله صحیح مطلب چې دَ سلف صالحینو دَ ارشاداتو پهٔ رڼا کښې پهٔ اسانیٔ سره دَ هند دَ مسلمانانو دَ زده کړې جوګه شی ۔ دَ هغې دپاره دَ جدید دور هغه ترجمې چې دَ اهلِ علم اؤ دیانت دَ طرف نه شوے اؤ خورې شوی دی هغه کافی اؤ شافی دی مونږه پهٔ دې وئیلو مجبوروی چې دَ نوې ترجمې کؤلو څهٔ حاجت نشته ۔ شکر الله تعالیٰ مساعیهم ۔ مونږ پهٔ ډېر فخر اؤ خوشحالیٔ دَ سبحانه تعالیٰ شکر ادا کوؤ ۔ مونږ چې هر کله خوا و شا ګورو چې زمونږ دَ معتبرو عالمانو دَ قدر نه ډکو کوششونو پهٔ وجه قدیمې اؤ جدیدې ترجمې دومره خورې شوی دی چې داسې اؤ دومره ترجمې پهٔ بله عجمی ژبه کښې نشته ۔ ذٰلك من فضل اللہ علینا ۔

اوس دا حقیقت خو بحمدالله مونږه ته تحقیقی طور باندې ښکاره شهٔ چې دَ موجوده صحیحو اؤ معتبرو ترجمو پهٔ لاسو کښې لرو سره زمونږه جدیدې ترجمې حیثیت داسې دے لکه چې پهٔ ځان وینه مښلو سره پهٔ شهیدانو کښې ځانونه شمیرو ۔ چې دَ هغې نه نهٔ مسلمانانو ته فائده شته اؤ نهٔ مونږه ته اؤ بیا کله چې دا خیال هم کوؤ چې زمونږ جدید ترجمه دَ حال پهٔ ژبه دا وینا ده چې لکه پهٔ موجودو ترجمو کښې څهٔ خلل شته چې دَ هغې دَ صفا کؤلو کوشش دے ۔ یا زمونږ پهٔ ترجمه کښې څهٔ داسې خوبی اؤ فائدہ زیاتی ده چې دَ هغې وجهې نه نوې ترجمه کؤلو ته حاجت دے ۔ دَ دې فکر کؤلو سره خو ما ته جدیده ترجمه فضوله څهٔ چې مکروحه اؤ مذمومه ښکاری ۔ نعوذ باللہ من شرور انفسنا ۔

خیر دا خبره خو بالکل پهٔ ډاګه شوه اؤ ظاهره شوه چې دَ دې تقاضا دا وه چې کلام الٰهی دَ ترجمې مونږ اراده نه وې کړے خو دَ دې کړان اؤ تحقیق پهٔ لاره کښې دا خبره زړهٔ ته پرېوته چې دَ حضرت شاه صاحبؒ دا افضله ، مقبوله اؤ مفیده ترجمه چرته ورو ورو پهٔ زړه کښې شمار نهٔ شی اؤ دَ ذهنونو نه هېره نهٔ شی ۔ دا څومره ناقدری اؤ بدقسمتی بلکې کفرانِ نعمت دے ۔ اؤ هغه هم صرف دَ سرسری عذر پهٔ وجه اؤ عذر هم داسې چې دَ ترجمې پکښې هېڅ وجه نهٔ ښکاری ۔ کهٔ چرې څهٔ قصور شته هم نو هغه دَ خلقو دَ غښتنو دے ۔ کهٔ چرې سترګې لرونکی وګوری اؤ دَ کتلو اؤ لستلو نه پس هم پرې پوه نهٔ شی نو پکار ده چې پرې پوهه دی دَ هغو نه پښتنه وکړی نو ټول کار به اسان شی ځکه خو حضرت ممدوحؒ پخپله پهٔ شروع کښې دا خبره کړے ده چې دَ قرآن کریم ترجمه بغیر دَ سند نه معتبره نهٔ شی کېدے اؤ دا بغیر دَ استاد نه ممکنه نهٔ ده ۔ دَ دې نه علاوه عوامو ته دا قسمه تکلیف پهٔ هره ترجمه کښې مخامخ راتلې شی کېدے شی چې دَ حضرت شاه صاحبؒ ترجمه لستلو کښې دا تکلیف لږ ډېر وی ۔

ځکه نو دَ دې عاجز زړهٔ کښې دا خبره پیدا شوه چې دَ حضرت شاه صاحبؒ پهٔ ترجمه لستلو کښې چې دَ موجوده دور کومو دوؤ (۲) تکالیفو سره مخامخ یو لکه بعضی الفاظ اؤ محاورې چې اوس متروک دی اؤ ځنو ځایونو کښې دَ ترجمې اختصار چې پهٔ اصل کښې دَ ترجمې خوبی ده خو دَ زمانې دَ خلقو مزاج دَ سهولت پسندیٔ اؤ دَ ترجمې دَ ذوق دَ کمی دلاسه خبره دې حد ته راغله چې دَ ترجمې خوبی ورته مشکلات شو اؤ دا ویره پیدا شوه چې چرته دَ دې پهٔ وجه دا مبارکه اؤ عظیمه ترجمه متروکه ونهٔ شمارلې شی نو کهٔ دَ دې متروکو الفاظو پهٔ ځائې دَ نن وخت مستعمل الفاظ ترجمه کښې شامل شی اؤ چرته چې ضروری وی چې دَ اختصار اؤ اجمال پهٔ موقعه دَ تدبر سره څهٔ الفاظ کم یا زیات یا وضاحت سره بیان شی نو دغه شان به دَ شاه صاحبؒ دا صدقه فاضله جاری پاتې کېدے شی اؤ دَ هندوستان مسلمانان به دَ دې دَ مخصوصو فائدو نه محروم پاتې نهٔ شی ۔ ما دا خپل سوچ چې خپلو نژدو اؤ مکرمو عالمانو ته پیش کړو نو هغوی هم زما دې فکر سره اتفاق وکړو اؤ دا خبره زمونږ دَ ټولو زړهٔ ته پرېوته چې دَ مستقل ترجمې نه دا طریقه ډېره ښهٔ اؤ مفیده ده چې دَ موضح القرآن پهٔ لستلو کښې چې مشکل را ولاړ شوے دے دَ دې دَ رفع کؤلو کوشش وشی چې هر کله نوبت تر دې حده را ورسېدو نو دا عاجز دَ الله پهٔ توکل دَ دې خدمت دپاره تیار اؤ مستعد شهٔ ۔ یعنې دا چې پهٔ کمبل کښې ځائې پهٔ رفو کؤلو ته ېٔ ملا وتړله ۔ اؤ چې هرکله دریمه حصه دَ قرآن ترجمه وشوه نو ځنی عوارض دومره را ولاړ شو چې وږدهٔ وږدهٔ وضاحتونه ېٔ کؤل پکار وو اؤ دې سره راته دا کار سر ته رسؤل نا ممکنه ښکاره شو ۔ خو دَ الله تعالیٰ پهٔ توفیق دَ لږ تکلیف دَ تېرؤلو سره راته دا اطمینان حاصل شهٔ چې دا ترجمه مې پهٔ ۱۳۳۶ھ کښې سر ته ورسؤله ۔ ان ربی لطیف لما یشاءٗ ولحمد للہ ۔

اوس کهٔ الله ته منظوره وی نو هم دَ احبابو پهٔ خدمت کښې دا ترجمه پیش کؤم اؤ دَ تفصیلی نظر غرځؤلو درخواست به ورته کؤم کهٔ چرې زما دا پیوندکاری هغوی مفیده وګڼله نو ان شاء الله شائع به هم شی اؤ کهٔ مجبوری راپېښه شوه نو چې څنګه ده دغسې به پاتې شی ۔ شعر

گونا لہ نارساہو نہ ہو آہ میں اثر

میں نے تو درگزر نہ کی جو مجھ سے ہو سکا

اوس مناسبه خبره دا شوه چې دَ حضرت شاه صاحبؒ دَ اصل ترجمې اؤ دَ خپلو ترمیماتو پهٔ لړ کښې څو ضروری دَ فائدې خبرې هم وکړو چې دَ هغې نه لستونکیو ته لږه ډېره دَ دواړو ترجمو دَ حالت اؤ کیفیت پته ولګی اؤ دَ ځنو شکونو ، چې دَ پیدا کېدو ویره ېٔ شته دے ، دَ هغې مخ نیوې هم وشی ۔ نو خبره دا ده چې حضرت شاه صاحبؒ خو دَ خپلې ترجمې پهٔ شروع کښې دا خبره سپینه کړے ده ۔ چې دَ هندۍ اؤ عربۍ دواړو ژبو محاورې دَ یوې بلې سره سمون نهٔ خوری ۔ دَ دې وجهې ضروری ده چې دَ قرآن شریف دَ ترجمې پهٔ وخت دَ قرآن شریف دَ ترتیب موافق دَ هر یو لفظ ځان له ځان له ترجمه وشی ۔ یعنی تحت الفظی ، خو دا ترجمه دَ هند دَ خلقو دپاره مشکله ده چې به پرې پوهه شی ۔ دَ دې دپاره مونږ دَ آیت دَ کلمو دَ مجموعی ترجمې کؤلو لاره اختیار کړے ده ۔ دَ هر هر لفظ ترجمه مو نهٔ ده کړے یعنی دَ هندۍ دَ محاورې سره سمه ترجمه مو کړے ده ، تحت الفظی ترجمه مو نهٔ ده کړے ۔ دا دَ حضرت ممدوحؒ دَ ارشاد خلاصه ده خو پهٔ دې اجمال ډېر زیات دے ۔ دَ دې ارشاد نه دا خو معلومه شوه چې حضرت ممدوحؒ به دَ هر هر لفظ دَ ترجمې پابندی نهٔ کوی بلکې دَ آیت دَ الفاظو دَ مجموعې ترجمه به کوی خو دا پته ونهٔ لګېده چې دَ حضرت ممدوحؒ پهٔ ترجمه کښې دَ دې عمدم پابندیٔ حد څهٔ دے؟ اؤ حضرت ممدوحؒ پهٔ خپله ترجمه کښې دا عدم پابندی تر کومه حده اختیار کړے اؤ استعمال کړے ده اؤ څومره ستغ اؤ ځوړ ېٔ جائز ګڼلې دے ۔ یعنی دَ ضرورت اؤ حاجت سره سم ېٔ کوم لفظ مخکښې کړے یا وروستو کړے دے اؤ کهٔ نه صرف دَ آیت کریمه پهٔ احاطه کښې پاتې شوے دَ الفاظو مخکښې وروستو کؤلو ېٔ پروا نهٔ ده کړے ، چې لږه ده کهٔ ډېره ، ضروری ده کهٔ ضروری نهٔ ده ۔ یو ځائې کښې دا تغیر ساتلې شوے دے کهٔ ډېرو ځایونو کښې؟ دَ دې نه سېوا حضرت شاه صاحبؒ دَ خپلې ترجمې پهٔ حقله څهٔ اجمالی وضاحت هم نهٔ دے کړے چې ما پهٔ ترجمه کښې دَ کومو اوامرو خیال ساتلې دے اؤ دَ دې ترجمې څهٔ څهٔ خوبۍ اؤ فائدې دی؟ نو دا عاجز غواړی چې دَ دې دوؤ خبرو دَ وضاحت کوشش وکړم چې دَ فائدې نه به خالی نهٔ وی ۔ نو دا خبره خو ښکاره ده چې دا عاجز چې څهٔ وائی نو هغه دَ موضح القرآن دَ عبارت سره به تعلق لری ۔ دَ دې نه بغیر مونږ سره څهٔ لاره نشته چې نور وضاحت اؤ علم ترې حاصل کړو هم دغسې لکه څنګه چې علماء کرامو دَ احادیثو دَ امیر المؤمنین امام بخاری رحمة الله دَ خپل کتاب صحیح بخاری نه اخذ کړی دَ هغې شرطونه ، پابندیٔ اؤ غرضونه ېٔ بیان کړی دی ۔

