عرض ناشر

حَيَاتُ المُسلِمِين

مجدد ملت حکيم الامت

مولانا اَشرف عَلی تَهانویؒ

پښتو ترجمه

سيّد تسنيم الحق کاکاخيل(مرحوم) فاضل ديوبند





  

عرضِ ناشر

اَلحَمدُ لِلهِ رَبِّ العٰلَمِين وَالصَّلوٰةُ وَالسَّلَامُ عَلیٰ سَيِّدِ المُرسَلِين وَعَلیٰ اٰلِه وَاَصحَابِه اَجمَعِين ط

دا دَ الله پاک ډېر لوے کرم دے چې مونږ ته ېٔ دا توفيق راکړهٔ چې دَ يو دينی کتاب ”حَيَاتُ المُسلِمِين“ پهٔ پښتو ژبه کښې دَ دې سيمې مسلمانانو ته پيش کړو، دَ مجّدد ملت حکيم الاُمت مولانا محمد اشرف علی تهانوی رحمة الله عليه دا تاليف يو مثالی شان لری۔ دَ قرآنِ حکيم دَ احکاماتو اؤ دَ صحيح احاديثو پهٔ رڼا کښې دَ مسلمانانو دپاره پهٔ اسلامې اصولو دَ ژوند تيرؤلو اؤ دَ آخرت دَ فلاح اؤ نجات دپاره يوه اعلیٰ نسخه ده۔ حضرت تهانویؒ پخپله دَ دې کتاب پهٔ صفت کښې فرمائیلی دی چې

”ماته دَ خپل يو تصنيف پهٔ حقله دا خيال نهٔ راځی چې ګنی دا به زما دپاره دَ نجات پنګه جوړه شی، البته دَ حيات المسلمين پهٔ باره کښې زما دا غالب خيال دے چې دَ دې پهٔ برکت به انشاءالله زما نجات نصيب شی۔ دا زما دَ ټول عمر ګټه اؤ پنګه ده“

الله پاک دی دَ موصوف دا دينی خدمات وګرځوی اؤ دوی ته دې پهٔ جنت الفردوس کښې لوړې درجې اؤ اعلیٰ مقامات نصيب کړی۔ دَ دې کتاب پښتو ترجمه دَ صوبه سرحد دَ سيمې يو مجاهد يادګارِ سلف صالحين عالم باعمل اؤ يو صاحبِ نسبت صوفی بزرګ مولانا سيد تسنيم الحق کاکاخيل ( فاضلِ ديوبند) مرحوم کړے ده۔ الله پاک دې دوی له اجر عظيم ورکړی۔ دَ دوی کشر ورور جناب سيد تنظيم الحق حلؔيمی صاحب دَ دين دَ تبليغ سره سره دَ حضرت تهانویؒ صاحب دَ تصانيفو پهٔ نشر و اشاعت کښې ډېره دلچسپی اخلی اؤ هم دغه وجه ده چې دَ دې کتاب پهٔ شائع کؤلو کښې ېٔ مونږ سره ښهٔ مرسته کړے ده ۔ الله تعالیٰ دې دَ دوی دا دينی جذبه قائمه لری اؤ دوی ته دې دَ دې بې لوث خدمت صِلّه پهٔ دواړو جهانو کښې وکړی۔ دَ سيد تسنيم الحق صاحب ډېر زيات مذهبی اؤ علمی کتابونه دی اؤ خصوصًا دَ حضرت تهانویؒ تصانيف اؤ مواعظ پښتو ژبه کښې ېٔ داسې ترجمه کړی دی چې مثال نهٔ لری۔ هر يو دينی کتاب باندی کار کؤلو ته علم اؤ فن دواړه پکار وی۔ الله تعالیٰ دوی ته دا دواړه ورکړی وو،۔ اؤ دوی دَ خپل احنافو پهٔ شان ځان دين ته وقف کړے وهٔ ۔ تر آخر وخت پوری پهٔ رنځور بدن هم دوی دَ دين کار نه مخ نه اړوهٔ ۔ دَ دوی علمی صلاحيت اؤ فن صفت زما دَ وس کار نه دے ۔ دا يو عظيم انسان وهٔ ۔ الله تعالیٰ دې دَ دوی درجات بلند کړی۔

دَ دوی دَ ترجمه کړی شویو کتابونو تفصيل څهٔ داسې دے

”۱“ تفسير:

تفسير عثمانی

”۲“ حديث:

رياض الصالحه

”۳“ فقه:

بهشتی زيور”جنتی کالے“

”۴“سلوک:

”ا“تعليم الدين

”ب“تسهيل قصدالسب

”ج“ نشرالطيب فی ذکر النبی لحبيبﷺ

”د“ حيات المسلمين

”ھ“ مواعظ اشرفيه( نهه جلدونه)

”و“ القول الجميل( مؤلف شاه ولی الله صاحب)

”۵“مواعظ مواعظ هفت اختر( ووهٔ جلدونه)

زه دا کتاب دَ الله پاک پهٔ نامه وقف کؤم ۔ اؤ دَ دې ثوابونه دَ سردارِ دو جهان حضرت محمد مصطفٰیﷺ پهٔ حضور کښې پيش کؤم اؤ دَ هغوی پهٔ طفيل ټولو پيغمبرانو ته ، جمله ازواج مطهرات ، اهلِ بيت، خلفائے راشدين، صحابه کرام، تابعين تبع تابعين ، جمله شهداء، مشائخ عظام دَ خپلې سلسلې چشتیٔ صابريئې مشائخ عظام حضرت جناب حاجی امداد الله صاحب مهاجر مکی رحمته الله عليه، حکيم الامّة مجّدد ملت مولوی اشرف علی تهانوی رحمة الله عليه خپل مرشد الحاج فقير صاحبؒ ، مترجم سيد تسنيم الحق کاکاخيل مرحوم اؤ خپل والد بزرګوار محترم غلام قادر پراچه مرحوم ته وربخښم ۔ الله تعالیٰ دې ېٔ خپل دربار کښې قبول کړی اؤ زمونږ ټولو دپاره دې دَ نجات وسيله وګرځوی۔ ( آمين)

رَبَّنَا وَ تَقَبَّل مِنَّا اِنَّکَ اَنتَ السَّمِيعُ العَلِيمُ ط وَ تُب عَلَينَا اِنَّکَ اَنتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ط

بنده

حاجی محمد طاهر پراچه

پراچه کالونی، فقير آباد پيښور ښار

۱۵\ذيعقد۱۴۱۶ھ، مطابق ۴\اپريل۱۹۹۶