نو دَ اولنی امر پهٔ حقله دا عرض کؤم چې حضرت شاه صاحبؒ دَ قرآن دَ ترتیب ډېر زیات خیال ساتی اؤ دَ اصلی عبارت اؤ ترجمې عبارت کښې دَ سمون دپاره ډېره هڅه کوی ۔ خو هر کله چې دَ محاورې سره دَ ترجمې دَ سمؤلو لار ېٔ اختسې ده نو دَ دې دپاره دَ وضاحت اؤ اسانتیا دپاره ځنی موقعو کښې مخکښې وروستو کؤلو ضرورت خامخا پیدا کیږی ۔ خو دا ستغ اؤ ځوړ دومره واقع شوے دے لکه پهٔ اوړو کښې مالګه ۔ داسې کار هېڅ ځائې کښې نهٔ ښکاری چې دَ اول ترجمه وروستو اؤ دَ وروستو ترجمه اول شوی وی ۔ ترجمه دَ داسې تیندک نه پاکه ده ۔ غرض دا چې دَ ډېر لری غشی ویشتو نه احتراز شوے دے ۔ الا ما شاء الله ۔ کهٔ چرته دَ ضرورت تر مخې دَ دوؤ یا دریو کلمو تر میانځه چې څهٔ فاصله راغلی وی نو هغه تغیر هم دومره معمولی دے چې دَ نشت برابر ۔ وجه دَ دې هم دا ده چې پهٔ عربۍ ژبه مضاف مقدم ذکر کیږی اؤ دَ اردو دَ محاورې مطابق مضاف الیه مقدم کیږی ۔ هغوی ”غلام زید“ وائی خو دَ دوی پهٔ ژبه کښې به ” زید کا غلام“ لیکو ۔ نو ترتیب خو بدل شهٔ خو کلمې دواړه سره پیوست راغلې څهٔ فاصله اؤ فرق ډېر مخې ته رانهٔ غلو ۔ ځکه نو دَ ضرورت پهٔ وخت دې اولون بدلون ته څهٔ توجه نهٔ ورکیږی ۔ دا قسمه مثالونه دَ حضرت شاه صاحبؒ پهٔ ترجمه کښې ډېر شته ۔ ”و علیٰ قلوبھم و علیٰ سمعھم وعلیٰ ابصارھم“ چې بامحاوره ترجمه کوؤ نو ”ان کے دل پر اور ان کے کان اور ان کی آنکھوں پر“ به کیږی ۔ خو ترجمه تحت الفظ به ”اوپر دلوں انکے کے اور اوپر کانوں ان کے کے اور اوپر آنکھوں ان کی کے“ به کؤل پکار وی ۔ خو داخبره مونږ ټولو ته معلومه ده چې کهٔ اختلاف هر څومره وی څهٔ حرج پکښې نشته ، بلکې ضروری دے ۔ دَ محاورې سره سم ترجمه کؤنکی دَ دې نه ډډه نهٔ شی کؤلې خو دَ حضرت شاه صاحبؒ احتیاط دَ قدر اؤ تحسین مستحق دے چې دَ دې مشکل سره سره هم مضاف الیه مقدم کوی نه بلکې هر ځائې چې ترجمه کؤلو کښې لږ ګنجائش ومومی نو دومره معمولی تغیر هم نهٔ برداشت کوی ۔ هم دَ قرآن کریم ترتیب پهٔ خپل ځائې قائم ساتی لکه وګوریٔ پهٔ ”الحمد للہ رب العالمین“ کښې چې ”رب العالمین“ مضاف اؤ مضفاف الیه یو ځائې شوی اؤ صفت واقع شوی دی دَ هغې پهٔ ترجمه کښې دا ګنجائش را پیدا شهٔ چې ترجمه دې دَ محاورې خلاف هم نهٔ وی اؤ دَ کلام الٰهی ترتیب دې هم پهٔ خپل ځائې پاتې شی ۔ دَ دې دپاره ېٔ دَ ”رب العالمین“ ترجمه اصلی ترتیب سره سمه وساتله اؤ ”مالک یوم الدین“ هم صفت واقع شوے دے خو پهٔ دې کښې دوه اضافتونه جمع شوی دی ، پهٔ اولنی اضافت کښې دَ اصلی ترتیب دَ ساتلو ګنجائش شته اؤ دویم اضافت کښې نشته ۔ ځکه پهٔ ترجمه کښې ېٔ دَ ”ملک“ ترجمه دَ اصل موافق مقدمه وساتله اؤ دَ ”یوم“ ترجمه ېٔ دَ اردو دَ محاورې موافق ”دین“ سره موخره کړه ځکه نو اوس دا خو هر چا ته ښکاره ده چې پهٔ دې کښې څهٔ تردود نشته ۔ دا دومره عرض مې صرف دَ وضاحت اؤ سهولت دپاره وکړو ۔ خو ځنی ځایونه داسې هم شته چې هلته دَ اردو دَ محاورې سره دَ قرآن دَ ترتیب لحاظ ساتل ډېر ګران کار دے ۔ حضرت شاه صاحبؒ داسې ځایونو کښې هم دَ خپل تیز اؤ باریک بین نظر سره داسې لیک شان اختیار کړی چې دَ محاورې دَ پابندیٔ سره ترتیب هم سلامت پاتې شی اؤ کهٔ فرق راځی نو ډېر خفیف اؤ لطیف ۔

هم دغه حال دَ فعل اؤ فاعل اؤ مفعول اؤ دَ فعل سره دَ ټولو متعلقاتو هم دے ۔ هم دغسې دَ صفت ، موصوف ، دَ حال تمیز وغېره هم دے چې اکثرو ځایونو کښې دَ ترتیب موافق ېٔ راوړی اؤ ډېرو ځایونو کښې دَ دغسې لطیف تغیر نه هم کار اخلی لکه چې اګاهو دَ دې نه ېٔ ذکر وشهٔ ۔

دا خبره هم دَ اورېدلو قابله ده چې حروفِ روابط چې حروف جر هم ورته وئیلی شی ۔ لکه ل ، ب ، علیٰ و الیٰ ، من ، عن ، فی ، ډېر کثرت سره راؤړی شوی دی خو دَ عربو پهٔ کلام کښې دا حروف همېشه دَ خپل معمول سره سم مقدم کیږی اؤ زمونږ پهٔ محاوره کښې اکثر مؤخر وئیلی کیږی ، خو کله کله ۔ پهٔ دوی کښې ځنی خو داسې دی چې مؤخر کېدل ېٔ ضروری دی ۔ زمونږ پهٔ ژبه کښې دَ دوی دَ مقدم کؤلو څهٔ لاره نشته لکه چې دَ ”من“ اؤ ”عن“ پهٔ حقله هر څوک خبر دی چې ”مما رزقنٰهم“ پهٔ ترجمه کښې پهٔ اردو ژبه دَ سره ممکنه نهٔ ده چې دَ ”من“ ترجمه دې مقدّمه شی اؤ دَ قرآن دَ ترتیب موافق دې شی ۔ دغه شان دَ ”لا تجزی نفس عن نفس“ ترجمې دپاره داسې لاره نشته چې دَ ”عن“ ترجمه دې دَ ”نفس“ دَ ترجمې نه مقدّمه شی ځکه نو تحت الفظی ترجمه کښې به هم دا تغیر زغمل پکار وی اؤ دَ پهٔ دې کښې هېچا ته اړتیا نشته اؤ ځنی خو داسې دی چې مقدم کؤل ېٔ صحیح دی خو دَ محاورې خلاف کیږی نو تحت الفظی ترجمه کښې خو دوی دَ نظمِ قرآنی موافق مقدّم کؤلی شو خو پهٔ بامحاوره ترجمه کښې به ېٔ بیا مؤخر کؤل پکار وی ۔ لکه علیٰ ، الیٰ وغېره حروف چې ذکر ېٔ تېر شوے دے ۔ دې حقیقت ته هم کتل پکار دی چې دَ ”ختم الله علیٰ قلوبهم“ تحت الفظی ترجمه به ”مہر کر دی اللہ نے اوپر دلوں ان کے کے“ مناسبه وی اؤ بامحاوره ترجمه ”مہر کر دی اللہ نے ان کے دلوں پر“ به صحیح وی ۔ پهٔ وړومبی حالت کښې لفظ ”علیٰ“ پهٔ خپل اصلی ترتیب پاتې شهٔ اؤ پهٔ دویم حالت دَ ضرورت مطابق دَ خپل ځائې نه وښوئېدهٔ ۔ هم دغسې نور حروف هم قیاس کړیٔ نو اول خو دا حروف پهٔ خپل ذات کښې غیر مستقل اؤ دَ نورو پامته دار دی دَ دوی تقدم اؤ تاخیر څهٔ خاص اعتبار نهٔ لری ۔ بلکې بې وجې نه دَ لفظی ضرورت اؤ حاجت ترمخه داسې لاره اختیاریږی ۔ بله دا چې دومره لطیف اؤ خفیف چې تحت الفظ ترجمه کښې هم ځنو ځایونو کښې دَ منلو قابل اؤ ضروری ګڼلی شی ۔ دَ دې هر څهٔ دَ وئیلو اؤ لیکلو نه پس بیا هم هغه خبرې ته را رسو چې ما ېٔ اګاهو ذکر کړے دے ۔ چې حضرت شاه صاحبؒ چې کوم ځائې کښې ګنجائش مومی هلته دا دومره خفیف اؤ دَ قبولیت قابل تغیر هم پریږدی اؤ اصلی ترتیب پهٔ خپل ځائې ساتی ۔ اؤ داسې ترجمه کوی چې دَ قرآنی ترتیب سره سره دَ محاورې هم مخالفه نهٔ وی ۔ دَ دې مثالونه دَ دې حروفو پهٔ ذکر کښې ځائې پهٔ ځائې ورکړی شوی دی ۔ لکه دَ مثال پهٔ توګه ”الا علی الخاشعین“ چې ېٔ کومه ترجمه کړے ده ”مگر انہی پر جن کے دل پگھلے ہیں“ یعنی چې دَ الله نه ویریږی اؤ عاجزی کوی ۔ دلته وګوریٔ چې دَ لفظ ”علیٰ“ ترجمه ېٔ پهٔ خاشعین مقدّمه کړے خو دَ محاورې مخالفه هم نهٔ ده ۔

دَ دې ټول وضاحت نتیجه دا را وخته چې حضرت شاه صاحبؒ پهٔ ترتیب کښې تصرف کوی خو پهٔ تول تللے دَ ضرورت اؤ حاجت تر مخې اؤ دَ غور اؤ احتیاط سره ېٔ کوی ۔ هم دا وجه ده چې دَ حضرت ممدوحؒ ترجمه لکه څنګه چې دَ محاورو دَ استعمال پهٔ وجه بې سارې ګڼلې شی هم دغه شان دَ محاورې دَ پابندیٔ سره سره دَ تغیر دَ قلت اؤ دَ تازکې تبدیلیٔ ترمخه هم ثانی نهٔ لری ”فللہ درہ ثم للہ درہ“ هم دغه شان دَ دې نه سېوا نور نازک نازک تصرفات هم کوی چې فائده مند دی لکه دَ مثال پهٔ توګه پهٔ ترجمه کښې یو خفیف لفظ زیات کړی چې مطلب پرې واضحه کیږی یا دَ الله تعالیٰ دَ امر مراد پرې مکمل ښکاره شی نو دا خبره داسې ده چې تحت الفظی ترجمه کښې هم دا حقیقت ښکاره دے اؤ مثالونه ېٔ شته اؤ دغسې پهٔ ترجمه کښې څهٔ لفظونه پریږدی ۔ لکه بعضو ځایونو کښې دَ ”اِنَّ“ ترجمه نهٔ کوی ۔ دَ ”یَا اَبَتِ“ ”یا زما پلاره“ ترجمه نهٔ کوی بلکې صرف دَ ”اېٔ پلاره“ ترجمه کوی ۔ دَ ”یَا بُنَیَّ“ ترجمه ”اېٔ زما وړوکیه ځویه“ پهٔ ځائې فقط ”اېٔ ځویه“ راؤړی ۔ هم داسې ېٔ دَ ”یَا ربّ“ ترجمه ”اېٔ ربه“ پهٔ بې شماره ځایونو کښې کړے ده ۔ نو دَ دې قسمه تصرفاتو کښې څهٔ اړتیا نهٔ رامخکښې کیږی ۔ پهٔ لفظی ترجمه کښې هم تر دې حده ګنجائش شته ۔

اوس پاتې شوه دا خبره چې حضرت شاه صاحبؒ پهٔ خپله ترجمه کښې دَ کومو امورو خیال ساتلې دے اؤ پهٔ هغې کښې فائدې څهٔ دی؟ نو دا خبره خو دَ نمر پهٔ شان ښکاره ده چې حضرت ممدوحؒ عام طور سره دَ څو خبرو ډېر خیال ساتی دا چې پهٔ ترجمه کښې اختصار اؤ سهولت ، دَ قرآنی الفاظو اؤ معنوی الفاظو دَ موافقت اؤ صرف پهٔ لغوی معنیٰ باندې باور نهٔ ساتی بلکې مرادی معنیٰ اؤ اصلی غرض دَ ښکاره کؤلو هر ځائې ډېر تکل کوی اؤ پهٔ ترجمه کښې کله داسې لفظ وپکاروی چې کهٔ څهٔ اجمالی اشکال دَ پیدا کېدو ویره وی نو هغه هم ورسره اوار شی ۔ ډېر ځایونه داسې شته چې دَ یو لفظ ترجمه ېٔ یو ځائې کښې یو شان اؤ بل ځائې کښې بل شان کړے وی ۔ حال دا چې دَ دغې لفظ لغوی معنیٰ یوه وی خو دوی ېٔ هر ځائې کښې دَ نسبت لرلو پهٔ وجه پهٔ ترجمه کښې جدا جدا معنې کوی ۔ چې دَ هغې پهٔ وجه دَ قرآن غرض اؤ مراد پهٔ پوهېدلو کښې اسانتیا پیدا کیږی ۔ هم دَ دې سهولت اؤ وضاحت پهٔ غرض کله ایجابی مضمون ، سلبی عنوان سره ښکاره کوی اؤ پهٔ اکثرو موقعو کښې دَ نفی اؤ استثنا جدا جدا معنې نهٔ کوی بلکې حصر چې څهٔ مقصود وی هغه پهٔ محتصرو اؤ نرمو لفظونو کښې دَ محاورې سره سم بیانوی ۔ دَ حال تمیز بدل وغېره تردې چې دَ مفعول مطلق دَ عنوانونو رعایت هم پهٔ ترجمه کښې ساتی اؤ دَ ترجمې خوبی ېٔ دا ده چې دَ اردو دَ محاورې سره دَ سمون دپاره ېٔ دَ الفاظو اؤ معنیٰ درستؤلو پهٔ غرض ېٔ دَ ډېر غور اؤ تکل نه کار اخستې دے ۔ دَ مقصد اؤ مطلب دَ اسانؤلو اؤ صفا کؤلو دپاره ېٔ پوره پوره غور اؤ تکل کړے دے ۔ مونږ ستاسو دَ خبرؤلو دپاره دا څو خبرې مختصر طور سره بیان کړې دَ فهم خاوندان کهٔ فکر وکړی نو ان شاء الله زمونږ دَ دې خبرو صداقت به ورته ځائې پهٔ ځائې پهٔ نظر راشی ۔ دلته څهٔ دَ وږد وضاحت ضرورت نشته اؤ دا اعتراف هم کوؤ چې ګنی دَ دې بیان شویو فوائدو چې ذکر ېٔ وشو نور چا خیال نهٔ دے ساتلې ۔ ټولو معتبرو فضلاؤ اؤ مشهورو عالمانو پهٔ خپلو ترجمو کښې هر یوهٔ دَ دې قسمه فوائدو دَ خپل فهم اؤ رائې سره سم اؤ مصلحت اؤ ګنجائش سره ېٔ دَ دې ډېر خیال ساتلې دے۔ خو دَ کتلو اؤ لُستلو نه پس دا پته ولګی چې حضرت شاه صاحبؒ ممدوح چې لکه څنګه پهٔ هره موقعه کښې دې لویو اؤ وړوکیو ډېرو فوائدو ته خیال کړے دے اؤ پهٔ ترجمه کښې ېٔ دَ هغې ډېر اهتمام کړے دے نو دَ کمیّت اؤ کیفیت دَ دواړو ترمخه دا امور پهٔ موضح القرآن کښې ډېر زیات لیدهٔ شی ۔ چې دَ هغې ترمخه دا ترجمه پهٔ ټولو ترجمو کښې ممتازه اؤ مفیده ښکاری اؤ پهٔ ژور نظر اؤ دَ انصاف ترمخه دا ترجمه دا حق لری چې دَ سهل ممتنع لقب ورته ورکړې شی ۔ دا دَ حضرت ممدوح کمال دے چې پهٔ هره موقعه دا ټول امور دَ نظر لاندې ساتی اؤ پهٔ ترجمه کښې ېٔ دَ حاجت سره سم رعایت کوی ۔ اؤ هم دَ دې سره سم الفاظ هم ورته ډېر پهٔ اسانه حاصلیږی ۔ یعنی دا وئیلی شو چې دَ اردو محاورې اؤ لغتونه ېٔ ټول دَ سترګو دَ وړاندې پراتهٔ دی اؤ دَ ترجمې وخت کښې ېٔ پهٔ اسانیٔ را اخلی اؤ پکاروی ېٔ اؤ دې سره ترجمه دَ خپل محدود چاپیراس نه یو قدم هم وړاندې نهٔ ځی ۔ ”فبارک الله فی حسناته و افاض علینا من برکاته“ دا خبره څومره دَ قدر وړه اؤ مفیده ده چې دَ مفسرینو حضراتو اؤ دَ احادیثو دَ شرح کؤنکیو دَ ټولو ارشاداتو خلاصه دې پهٔ اسانیٔ دَ یوهٔ لفظ دَ راؤړلو سره دَ هرې درجې مسلمانانو ته ورسی بلکې ځنو موقعو کښې خو داسې ښکاری چې دَ حضرت شاه صاحبؒ یو یا دوه لفظونه هغه کار وکړی چې دَ بې شماره ارشاداتو نه احق بالقبول ښکاره شی ۔ ان فی ذٰلک لایات للعٰلمین اؤ کهٔ لستونکے نهٔ غواړی نو هم دَ الله جل جلاله دَ دې ارشاد ”ففھمنٰھا سلیمٰن و کُلًّا اٰتینا حکمًا و علمًا“ نقشه ېٔ ذهن کښې وګرځی ۔ دې حقیقت ته کتل پکار دی چې حضرت سلیمان علیه السلام هلک وهٔ خو حق سبحانه هغهٔ ته پهٔ خپل رحمت هغه خبره ورزده کړه چې حضرت داؤد علیه السلام هم تسلیمه کړه اؤ خپل حکم ېٔ واپس واخستو ۔ اؤ دَ دې سره دَ چا پهٔ علم اؤ فهم کښې څهٔ نقصان اؤ اعترض هم پیدا نهٔ شهٔ ۔ شعر

ایں سعادت بہ زورِ بازو نیست

تانہ بخشد خدائے بخشندہ

دَ الله تعالیٰ بې حسابه خزانې دی چې دَ هغې نه چا ته ورکؤل غواړی نو دَ هغهٔ پکښې هغه هومره مقرره کړی څومره چې ورکؤل غواړی ” وان من شیءٍ الا عندنا خزائنہٗ وما ننزلہ الا بقدر معلوم“ اوس مناسبه خبره دا ضروری شوه چې لکه څنګه دَ څو فوائدو ذکر وشهٔ هم دغسې څو مثالونه دَ څو مواقعو نه ستاسو دَ نظرونو دَ وړاندی راشی چې دَ هغې نه زمونږ دَ معروضاتو تصدیق وشی اؤ دَ لستونکیو دَ تسکین اؤ اطمینان باعث وګرځی نو واخلیٔ اؤ دَ ابتداء سره پرې غور وکړیٔ ۔ وګوریٔ ”بسم الله“ ترجمه دَ محاورې موافق وشوه ۔ چې پهٔ هغې کښې دَ وضاحت اؤ دَ اختصار دَ دواړو رعایت شوے دے ۔ دَ دې نه بهتره اؤ ښهٔ ترجمه پهٔ اردو کښې کؤل ذهن ته نهٔ شی راتلې ۔ اؤ رحمٰن اؤ رحيم چې دَ مبالغې صیغې دی نو دَ هغې مبالغه ېٔ هم ښکاره کړه اؤ یوه لطیفه اشاره دَ دواړو مبالغو دَ فرق ظاهرؤلو دپاره هم وشوه ۔ نورې څومره ترجمې چې شوی دی نو هغوی دَ مبالغو سره هېڅ غرض نهٔ دے لرلې ۔ دَ دې نه پس پهٔ سورة فاتحه کښې هم دَ رحمٰن اؤ رحيم ترجمه هم دغه شان شوے ده ۔ دَ یوم الدین ترجمه ټولو ترجمه کؤنکیو حضراتو ”روز جزا“ یا ”دن جزا کا“ کړے ده ۔ خو حضرت شاه صاحبؒ ښکاره لیکلی دی چې ما دَ عوامو پهٔ ژبه کښې ترجمه کړے ده اؤ دَ عوامو ژبه کښې دَ ”جزا“ لفظ شائع نهٔ دے اؤ استعمال ېٔ نشته ۔ بله خبره دا چې لغت لیکونکیو اؤ مفسرینو حضراتو دَ دین معنیٰ ”جزا“ اؤ ”حساب“ دواړه کړی دی ۔ شاید چې دَ دې وجوهاتو له کبله حضرت ممدوح دَ ”جزا“ پهٔ ځائې ”انصاف“ معنیٰ کړے ده چې پهٔ عوامو کښې خوره ده اؤ پهٔ دې یو لفظ کښې ”جزا“ اؤ ”حساب“ دواړه راغلهٔ ۔ ”اهدنا الصراط المستقیم“ ټول ترجمه کؤنکی حضرات دَ ”هدایت“ ترجمه کله خو هم دَ ”هدایت“ دَ لفظ سره وکړی ځکه چې ”هدایت“ لفظ پهٔ فارسۍ اؤ اردو دواړو کښې وئیلی شی اؤ کله ېٔ پهٔ خپله ژبه کښې ترجمه کوی نو دَ ”هدایت“ ترجمه ”رستہ دکھانے“ لاره ښیٔل اؤ یا ”راهنمائی“ سره کوی ۔ خو حضرت ممدوحؒ دَ ”هدایت“ ترجمه هم پهٔ خپله ژبه کښې کوی الا ماشاءالله ۔ خو پهٔ هره موقعه دا خیال خامخا ساتی چې دَ ”هدایت“ کومه ترجمه دغلته سمون خوری ځکه چې دَ ”هدایت“ دَ لفظ پهٔ عربی لغت کښې دوه معنې دی یوه صرف ”رستہ دکھلا دینا“ یعنی ”لاره ښیٔل“ دویمه ”مقصود تک پہنچا دینا“ یعنی ”مقصد ته رسؤل“ اولې ته ”اراءت“ اؤ دویمې ته ”ایصال“ وائی ۔ ځکه نو نورو ترجمه کؤنکیو دَ ”اهدنا“ ترجمه ”دکھا ہم کو“ ”وښیه مونږ ته“ اؤ شاه صاحبؒ ېٔ ترجمه کوی ”چلا ہم کو“ ”روان کړه مونږ “ چې دَ ”ایصال“ دَ مفهوم طرف ته پکښې اشاره ده ۔ هم دغه شان ”هدًی للمتقین“ ترجمه نورو حضراتو دَ ”هدی“ ترجمه ”رهنما“ یا ”راہ دکھاتی ہے“ کړے ده اؤ حضرت ممدوحؒ ېٔ ”راہ بتلاتی ہے“ ترجمه کوی ۔ ځکه چې پهٔ ”اهدنا“ کښې ”هدایت“ دَ الله تعالیٰ صفت دے نو هلته ېٔ دَ ”چلانے“ لفظ راوړے دے اؤ پهٔ دې موقعه باندې ”هدایت“ دَ قرآن صفت دے نو ځکه ېٔ ”راه بتانے “ ترجمه کړے ده ۔ هر کله چې دواړو ځایونو کښې مقصد دَ ”ایصال“ طرف ته اشاره معلومیږی ۔ ” فرحمہ اللہ ما ادق نظرہٗ وارق الفاظہ “ پهٔ ”متقین“ کښې ټولو حضراتو مرحومینو دَ ”تقویٰ“ ترجمه ”پرہیزگاری“ کړے ده چې دَ ډېرو تفاسیرو سره سمه ده ۔ بیا مفسرین پهٔ دې فکر کښې نښتی دی چې دَ هدایت محتاج خو ګمراه دی نهٔ چې متقیان ځکه نو ”هدًی للضالین“ وئیل پکار وو ۔ بعضې حضراتو دَ ”متقین“ معنیٰ ”صائرین الی التقویٰ “ واخسته اؤ دَ شک منو حضراتو ځواب ېٔ وکړلو ۔ ځنو حضراتو نورې نوې معنې وکړې اؤ دَ شک منو حضراتو شکونه ېٔ ختم کړهٔ ۔ دَ حضرت شاه صاحبؒ لطیفه طبع اؤ باریک بین نظر دې طرف ته لاړو چې دَ ”تقویٰ“ معنیٰ ېٔ ”ڈر“ اؤ ”خوف“ یعنی ”ویره“ کؤل خوښه کړه چې دَ ”تقویٰ“ لغوی اؤ اصلی معنیٰ ده اؤ دَ ”متقین“ نه ېٔ مراد هغه خلق واخستهٔ چې دَ چا پهٔ زړونو کښې دَ الله نه ویره پرته ده ۔ ځکه نو دَ ”هدًی للمتقین“ ښکاره اؤ منلې شوے معنیٰ یعنی ”راہ دکھاتی ہے پرہیزگاروں کو“ ېٔ پرېښوده اؤ ”راہ بتلاتی ہے ڈر والوں کو“ ېٔ اختیار کړه چې ورسره دَ ذکر شوی شک دَ پرېوتو خطره هډو ورکه شوه اؤ دَ هېڅ ځواب اؤ سپیناوی ضرورت ورسره پاتې نهٔ شهٔ اؤ کهٔ چرې دَ ”هدایت“ نه ایصال مراد واخستې شو لکه څنګه چې پهٔ ترجمه کښې ورته ښکاره اشاره موجوده ده نو بیا خو شک څهٔ چې دَ یوهٔ وهمی دَ وهم ګنجائش هم پاتې نهٔ شی ۔ لږ وړاندې لاړ شیٔ اؤ وګوریٔ دَ ”یؤمنون بالغیب“ پهٔ ترجمه کښې کهٔ دَ ” ایمان لاتے ہیں ساتھ غیب کے“ یا ”غیب پر “ ترجمه وکړې شی نو ډېره صحیح اؤ دَ ظاهر موافق ترجمه ده اؤ دَ ”ایمان“ اؤ ”غیب“ هم دغسې معنې مشهور دی چې دَ ترجمې دپاره ېٔ دَ نورو لفظونو دَ راؤړو ضرورت نشته خو دَ ”ایمان“ لفظ پهٔ شرعی اصطلاح پهٔ دوؤ معنو کښې استعمالیږی ۔ یو دَ نفس تصدیق اؤ دَ زړهٔ یقین چې دَ دین دَ ضروریاتو سره متعلق وی چې ورته ایمانی حقیقت هم وئیلی شی اؤ دَ لغوی معنې سره سمه ترجمه ده ۔ دویمه تصدیق اؤ دَ ایمانی اعمالو مجموعه چې کامل دین ورته وائی نو اول خو دَ حضرت شاه صاحبؒ عام عادت دا هم دے چې پهٔ ترجمه کښې دَ خپل وس سره سم تکل کوی چې دَ اردو لفظ وپکاروی دویمه دا چې دَ ”ایمان“ لفظ دوه شیندی نو دې سره حضرت ممدوحؒ دپاره دا ضروری شوه چې داسې لفظ وپکاروی چې دَ ”ایمان“ داسې ترجمه وکړی چې دغه مخصوص ځائې کښې معنیٰ ورکوی اؤ دویم احتمال له میانځه بالکل وځی ۔ علیٰ هٰذا ۔ دَ ”غیب“ پهٔ لفظ کښې اجمال دے ۔ معلومه نهٔ ده چې دَ څهٔ څیز نه غائبېدل مراد دے۔ دَ دې کبله هغه صحیح اؤ ظاهره ترجمه چې بره ېٔ ذکر شوے دے هغه پریښې شاه ممدوح دا ترجمه اختیار کړے ده ”یقین کرتے ہیں بن دیکھے“ دَ دې نه دا معلومه شوه چې دلته دَ ”ایمان“ وړومبیٔ معنیٰ مراد ده دویمه نهٔ ده ۔ اؤ دا هم ښکاره شوه چې دَ ”غیب“ دا معنیٰ ده ”چې کوم څیزونه هغوی نهٔ دی لیدلی“ اؤ دَ هغوی پوهې اؤ لټون نه پناه دی لکه دوزخ ، جنت ، پل صراط ، دَ اعمالو وزن ، دَ قبر عذاب ، فرښتې ، جنات ۔ نو دغه خلق دَ دې ټولو څیزونو پهٔ لړ کښې دَ الله اؤ دَ رسولﷺ پهٔ وینا یقین لری اؤ دغسې دَ هغه مفسرینو رحمهم الله چې دَ ”بالغیب“ پهٔ لړ کښې ېٔ دَ کوم احتمال ذکر کړے دے ۔ پهٔ هغې کښې یوه معنیٰ چې ظاهره اؤ راجحه ده دَ دې ترجمې سره متعینه شوه چې حضراتو مفسرینو کړے ده ۔

تنبیه: (خبرېدل پکار دی چې) دَ ایمان ذکر پهٔ قرآن شریف کښې دَ ماضی ، مضارع ، امر اؤ اسم فاعل مختلفو صیغو کښې ډېر کثرت سره شوے دے نو ترجمه کؤنکی حضرات پهٔ اکثرو موقعو باندې دَ ایمان ښکاره ترجمه ”ایمان“ اؤ ”اسلام“ سره کوی اؤ حضرت ممدوحؒ ”ایمان، اسلام ، یقین اؤ منل“ کښې چې کوم لفظ پهٔ دغه مقام کښې دَ پکارؤلو مناسب اؤ مفید وی هغه لفظ پکاروی ۔ اؤ دَ دې وجهې نه چې دَ ترجمې پهٔ لړ کښې کومې خبرې وی هغه راښکاره شی ۔ لکه څنګه چې دَ ”یؤمنون بالغیب“ پهٔ ترجمه کښې ما عرض کړے دے ۔ اؤ دې سره هغه واړهٔ واړهٔ فرقونه اؤ نازک نازک رعایتونه وپکاروی چې ځنو ځنو ځایونو کښې غټ غټ شکونه پهٔ اسانیٔ سره لرې شی اؤ تحقیقی خبرې پهٔ ډاګه شی ۔ دې اړخ ته هم کتل پکار دی چې دَ احادیثو نه دا خبره ښکاره ده چې هر کله آیت کریمه ” الذین آمنو اولم یلبسو ایمانھم بظلم اولئك۔۔۔ االخ“نو حضرات صحابه رضوان الله تعالیٰ علیهم اجمعین باندې ډېره سخته ویره خوره شو ۔ اخر ېٔ دَ رسول مقبولﷺ پهٔ خدمت کښې عرض وکړو چې ”اینا لم بظلم نفسه “ یعنی یا رسول اللهﷺ پهٔ مونږ کښې به داسې څوک وی چې پهٔ خپل نفس ېٔ ظلم یعنی ګناه نهٔ وی کړے نو بیا خو اوس دا ټول دَ الله دَ عذاب نه بچ نهٔ دی اؤ ټول دَ هدایت نه هم محروم شول ۔ نو رسول اللهﷺ وهٔ فرمائیل ذٰلك انما ھو الشرك الم تسمعو اقول لقمان لابنه ” یا بُنی لاتشرك باللہ انّ الشرك لظم عظیم “ یعنی لم یلبسو ایمانهم بظلم کښې دَ ظلم نه مراد شرک دے مطلقه ګناه نه ۔ چې دومره ګرانه درته درپېښه کړی ۔ دَ مفسرینو حضراتو اؤ دَ احادیثو دَ شرحې کؤنکیو اقوال دَ دې ځواب پهٔ تقریر مختلف شو لکه چې څنګه اهلِ علمو ته ښکاره ده ۔ نو یوه اندېشه خو هغه وه چې دَ ” لم یلبسو ایمانهم بظلم“ دَ نزول سره دَ حضرات اصحابه رضوان الله تعالیٰ علیهم پهٔ زړونو کښې ځیږېدلې وه ۔ دویم اختلاف دَ بیان شوے اندېښنې ترمخه دَ مفسرینو اؤ علمائے کرامو دَ مختلفو ځوابونو سره هم دَ علماؤ پهٔ زړونو کښې پیدا شو اؤ دا خبره ذهنونو کښې راغله چې دَ ځواب مقصد اؤ مأخذ څهٔ دے؟ نو دَ اصحاب کرامو اندېښنه خو دَ حضورﷺ دَ ځواب سره ختمه شوه خو دَ حضورﷺ دَ ځواب دَ مقصد اؤ مأخذ پهٔ لړ کښې چې کوم اختلاف راپورته شهٔ هغه موجود دے ۔ پهٔ دې لړ کښې دَ مترجمینو دومره وږدهٔ وږدهٔ بحثونه شوی دی چې ترجمه دَ هغې دَ رانغښتلو طاقت نهٔ لری اؤ دا خبره مناسبه ده ځکه نو پهٔ ترجمه کښې نظر دَ دې نه واړؤلې شهٔ اؤ پهٔ ظاهر کښې چې ترجمه پکار وه هغسې وشوه اؤ دَ وږدو بحثونو موقعه به چرته بله راشی ۔ حضرت شاه صاحبؒ چې پهٔ ژور نظر وکتل نو دې حقیقت ته ورسېدهٔ چې هر کله مونږ پهٔ ترجمه کښې څهٔ زیاتؤل یا وږدؤل نهٔ غواړو بلکې دَ یو لفظ دپاره بل دغه شان بل لفظ کښېښؤل دی چې دَ هغې سره ټوله مسئله ختمه شی نو ولې دې داسې قدم وانهٔ خلو چې دَ کار دَ خبرې نه دې محروم شو ۔ نو هغوی دَ خپل عادت سره دَ ” الذین آمنو اولم یلبسو ایمانھم بظلم “ ترجمه داسې وکړه ”جو لوگ یقین لائے اور ملائی نہیں اپنے یقین میں کچھ تقصیر“ چې ترېنه دا خبره پهٔ ډاګه شوه چې دَ ایمان نه حقیقی ایمان یعنی تصدیقِ قلبی مراد دے لکه چې اګاهو ذکر شوے دے چې هغې ته ” ایمان بالمعنی الاول “ وائی ۔ دَ فهم اؤ انصاف لرونکیو دپاره خو دغه هومره خبره کافی ده خو دَپاسه بله خبره چې دَ ”ظلم“ دَ معنې دپاره ”تقصیر“ لفظ بیان شو چې نور وضاحت اؤ تکمیل ترې هم وشو ۔ اوس چې پهٔ دې خبره غور کوؤ نو نهٔ آیت کریمه کښې اندیښنه شته اؤ نهٔ دَ حضورﷺ پهٔ ارشاد مبارک کښې څهٔ اختلاف را ولاړیږی ۔ پهٔ دوؤ لفظونو کښې ېٔ تحقیق سر ته ورسؤلو چې دَ وږدو وږدو بحثونو خاتمه ېٔ وکړه اؤ دَپاسه پرې دا چې دا دوه لفظونه هر چا ته صحیح ښکاری اؤ هر څوک ېٔ قبلوی اؤ دا پته ترې هم لګی چې دَ حضرات اصحابو کرامو منشا څهٔ وه اؤ دَ حضورﷺ دَ ارشاد منشا څهٔ ده ۔ اؤ پهٔ ترجمه کښې دَ ”کچھ“ لفظ چې استعمال شوے دے دا نورو ترجمو کښې نشته ۔ دې نه دا حقیقت صفا ښکاره کیږی چې حضرت شاه صاحبؒ هغه خبره صفا کؤل غواړی کومه چې دَ علماؤ دَ نظر دَ وړاندې دَ تحقیق قابله اؤ راجحه وه ۔ دلته دا خبره دَ مثالونو پهٔ لړ کښې دَ استطراد پهٔ توګه بیان شوه ۔

دلته دَ دې نه زیات دَ څهٔ وئیلو موقعه نهٔ ده اؤ اهلِ علم حضرات پهٔ خپله هم پوهیږی البته پهٔ سورت انعام کښې دَ دې آیت پهٔ حاشیه کښې به ښهٔ زیاتی وضاحت هم وشی ۔ ان شاء الله ۔

دَ دې نه پس دَ ”مما رزقنٰهم “ ترجمه کښې ېٔ دَ من ”تبیضیه“ (پهٔ برخو کښې ویشل) ترجمه ېٔ دَ ” کچھ“ لفظ سره کړے ده چې دَ اسراف نه دَ منع کؤلو اشاره ترېنه ښکاره شوه لکه څنګه چې پهٔ تفسیر بیضاوی وغېره کښې ذکر موجود دے دَ ”یخادعون الله“ پهٔ ترجمه کښې فرمائی ”دغا کرتے ہیں اللہ سے“ چې ډېر صفا اؤ مناسبه ترجمه ده اؤ هېڅ اندېښنه اؤ وهم پکښې نهٔ را ولاړیږی ۔ دَ ”عذاب الیم“ ترجمه ېٔ ”دکھ کی مار“ وکړه اؤ دې سره ېٔ دا اشاره وکړه چې فعیل دَ مفعول پهٔ معنیٰ راغلے دے چې مفرد استعمالیږی اؤ راجح دے اؤ دَ محاورې سره هم سم دے ۔ ”بما کانو یکذبون“ دَ ظاهر خلاف ”جھوٹ کہتے تھے“ فرمائیلې ده ”جھوٹ بولتے تھے“ ېٔ نهٔ ده کړې چې اسانه اؤ دَ ظاهر موافق ده ۔ نو دَ دې مطلب ان شاء الله هم دغه دے چې ”دروغ به ېٔ وئیل“ پهٔ ظاهره خو ترېنه دا مفعوم اخستے شی چې دَ هغې خلقو پهٔ حقله وائی چې دروغژن وو اؤ پهٔ دې وجه دَ دوی دپاره به عذاب الیم وی ۔ ولې اصل مطلب دا نهٔ دے بلکې مقصد دا دے چې دغې خلقو به ”اٰمنا بالله وبالیوم الآخر“ وئیل نو دا به ېٔ دروغ وې یعنی هم دوی منافق وو ۔ اؤ ”عذاب الیم“ به دَ دې نفاق پهٔ وجه دَ دوی برخه وی ۔ ”فلله دره ما الطف طبعه و اسلم ذوقه واحد نظره “ اؤ دا هم یاد ساتل پکار دی چې ”مایشعرون“ اؤ ”لایشعرون“ چې پهٔ دې آیت کریمه کښې نازل شوی دی دواړه ځایونو کښې ”یشعرون“ یو لفظ دے هېڅ فرق پکښې نشته ځکه نو حضرات مترجمین ېٔ دواړه ځایه یوه معنیٰ کوی ۔ ولې حضرت شاه صاحبؒ دَ اول ترجمه ”نہیں بوجھتے“ اؤ دَ دویم ترجمه ”نہیں سمجھتے“ کوی فرق صرف دومره دے چې کوم ځائې کښې دَ تامل اؤ فکر ضرورت وی پهٔ هغې پوهېدلو ته ” بوجھنا“ وئیلی شی ۔ حضرت ممدوح چې دا فرق واضح کړو نو داسې اشاره ېٔ وکړه چې دَ اولنی امر یعنی دَ منافقانو خپلو نفسونو ته دوکه ورکؤل، پهٔ دې دَ پوهېدو دپاره لږ دَ تامل حاجت لری اؤ دَ دویم امر یعنی دَ منافقو مفسد کېدل خو بالکل پهٔ ډاګه دی ۔ دې کښې دَ لږ تامل هم ضرورت نشته ۔ قاضی بیضاویؒ پهٔ دې موقعه دَ ”لایشعرون“ اؤ ”لایعلمون“ فرق ښکاره کړے دے ۔ حضرت شاه صاحبؒ داسې کار وکړو چې یو لفظ یشعرون پهٔ دوه ځایه راؤړلو چې کوم اختلاف اؤ کوم نازک فرق چې راتللو هغې اړخ ته ېٔ اشاره وکړه ۔

دَ دې نه پس مې عرض دا دے چې مونږ دا څو غټې اؤ وړې نمونې دَ قرآن مجید دَ شروع دَ صفحې نیمې نه دَ موضح القرآن نه دَ خبردارؤلو پهٔ غرض راواخستې ۔ دَ دې دَ کتلو اؤ لستلو سره دَ دې ترجمې خوبی اؤ کیفیت څهٔ لږ ډېر معلومېدې شی اؤ مونږ چې کوم معروضات اګاهو کړی دی ، دَ هغې تصدیق ترې نه پهٔ ښهٔ شان ان شاء الله کېدے شی اؤ مذکوره ترجمې دَ شروع نه واخله تر اخره دغه لیک شان مسلسل روان دے چې اهلِ علمو ته دا حقیقت ښکاره دے ۔ خو مونږ دَ دې امر نه معذور یو چې لکه څنګه مو دَ دې پهٔ حقله څهٔ لږې نمونې لستونکیو ته وړاندې کړی دی هم دغه شان دې دَ ټولې ترجمې نمونې اؤ فوائد خلقو ته پېش کړؤ اؤ نهٔ دَ دې حاجت شته ۔ خو بس دَ دې خبرې نه خبرېدل پکار دی چې کوم کوم ځائې کښې ضرورت پیښیږی هلته به پهٔ حاشیه کښې اختصار سره یا دَ تفصیل سره به دَ فوائدو وضاحت کیږی ان شاء الله اؤ چې اهل فهم حضرات چې هغه لولی نو یو یا دوؤ وضاحتونو باندې غور کؤلو سره به هغوی ته به پهٔ دې امورو پهٔ پوهېدلو کښې اسانتیا پیدا کیږی ۔

دا خبره هم دَ عرض کؤلو قابله ده چې حضرت حجة الله علی العٰلمین شاه ولی الله قدس سره چې پهٔ اول وار دَ قرآن شریف ترجمه کؤله نو پهٔ حاشیه کښې ېٔ ورسره ورسره ضروری فوائد هم ولیکل خو هر کله چې دا حاشیې ډېرې مختصرې اؤ مجملې وې نو پهٔ ډېرو موقعو به ترېنه عامو مسلمانانو دپاره دَ فائدې پورته کؤلو دپاره کافی نهٔ وې ۔

دَ دې نه پس چې حضرت شاه عبدالقادر رحمة الله ترجمه وکړه نو ورسره ېٔ فوائد هم پهٔ کافی مقدار کښې ورزیات کړهٔ چې ډېر مفید اؤ فائدہ مند دی خو بیا هم دَ مختصر عبارت اؤ سره دَ ساده الفاظو ځنی ځایونو کښې پرې پوهېدل اسانه خبره نهٔ ده ۔

اوس دَ اصل ترجمې دَ کیفیت بیانؤلو نه پس دَ خپلو ترمیمونو پهٔ لړ کښې لږ څهٔ عرض کؤل غواړم ۔ دا خبره خو دَ اګاهو نه صفا شوے ده چې ترمیمونه صرف دَ دوؤ (۲) اوامرو پهٔ لړ کښې شوی دی ۔ لکه متروک لفظ بدل شوے دے اؤ چرته چرته دَ ضرورت ترمخه اجمال برڅېره شوے دے ۔ نور وضاحت دا دے چې کومو ځایونو کښې دَ لفظ بدلؤلو ضرورت راپېښ شوے دے نو هلته مو دَ خپله انده لفظ نهٔ دے بدل کړے بلکې دَ اکابرو مترجمینو لفظ مو هلته دَ کښېښودلو تکل کړے دے ۔ خپله پهٔ موضح القرآن کښې چرته بل ځائې راؤړے لفظ مو راخستې دے یا دَ حضرت شاه عبدالقادرصاحبؒ دَ اردو دَ تفسیر نه یا دَ حضرت مولانا شاه رفیع الدینؒ دَ ترجمې نه مو استفاده کړے ده یا دغسې دَ ”فتح الرحمٰن“ نه مو الفاظ چوڼ کړی دی ۔ مونږ دَ استفادې تکل هم دَ دې حضراتو دَ لیکلو نه کړے دے ۔ کله کله به څهٔ موقعې داسې پېښې شوې چې هلته دَ څهٔ خاصې وجې ترمخه مونږ خپل لفظ هم داخل کړے دے اؤ داسې بدلون چې پهٔ هره موقع شوے دے هلته مو دَ دواړو اړخونو خیال ساتلې دے ۔ یعنې لفظ مو نرم ، اسان اؤ دَ محاورې مطابق اؤ دَ امر دَ سپیناوی دپاره موافق پکارولې دے ۔ اؤ چې داسې لفظ راته پهٔ ګُتو نهٔ دے راغلے نو هلته مو دَ معنٰی طرف ته ترجیح ورکړے ده اؤ دا تکل مو کړے دے چې لفظ دې دَ مراد موافق اؤ دَ مقام مناسب وی ۔ کهٔ دې مقامونو کښې پهٔ لیک کښې کهٔ څهٔ بدلون راغلی وی یا لفظ ډېر مشهور نهٔ وی خو خپل مقصد مو څرګند کړے دے ۔

مونږ چې کوم ځائې کښې دَ څهٔ مصلحت ترمخه کهٔ ترتیب بدل کړے دے نو دا خیال مو ضرور ساتلې دے چې دَ داسې کؤلو نظیر دَ اکابرو مترجمینو پهٔ ترجمو کښې خامخا موجود وی ۔ داسې بدلون چې نظیر ېٔ دَ مقدسو حضراتو ترجمو کښې نهٔ وی مونږه ترې پهٔ ټوله ترجمه کښې ځان ساتلې دے ۔ کهٔ چرته داسې موقعه تاسو پهٔ دې ترجمه کښې بیا مومیٔ نو دا به پهٔ یقین سره سهوه اؤ خطا وی خپل ځانی خو مونږ داسې کار پهٔ قصد چرته هم نهٔ دے کړے ۔

بعضو علماؤ حضراتو کښې دَ قرآن کریم دَ ځنو کلماتو پهٔ ترجمو کښې اختلاف ښکاره شوے دے اؤ دَ ځنو آیاتونو مبارکو پهٔ مطلب کښې هم کله ناکله څهٔ نزاع راپیدا شوے ده نو داسې موقعو کښې مونږ دَ حضرت شاه عبدالقادرؒ اتباع کړے ده الاماشاء الله چې ځنو موقعو کښې مو دَ حضرت شاه ولی الله قدس سرهُ پهٔ قدم قدم یٔښې دے ۔

دَ فوائدو پهٔ حقله عرض دے چې دَ موضح القرآن دَ ټولو فوائدو دَ اخستو کوشش مو کړے دے خو کله ناکله چې مو دَ دې بیانؤلو حاجت نهٔ دے محسوس کړے ۔ نو دَ فوائدو بیانؤلو کښې چې هر کله دَ هر قسم ګنجائش شته اؤ میدان ېٔ ارت دے اؤ دَ ترجمې پهٔ شان تنګی نهٔ لری نو دَ حضرت ممدوحؒ فوائد مو پهٔ خپلو الفاظو کښې لیکلی دی اؤ دَ تقدیم اؤ تاخیر تغیر اؤ تبدل اؤ دَ اجمال اؤ تفصیل وغېره نه مو ډډه نهٔ ده کړے۔ ډېرو ځایونو کښې فوائد راته ښهٔ اؤ فائده مند ښکاره شوی دی نو پهٔ مختلفو موقعو کښې دَ خپلو رایو نه زیات تفصیل کښې تللی یو ۔ اؤ پهٔ ترجمه کښې دَ حضرت شاه صاحبؒ پهٔ قدم دَ کښېښؤلو پهٔ وجه چې کومه تنګسیا ته مخامخ شوی یو نو دَ هغې پهٔ بدل کښې مو دَ مکافاتو نه هم زیات دَ فوائدو وضاحت کړے دے ۔ دَ تشریح دَ اسانتیا اؤ تکمیل پهٔ غرض مو پهٔ فوائدو کښې دَ زیاتو لیکلو نه کار اخستې دے ۔ پهٔ فوائدو کښې دَ زیادت وجه دا هم ده چې هر کله یو ترجمه کؤنکے فوائد لیکی نو صرف دَ کلامِ مجید پهٔ حقله لیکل کوی خو دې عاجز ته کله کله پهٔ ځنو موقعو کښې دَ حضرت شاه صاحبؒ دَ ترجمې پهٔ حقله لیکل ور پهٔ غاړه وو ځکه چې دَ ټولو کوششونو نچوړ دا دے چې دَ ذکر شوے ترجمې خدمت وشی اؤ بس ۔ هرکله چې پهٔ ځنو مقامونو کښې دَ څهٔ لږ ډېر ترمیم کؤلو سره دا څهٔ نوې ترجمه نهٔ جوړیږی ۔ ځکه نو څهٔ نوے نوم ورکؤل هم راته ښهٔ نهٔ ښکارېدهٔ خو دَ التباس اؤ اشتباه نه دَ بچ کېدلو دَ مصلحت ترمخې مو دا خوښه کړه چې دې له هم څهٔ بل نوم ورکړی شی نو دَ دغې ویرې نه به مونږ بچ پاتې شو ۔ دَ هغې نوم ”موضح القرآن“ دے اؤ دَ دې نوم ”موضح الفرقان“ ډېر مناسب دے ۔ یو ته یو اؤ دوؤ ته به دوه وایو خو پهٔ اصل کښې دا دواړه ”یو“ دی ۔ خؤ موضح القرآن کښې دا خوبی ده چې تاریخی هم دے ۔ موضح الفرقان تاریخی نهٔ دے خو دَ څهٔ زیاتی کمی دَ تکلف سره تاریخی کېدے هم شی ۔

قطعه

یادگارِ شہ عبدالقادرؒ

ترجمہ موضح قرآن مجید

وہ کہ آں محدنِ صد خوبی را

کرد ترمیم اقل العبید

بے شش و پنج بگفتہ محمود (۶،۵)

سالِ او موضح فرقان حمید

۱۳۴۷ـ۶۔۵= ۱۳۴۷۔۱۱= ۱۳۳۶ھ

دَ دې نه پس مې ټولو مسلمانانو ته عرض دے چې پهٔ ټولو دا فرض دی چې خپل رب وپیژنی اؤ دَ خپل رب صفتونه اؤ حکمونه معلوم کړی ۔ ټول مسلمانان دې دا تحقیق وکړی چې حق تعالیٰ پهٔ کومو خبرو خوشحالیږی اؤ پهٔ کومو خبرو قهریږی نو چې پهٔ دې ځانونه پوه کړی نو بیا دَ هغهٔ دَ خوښې کارونه کؤل اؤ دَ نا خوښیٔ ېٔ نهٔ کؤل بندګی ده ۔ چې څوک بندګی نهٔ کوی هغه بنده نهٔ دے اؤ دا خبره ټولو خلقو ته ښکاره ده چې سړے پیدا شی نو پهٔ هېڅ نهٔ پوهیږی اؤ هېڅ څیز نهٔ پیژنی بیا پهٔ زده کؤلو سر اؤ هر څهٔ زده کړی اؤ څهٔ چې ورښیلی شی هغه هر څیز وپیژنی هم دغه شان دَ حق پېژندل اؤ دَ صفاتو اؤ احکامو پېژندل هم پهٔ ورزده کؤلو باندې کیږی ۔ څنګه چې دا امور حق تعالیٰ پهٔ قرآن شریف کښې راښیٔلی دی داسې ېٔ هېڅوک هم نهٔ شی راښیٔلی ۔ کوم اثر ، برکت اؤ هدایت چې دَ الله تعالیٰ پهٔ کلام کښې دے داسې دَ هېچا پهٔ کلام کښې نشته ۔ دې دپاره ټولو عامو اؤ خاصو مسلمانانو باندې دا خبره لازمی شوه چې دَ خپلو درجو موافق دَ کلام الله پهٔ زده کؤلو کښې سستی اؤ غفلت وهٔ نهٔ کړی ۔

اګاهو چې دَ قرآن شریف کوم مطلبونه اؤ خوبیٔ بیان شوی دی پهٔ دې خو به عالمان صاحبان پوهیږی خو کومو خلقو سره چې دَ عربۍ علم نشته هغوی کم نه کم دا خو کؤلې شی چې عالمانو دَ هغوی پخپله ژبه کومې روانې اؤ اسانې ترجمې دَ عوامو دَ واقفیت اؤ هدایت دپاره کړی دی دَ هغو پهٔ مدد دې دَ الله تعالیٰ دَ حقیقی کلام پهٔ پوهېدو ناراستی ونهٔ کړی ۔ چې دَ دې لازواله نعمت نه محروم پاتې نهٔ شی ۔ ولې چې دا ډېره بدقسمتی ده ۔ خو پهٔ دې کښې دا اندېښنه شته چې دَ فارسۍ ویونکی یا دَ اردو اهلِ زبان چې دَ عربۍ پهٔ محاوراتو نهٔ رسی چې صرف سلیسه ترجمه لولی نو دَ خپلې پوهې سره به دَ یوې خبرې مطلب بل څهٔ اخلی ۔ دا ځکه وایم چې داسې لستونکی به دَ ورستیٔ خبرې دَ تېرې خبرې سره دَ سمې یا دَ بیلېدو پهٔ حقله کهٔ ورته درس ورنهٔ کړی شی نو ناواقفه به پرې پوهه نهٔ شی ۔ دَ مجمل اؤ مبهم مضمون پهٔ پوهېدو کښې دَ عامو خلقو دَ تیندک خوړلو ډېره ویره ده تردې چې پهٔ بعضو آیاتونو کښې دَ ضمیر دَ راجع کېدو غلطیٔ کښې څوک پرېوځی نو دَ ډېرې لوي خرابیٔ امکان دے ۔ دا خبره هم یاد ساتل پکار دی چې دَ کلام الٰهی معنیٰ دَ سند نه بغیر بالکل معتبره نهٔ شی کېدے اؤ دَ سلف صالحینو دَ ترجمو خلاف ترجمه کؤل خو بالکل جهل اؤ ګمراهی ده ۔ هغه فوائد چې موضح القرآن کښې ورته حضرت شاه صاحبؒ ځائې پهٔ ځائې اشارې کړی دی پهٔ هغې دَ پوهېدو دپاره خو دَ واقف عالم نه دَ زده کړې ضرورت دے ۔ څنګه چې مې لږ اګاهو عرض کړے دے دَ دې دپاره دَ یو لوي عالم نه دَ دې امورو زده کړه ضروری ده ۔ دَ دې امورو ترمخه دا یوه لازمی خبره شوه چې دَ استاذ نه دَ زده کؤلو پهٔ سلسله کښې دې مسلمانان سستی اؤ ناراستی ونهٔ کړی اؤ دَ خپل ذات دَ رائې ترمخه دَ ثواب پهٔ ځائې دې دَ الله تعالیٰ غصې ته ځانونه نهٔ مخامخ کوی ۔ والله اموفق وهو یهدی السبیل ۔

دا ټول مضمون دَ حضرت شاه صاحبؒ دے چې دَ لږ تفصیل اؤ لږ ډېر بدلون سره مې دَ فائدې دپاره ستاسو مخکښې کښېښود اؤ دَ ډېر افسوس سره وایم چې کهٔ دَ هند مسلمانانو دَ دې مفید اؤ فائده مند مضمون پابندی کړے وې نو نن به ېٔ دَ موضح القرآن پهٔ ترجمه دَ نهٔ پوهېدو شکایت نهٔ کؤلو ۔ کهٔ داسې شوے وې نو نن چې کومو خلقو ته پهٔ دې ترجمه دَ نهٔ پوهېدو ناراستی راپېښه ده هغوی به نورو خلقو ته پهٔ ورزده کؤلو باندې بریالی وو ۔

علماء حضرات لګیا دی اؤ دَ عامو مسلمانانو دَ فائدې اؤ نفعې دپاره اسانې اسانې اؤ نوې نوې ترجمې خوروی ۔ خو کهٔ دَ انصاف نه کار واخلو نو سره دَ علماؤ دَ دې دومره کړاؤ اؤ مشقت دَ قرآن شریف ترجمه پهٔ هند کښې داسې خوره نهٔ شوه څنګه چې پکار ده اؤ دا تر هغه وخته نهٔ شی کېدے تر کومې چې ټول اهل اسلام دَ دې دَ زده کړې دپاره خپل شوق اؤ ولوله پهٔ ځانونو کښې پیدا نهٔ کړی ۔ هسې کهٔ ډېرې ترجمې وشی نو عوامو ته ېٔ فائدہ نشته ۔ شیخ علیه الرحمه څهٔ ښهٔ وئیلی دی ۔

قطعه

فہم سخن تانکند مستمع

قوت طبع از متکلم مجوئے

فسحت میدانِ ارادت بیار

تابزند مرد سخن گوئے گوئے

علماء حضراتو چې دَ عوامو دَ نفعې دپاره کومې ډېرې اؤ اسانې ترجمې شائع کړی دی دغه شان دا حاجت هم راپېښ دے چې علماء دې دا ستړی هم وکړی چې ټولو مسلمانانو کښې دَ دې دَ زده کؤلو شوق اؤ ولوله هم پیدا کړی ۔ علماؤ ته پکار دی اؤ هغوی باندې فرض دی چې دَ ترجمو دَ زده کؤلو اؤ لستلو ضرورت اؤ نفع دَ خلقو پهٔ زړونو کښې ور دننه کړی بلکې دَ ترجمې دَ زده کړې دپاره دې داسې سلسلې شروع کړی چې هر مسلمان ته دَ خپل حالت اؤ سهولت اؤ فرصت سره دَ ترجمې دَ زده کړې موقع پهٔ لاس ورشی ۔

اخری التماس

دَ حضرت شاه صاحبؒ دَ اصلی ترجمې دَ احسن التراجم اؤ انفح تراجم کېدو نه خو ان شاء الله چې هېڅ یو اهلِ علم و دیانت پهٔ منکر نهٔ وی ۔ خو دې عاجز چې دَ دې ترجمې کوم خدمت اؤ ترمیم کړے دے دَ هغې پهٔ حقله څهٔ اندیښنه ضرور شته ۔ دَ دې ترمخه اهلِ علم و انصاف ته خواست کؤم چې دا ترجمه خوره شی اؤ کوم وخت چې ستاسو لاسونو ته در ورسی نو اول دا پخپله ولولیٔ اؤ چې کوم ځائې چې تاسو ته دَ اصلاح قابل ښکاره شی نو چې ډېر ژر مونږ دَ هغې نه خبر کړیٔ اؤ کهٔ څوک صاحب پهٔ استقلال سره پکښې ترمیم کؤل غواړی نو پخې ارادې سره دې پکښې پخپله دَ بدلون راوستلو نه قلم نهٔ نیسی ۔ غرض مې دا دے چې دا فائده مند ترجمه چې عالمانو اؤ عوامو دواړو دپاره دَ فائدې رسؤنکی ده پهٔ لږه بهانه دَ نظرونو نه پناه نهٔ شی اؤ مونږ دَ دې دَ فائدو نه محروم نهٔ شو ۔ دا دَ دې دپاره چې پهٔ دې صدقه جاریه کښې څهٔ خلل اؤ نقصان راپیښ نهٔ شی ۔ هر څنګه چې کیږی اؤ چې هر څوک ېٔ کوی خو چې دَ ښې نه ښې طریقې سره دا خدمت وشی اؤ ترجمه پهٔ خلقو کښې دَ خورېدو نه پاتې نهٔ شی ۔

صلائے عام ہے یاران نکتہ داں کے لئے ۔





دَ بعضو امورو اؤ فوائدو یاداشت چې ترجمه کښې ېٔ خیال ساتلې شوے دے ۔

ضمیمه

”دَ حضرت شیخ الهندؒ دا مختلف ياداشت دَ ترجمې پهٔ مسوده کښې پروت وهٔ چې فوائد دپاره دَ رڼا کار کوی نو دَ ضمیمې پهٔ توګه مو مقدمې سره ولګؤلو“

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

دا خبره دَ لغت ترمخې مسلمه ده چې پهٔ ”الرَّحمٰن“ کښې دَ ”الرَّحِیْم“ پهٔ نسبت مبالغه ډېره ده ۔ خو دَ دې فرق دَ ښکاره کؤلو دپاره دَ حضرت شاه صاحبؒ نه بغیر هېچا اشاره نهٔ ده کړے ۔ بعضو ترجمه کؤنکیو خو بالکل اړؤلې مطلب اخستې دے دَ شاه صاحبؒ فرق دومره ژور دے چې دې اړخ باندې پرې هډو چا غور نهٔ دے کړے ۔ شاه صاحبؒ فرمائی ”جو بڑا مہربان نہایت رحم والا“ زمونږ پهٔ ترجمه کښې مو دا حقیقت ډېر زیات واضح کړے دے اؤ ترجمه مو داسې وکړه ”بے حد مہربان نہایت رحم کرنے والا“ دَ ”الرَّحمٰن“ اؤ ”الرَّحِیْم“ دواړو مبالغه مو ښکاره کړے ده ۔ ” بے حد “ اؤ ” نہایت“ دَ دواړو ترمیانځه فرق مو هم برڅېره کړو ۔

دَ ”اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ“ ترجمه مولوی نذیر احمد صاحبؒ ”ہر ہر طرح کی تعریف“ کړے ده ۔ خو پهٔ دې ترجمه کښې نازک نقص موجود وهٔ ولې چې دَ دې مفهوم دا شو چې دَ هر قسم تعریفونه دَ الله پهٔ واسطه دی ۔ دَ دې نه استغراق انواع ثابت شهٔ نهٔ چې دَ افرادو استغراق ، اؤ دَ افرادو استغراق پهٔ درجه کښې وچت وی ۔ اؤ دلته هم دغه مراد دے ۔ دا ترجمه پاتې شوه اؤ دا ترجمه وشوه ”سب تعریفیں اللہ کے لئے“ پهٔ دې ترجمه کښې اؤ دَ شاه صاحبؒ پهٔ ترجمه کښې صرف دَ توریو دَ کمی اؤ زیاتی فرق دے ۔ دَ دې امر دَ سپیناوی دپاره پهٔ فائده کښې مضمون پوره پهٔ ډاګه کړې شوے دے ۔

مالك یوم الدین“ ۔ مولوی نذیر احمدؒ دَ دې ترجمه ”بادشاه“ کړے ده ۔ منم چې دا ترجمه به دَ هغې قرأت سره سمه وی چې پکښې ”مالك یوم الدین“ دے خو دَ نازل شوی قرأت سره سمه نهٔ ده ۔ ترجمه کښې دَ دې فرق خیال ساتل پکار وو ۔

غیر المغضوب علیھم“ دَ دې آیت کریمه ترجمه ډېر غور غواړی ټولو تفاسیرو کښې لیکلی شوی دی چې ”غیر“ دَ ”الذین“ صفت دے یا ېٔ ”بدل“ دے ۔ خو ټولو مترجمینو دَ دې خیال نهٔ دے ساتلې بلکې دَ ترکیبِ لفظی خلاف ېٔ داسې ترجمه کړے ده ”نہ اس کی راہ“ ۔ خو دَ شاه صاحبؒ پهٔ ترجمه کښې احتمالات موجود دی ۔ دَ دې دپاره مو دَ دې آیت ترجمه دَ تفاسیرو موافق کړے ده ۔ اؤ پهٔ فائده کښې اصل مدعا مو ښکاره کړے ده۔

دَ ”الۤم (الف ، لام ، میم) حروف مقطعاتو پهٔ لړ کښې دَ معنې کؤلو پهٔ لړ کښې نذیر احمد صاحبؒ پهٔ علماؤ دَ ”شخصی رائې“ الزام ورتپلې دے دَ هغې دَ ځواب دپاره پهٔ ”فائدہ“ کښې مو ورته اشاره کړے ده ۔ لاریب فیه ۔ دَ دې آیت کریمه پهٔ فائده کښې دَ ډېرو شکونو اؤ اعتراضاتو ځواب ورکړے دے ۔

”ولهم عذاب الیم“ الخ یکذبون ۔ آیت کریمه ترجمه مولوی نذیر احمد اؤ نورو ”جھوٹ بولتے تھے“ کړے ده اؤ شاه صاحبؒ ”جھوٹ کہتے تھے“ ۔ خو صحیح ترجمه دغه ده چې کومه شاه صاحبؒ کړے ده ولې چې دا سزا دَ دروغو دَ عادت له کبله نهٔ وه بلکې پهٔ دې وه چې دوی به وئیل چې ”اٰمنا بالله“ یعنی دَ نفاق پهٔ وئیلو اؤ ”کړهٔ“ کښې یو نازک فرق دے اؤ پهٔ فائده کښې مو دا فرق ښیٔلې اؤ برڅېره کړے دے ۔

”یمدهم فی طغیانهم“ دَ دې آیت پهٔ ترجمه کښې نذیر احمد صاحبؒ سره نورو ټولو ترجمه کؤنکیو غلطی کړے ده ۔ چې ”فی طغیانهم“ ېٔ دَ ”یعمهون“ سره تړلې ګرځؤلې دے خو ولې دَ دې ترجمې دَ ”معتزله“ دَ مذهب تاکید کیږی ۔ صحیح ترجمه دا ده چې دا دَ ”یَمُدُّ“ سره متعلق وګرځؤلې شی چې دَ اهلِ سنت و الجماعت کوم مذهب دے چې هغه برڅېره شی ۔ دَ شاه صاحبؒ ترجمه دغسې ده اؤ زمونږ ترجمه کښې دَ دې پوره پوره وضاحت موجود دے ۔ بله خبره دا ده چې مولوی نذیر احمد صاحبؒ دَ ”عمی“ اؤ ”عمه“ فرق بالکل ختم کړے دے اؤ بې موقعې ترجمه ېٔ کړے ده ۔ دَ کتلو اؤ لستلو نه پس به دا معلومه شی چې ”فما ربحت تجارتهم“ ترجمه هم غلطه شوے ده ۔

”ذهب الله بنورهم“ پهٔ ترجمه کښې دَ ”سترګو نور“ مراد اخستې دے ۔ حال دا چې دا ترجمه سمه نهٔ ده ۔ ”فلما اضاعت ما حوله“ دَ دې آیت کریمه ترجمه ېٔ دَ ”فعلِ لازم“ کړے ده ۔ حال دا چې پهٔ قرآن شریف کښې زمونږ قرأت ”فعل متعدی“ دے ۔

”من الصواعق حذر الموت“ بغیر دَ تقدیم اؤ تاخیر خیال ساتلو ېٔ دَ آیت کریمه ترجمه داسې کړے ده چې مطلب ېٔ اړؤلې شوے دے ۔

”و اتوبه متشابها“ کښې مولوی نذیر احمد صاحبؒ دَ جنت دَ ټولو میوؤ شکل یو شان ښیٔلې دے ۔ هر کله چې دَ دې احتمال مرجوح دے دَ دې دپاره مو پهٔ فائدہ کښې دَ دې آیت کریمه مکمله تشریح کړے ده ۔

”فیعلمون انه الحق من ربهم“ پهٔ ترجمه کښې ېٔ ”من ربهم“ معطوف ګرځؤلې دے چې ښکاره لېونتوب دے ۔

”کیف تکفرون بالله“ ترجمه ېٔ دَ ټولو مترجمینو دَ ترجمو خلاف اؤ غلطه ښکاری ۔

”و زوجک الجنتة“ کښې ېٔ دَ زوجه ترجمه ”بی بی“ کړے ده چې لږ مخکښې شوے دے نو دَ ”محصنة“ ېٔ هم دغه ترجمه کړے ده ۔

”انه هوالتواب الرحیم“ ترجمه ېٔ دَ غائب ترجمه پهٔ مخاطب سره کړے ده ۔ ”مصدقًا لما معکم“ دَ دې ترجمه ېٔ دَ عطف کړے ده اؤ دَ مکر ترجمه ېٔ ”بچهیا“ وکړه ۔ دَ ”الامانی“ ترجمه ېٔ مخدوش اؤ ”مرجوح“ واخسته ۔ ”فلن یخلف الله عهده“ کښې ېٔ دَ ”فا“ ترجمه ”اور“ کړے ده ۔ دَ قالو اسمعنا“ ترجمه ېٔ ” ان لوگوں نے گویا زبان حال سے یہ کہا۔۔۔الخ“سره کړے ده ”فانه نزله علیٰ قلبک باذن اللہ مصدقا۔۔ الخ“ ترجمه کښې ېٔ دَ حال ترجمه غلطه کړے ده ۔ پهٔ ”یا بنی ان الله اصطفی الخ“ کښې ېٔ دَ ”بنی“ ترجمه مفرد کړے ده ۔

پاره سیقول ۔ دَ ”لئلا یکون الناس ۔۔۔ الخ“ په ترجمه نذیریه کښې دَ بیا بیا حکم ورکؤلو ېٔ دَ کعبې دَ استقبال علت ښیلې دے چې غلطه ده ۔

”فمن کان منکم مريضا ۔۔۔ الخ“ کښې ېٔ دَ ”فا“ ترجمه ناسمه ده ۔

”وعلی الذین یطیقونه ۔۔۔الخ“ دلته ېٔ مسئله غلطه بیان کړے ده ۔

”شھر رمضان الذی انزل فیه القراٰن“ دَ دې ترجمه ېٔ ډېره بې موقع کړے ده ۔ خو دَ تفسیر کبیر حواله ېٔ هم راوړے ده دَ ”اجیب دعوة الداع۔۔۔ الخ“ ترجمه ېٔ صحیح نهٔ ده۔

”ثم افیضو امن حیث افاضی الناس“ ترجمه ېٔ خراب کړے ده ۔

ولذین امنو معه“ ترجمه ېٔ اړولې وکړه ۔

فلما جاوزہ ھو والذین اٰمنو معه“ کښې ېٔ ”معه“ دَ اٰمنو سره متعلق کړے دے نهٔ چې دَ ”جاوز“ سره ۔

”فلما تبین له قال اعلم۔۔۔ الخ“ دې کښې پهٔ ترجمه اؤ فائده کښې خباثت لیدهٔ شی ۔

”للذين یؤلون من نسائهم“ دلته پهٔ ترجمه اؤ فائده کښې تعارض دے چې دَ مذهب خلاف هم دے ۔

پاره تلک الرسل ۔ ”او کالذی مر علیٰ قریته ۔۔ الخ“ ېٔ پکه اؤ دَ محاورې خلاف ده ۔

دَ ”فخز اربعه“ ترجمه ېٔ بې موقعې ده ۔

پهٔ ”فتزکه صلدا“ کښې دَ ”صلدا“ ترجمه ېٔ ”سپاٹ“ ناسمه ښکاری ۔

”وما تففقون الا ابتغاء وجه اللہ“ دَ دې ترجمه ېٔ دَ جنون نه صفا نهٔ ښکاری ۔

پاره ولو اننا ۔ ”قل ھی الذین اٰمنو فی الحیٰوۃ الدنیا“ کښې ېٔ ”فی الحیٰوۃ“ېٔ غلطی کؤنکے دَ ”اٰمنو“ سره متعلق کړے دے ۔